افغانستان

د افغانانو د وژلو په غندنه هراتیانو د ایران په ضد لاریون وکړ

نن ټکی آسیا: نن د هرات ولایت په مرکز کي ګڼ شمېر افغانانو د ایران په ضد په لاریون لاس پوري کړ، چي څه موده وروسته په تاوتریخوالي بدل شو.

د هرات څخه خبرونه وايي چي لاریون کونکي د ایران د قونسلګرۍ مخي ته را ټول شوي وه، او د ایران په ضد یې شعارونه ورکول، او په ورته وخت کې د کونسلګرۍ په لور ډبري ویشتلي، چي په ترڅ کې د امنیتي چارواکو په وینا د کونسلګري د ودانۍ هنداري او دروازي ماتې شولې، او کوشش یې وکړ چي کونسلګری ته ننوزي، خو پولیسو یې مخه نیولې، او هغوی یی نه دي پریښودلې چي ودانۍ ته ننوزي.

په لاریون کی ګډون کونکو په ایران تور ولګوی چي په تیرو دوو میاشتو کې یوازي تر ۲۶ تنه زیات هغه افغانان وژلي چي غوښتل یې ایران ته سفر وکړي.

iranian-border-forces-mistreat-afghan-refugeesهغوی وړاندي ویلي چي ایران سربیره پر دې چي دغه افغانان یې وژلي، د هغوی جسدونه هم بیرته افغانستان یا دهغوی کورنیو ته نه ورکوي.

د ملي پولیسو عسکرو نه یوازي د ایران د کونسلګری دفاع وکړه بلکي پر دوی هم د خپلو افغانانو په لور هوايي او مخامخ ډزي وکړې، چي له کبله یې لاریونکوکي نور هم وپارېدل او د ولایت د مقام په لوري روان شول.

د هرات امنیه قومندانۍ د امنیت امر عبد الحمید حمیدي رسنیو ته ویلي چي لاریون د پولیسو سره په همغږۍ نه وو پیل شوی، ځکه یې پولیسو مخه ونیوله، او توانېدلي چي د نور تخریب او تاوتریخوالي مخه ونیسي.

باید وویل شي چي دا لومړی ځل نه دی چي افغانان د ایران په ضد لاریونونه کوي، ددې تر مخه هم په څو ځله افغانانو د ایران په ضد مظاهرې کړي، چي مهم لامل یې همدا د ایران له خوا د افغانانو وژنه وه.

د افغانستان له خوا بی روزګاره افغاني ځوانان کوشش کوي چي ایران ته سفر وکړي، تر څو د ښه روزګار په موندلو سره خپل د کورنۍ کفالت وکړي، خو ایراني سرحدي فوځیان اکثره دا ځوانان وژني، او یا یې په یوه او بل تور اعداموي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x