مدني فعالان د سولې پروسه کې د ملګرو ملتونو منځګړیتوب غواړي

نن ټکی اسیا(جمعه، لړم۲۲مه،۱۳۹۴ل): د سولې لپاره د مدني ټولنو افغان شبکه د هیواد د سولې په پروسه کې د سیمې د هیوادونو رول مهم بولي خو له ملګرو ملتونو غوښتنه کوي، چې افغانستان ته دې د سولې په راوړلو کې منځګړیتوب وکړي.

د دې شبکې یوه غړي سرور ماموند په کابل کې د یوې ناستې پر مهال دا پېشنهاد مطرح کړ.

نوموړي د ملګرو ملتونو رول ته په پام سره وویل: په افغانستان کې د سولې بهرنی جهت ډېر اهمیت لري، ملګري ملتونه د بن لومړنۍ غونډې  راهیسې چې افغانستان کې يې د طالبانو حکومت له را پرځېدو وروسته لنډمهالی حکومت تشکیل کړ، اساسي رول لري او اوس هم د ملګرو ملتونو له منځګړیتوب پرته  سوله ناشونې ده.

د دې شبکې غړو همداراز د افغانستان سوله ، د سیمې او نړۍ سوله وبلله . د سولې په پروسه کې يې د ملګرو ملتونو رول مهم او زیاته یې کړه ، چې کیدلای شي د ملګرو ملتونو له رول نه د سولې د پروسې په ګړندیتوب کې د یوه بېروني فشار په توګه هم کار  واخستل شي.

د یادې شبکې یو بل غړي حبیب الرحمن ننګ وویل، چې د سولې په پروسه کې ملګرو ملتونو ته د منځګړیتوب رول ورکول به د دې پروسه ټکنی بهیر روان او را منځته شوی بن بست ته د پای ټکی کېږدي.

نوموړي د سولې پروسه اوس مهال یوه پروژه وبلله او د سولې عالي شورا په جوړښت یې سختې نیوکې وکړې او یوازنی حل یې ملګرو ملتونو ته د منځګړي ورکول یاد کړ.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو افغان استازي نه تر سترګو کېدل او نه هم افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما په دې اړه څه غبرګون ښوولی.

بل پلو ته ، په تېر حکومت کې د کورنیو چارو وزیر او پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر محمد عمر داودزي له امریکا غږ سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې د سولې پروسه یوه منځګړي ته اړتیا لري.

د ښاغلي داودزي په خبره افغان  منورین او ناپېیلي څيرې کولای شي د سولې په پروسه کې منځګړتوب وکوي.

نوموړي له طالبانو سره  د سولې او مذاکراتو په اړه وویل، چې طالبانو سره د سولې اړوند حکومتي تګلارې په تېرو کلونو کې هېڅ پایله نه ده لرلې، اوس اړتیا ده، چې په دې برخه کې یو نوی میکانیزم رامنځته او پلي شي.

ښاغلي داودزي ، چې پاکستان د اوږدې لپاره ديپلومات پاته شوی، د سولې له پروسې د پاکستان د لاسونو د لنډولو غوښتنه وکړه او په وینا یې یوازې له افغان طالبانو سره مخامخ مذاکرات پایله لرلای شي. هغه همداراز له داعش او نورو وسله والو سره مذاکرات او د سولې غوښتنه وغندل او په وینا یې په مخالفینو کې يوازې طالبان افغان لوری دی، نور بهرني وسله وال باید وشړل شي.

تبصرې (2)

  • واوا. دا يي لا هم بله بابولاله ، په افغانستان کي د بهرنيآنوپپه لاس د رامينځ ته سوي ګو‌‌‌‌‌‌ډآګي رژيم هره نانځکه چي د کار څخه ګوښه سي او تر يوو حده د‌‌‌‌‌‌ډآلرو ،. يورو او پووندونو چينې وچي سي.. د اموخته خواره او مفت خواره په غلامۍ او جاسوسۍ باندي مفتخرين د خدمت کولوکاذبانه ‌‌‌‌‌‌ډبري په ځيګر وهي.. دهغه جملې څخه دادی سفاک عمردا‌ؤدزي چي په جاسوسي او دوه رنګي کي مافوق دوکتورا لري. په افغانستان کي دسولي راوستو لپاره د دريمګړي سرنا شروع کړې ده او غواړي چي دانحصار سوي ملل متحد پښه داخله کړي ، هغه ملل متحدچي افغانستان يي تر دې حده راورساوه.دا‌ؤدزۍ دي په دې پوه وي چي افغان مسلمان اولس به دده او دده د بادار د مکراو فريب په جال کي راکښينوي. افغن مسلمان اولس ته دده دجنايآتو دوسيه پرانيستلې پرته ده . انشاالله ورحمن دحساب اوکتاب شېبې اوګانټې يي نژدې دي.

  • Da da UN mazdoran wali Amrica na yadawi,da da Amrica mrayan pa di na pohigi chi da 15 kala wahshat aw wahshian cha rawastal.Wa dagho madani faalano ta hagha da Mussa(aws) hagha doaa kha da chi Ferawn ta e kari wa