د ګیلیکسي ایس ۷ (Galaxy S7) د معرفي کیدو نیټه په ډاګه شوه

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲۲مه ۱۳۹۴ل): د سامسنګ کمپنۍ د ګیلیکسي ایس ۶ (Galaxy S6) له بریا څخه وروسته غواړي د دغې لړۍ نوی سمارټ فون کارونکو ته وړاندې کړي.

له اوږدې مودې څخه د سامسنګ د راتلوونکی پیاوړی سمارټ فون ګیلیکسي ایس ۷ (Galaxy S7) د وړتیاو او ځانګړتیاو په اړه راپورونه خپریږي خو د سامسنګ کمپنۍ تر دې مهاله دغه راپورونه نه دي تائیدې کړي.

د ټکنالوژي د برخې د ځینو پیاوړو رسنیو د راپورونو پر بنسټ سامسنګ کمپنۍ به د ۲۰۱۶ زیږیدیز کال د فبروري په ۲۱مه به خپل دغه پیاوړی سمارټ فون معرفي کړي.

له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي ول چې سامسنګ به خپل دغه سمارټ فون له ټاکل شوې نیټې څخه وړاندې کارکوونکو ته وړاندې کړي. سامسنګ خپل دغه سمارټ فون له ګیلیکسي ایس ۶ څخه یوازې څو ورځې وړاندې معرفي کوي.

په نورمال ډول سامسنګ د مارچ په میاشتو کې خپل تولیدات معرفي کوي او ګیلیکسي ایس ۶ يي هم د ۲۰۱۵ زیږیدیز کال د مارچ په لومړۍ ورځې معرفي کړی و خو خپل دغه راتلوونکی سمارټ فون به د فبروري د میاشتې په ۲۱مه معرفي کړي.

د سمارټ فون د بارسلونا نړیوال نندارتون د ۲۰۱۶ زیږیدیز کال د فبروري په ۲۲مه پیلیږي خو سامسنګ خپل دغه سمارټ فون یو ورځې وړاندې له دغې غونډې څخه کارکووونکو ته معرفي کوي.

سنپ ډراګن ۸۱۰ (SnapDragon 810) ډوله پروسېسر، انډرایډ ۶.۰ مارشمالو (Android 6.0 Marshmallow) اپریټنګ سیسټم، کلیر فورس (Clear Force) نومې ډسپلې او ټایپ سي (Type-C) ډوله یو ایس بي تر دې دمه د دغې سمارټ فون افشاء شوي ځانګړتیاوې دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Jalil khan
میلمه
Jalil khan

تاسو نادری ناولده والی په دومره دیر وخت نوی کوی خو دیر وخت یی کیزی نه دی مو نوی کری