ادبي لیکني

د قاضي ایاس بن معاویه ځراکت

حمدالله حلمیار

یوه سړي قاضي ایاس رحمه الله ته وویل: که چیرته زه خورماوي وخورم ته مې وهې؟؟

قاضي: نه

سړی: که زه یو اندازه اوبه وڅښم ته مې وهې؟

قاضي: نه

سړي په تعجب سره زیاته کړه: نو دا د خورما سره شراب هم له همدې دواړو څخه جوړ شوي دي ولي یې په خوړلو سزا راکوې او څله باید حرام وي؟؟!

قاضي ورته وویل: که دې زه په خاوره وولم ته به خوَږ شې؟

سړی: نه

قاضی: که اوبه در باندې وشیندم نو کوم ځای به دې ژوبل شي؟؟

سړی: نه

قاضي زیاته کړه ښه نو که همدغه اوبه او خاوره سره ګډ کړم او خټه یې را واخلم لمر ته یې وچه کړم او بیا تا پر سر ورباندي وولم نو څه به پیښ شي؟؟

سړي وویل: سر به مې مات شي

قاضي وویل: دا هم کټ مټ همداسي ده…

#ژباړه #حمدالله_حلمیار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x