افغانستان

تازه خبر: په هلمند کې د ملي اردو ۵ قومندانان له ۶۵ عسکرو سره طالبانو ته اوښتي

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې میشت د ملي اردو پنځه تنه لوړ رتبه قومندانان له خپلو ۶۵ تنو عسکرو سره یو ځای طالبانو ته اوښتي دي.

طالبانو په خپله رسمي‌ ویب پاڼه الاماره باندې د تسلیم شویو قومندانانو په اړه خبرپاڼه نشر کړې او پکې ویل شوي چې دوي ته اوښتو قومندانانو ۵ شوبلې،۵۰ میله امریکايي ټوپک، ۱۸ میله امریکايي ثقیلان او ګڼ شمیر نورې سپکې او درنې وسلې او مهمات هم له ځانه سره راوړي او تسلیم کړي دي.

د پیښې په اړه تر دې دمه په هلمند کې امنیتي چارواکو او نه هم وزارت دفاع څه ویلي دي.

د هلمند ولایت مختلفې ولسوالۍ له تیرو دریو اونیو راهیسې د شدیدو جکړو شاهدې دي. دمرجې ولسوالۍ مرکز له تیرې یوې اونۍ راهیسې د طالبانو تر محاصرې لاندي دی.

د مرکز لښکرګاه په شاوخوا کې د طالبانو د حملو د زیات والې له امله امنیتي ځواکونو د ښار د ساتنې له امله امنیتي تدابیر سخت کړي دي، د هلمند د مرکزی محبس یو شمیر زندانیان یې کابل او نورو خوندي زندانونو ته انتقال کړي دي.

د هلمند ولایت یو شمیر وکیلانو رسنیو ته ویلي دي چې که مرکزي حکومت توجه ونکړي د سنګین او مرجې ولسوالیو مرکزونه به ډیر ژر د طالبانو لاسته ولویږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x