ټولنیزه برخه

اند واند(۱): د قانون او اخلاقو فلسفه

http://soriyat.org/wp-content/uploads/2012/06/%D9%82%D8%A7%D9%86%D9%88%D9%86.jpgد قانون، د پیل، د تاریخ په هکله به شاید ډیر اختلافات وي، څوک به یې د ارسطو تخلیق، څوک به یې د بابل د  تمدن ځانګړنه او څوک به یې د نورو ابتکار ګڼي. خو یوه خبره چې  ټول پرې هم غږې دی، هغه:  رومي امپراطورۍ د قانون جوړونکي اتلان ګڼل دی. د هغوی د قانون دولس مادې او ورپسې په قانون کې پرمختګ بیا په اروپايي  نړۍ او په اوسنیو قانونونو ژور اثر خپور کړ.
 وايي د چنګیز خان هم ځانګړی قانون وه، چې د یاسا په نوم یادیده، او همداسې په اوسني هندوستان کې د ځینو مشهورو ډاکوانو هم ځانته بیل بیل قانونونه ول.
د دې لنډې مقدمې څخه ثابته شوه چې نه یوازې متمدنه نړۍ بلکه وحشي او د بربریت خاوندان هم د تاریخ په تیرو مختلفو پړاونو کې د خپلو ټولنو لپاره ځانګړي- ځانګړي قانونونه درلودل او لري یې.

د  قانون د اصولو تر چتر لاندې د ټولنې درست اوسیدونکي ژوند  کوی، چې له امله یې په ټولنه کې استحکام ، ثبات، کنترول، راځي. د ټولنې د ښه- بد د اصولو په رڼا کې جرائیم یا په بدۍ کې کموالی راځي  او یا بیخي له منځه ورکیږي. او داسې قانون د ټولنو په دوام کې ارزښتناک رول لوبوی.
په بنیادي توګه د قانون بنسټیزه موخه د جرمونو  ورکول دی. په رومي امپراطورۍ کې هم همداسې وشول، اخلاقي قانون جوړ کړای شو، چې له مخې یې خلکو ته اجازه ورکړل شوې وه چې غل ووژني او… دې ته ورته د اخلاقي قانون  نورې ډیرې بیلګې هم وی، تاسو یې د هغه پېر په قانون کې کتلی شئ.
 د رومي امپراطورۍ د پيل پر مهال اخلاقي اصول ډیر سخت ول او دغه اصول ماتونکو ته به د قانون له مخې سخته سزا ورکول کیده، چې دغې بیا په دې ډول  د ټولنې په دوام  او د رومي تمدن په ساتلو کې مهم رول لوبولی وه. او کله چې همدا رومي امپراطوري په اخلاقي پست والی کې ښکیله شوه نو وروسته ډیرو لویدیزو فلسفیانو د ماتم چغې پورته کړی او د رومیانو د اخلاقي نظام زوال یې  د رومي امپراطورۍ د  زوال لامل وګاڼه، چې تر دې دمه او اوس هم د مختلفو فلسفیانو لخوا په دې ټینګار کیږي چې د رومي امپراطورۍ د زوال لامل د اخلاقو پست والی وه. خو د پال کانیډي بیا پکې مادی اړخ هم وچیړه.

هغه مهال چې چنګیز د ګوپی صحرا څخه د تږی مارغه په شان د تندی ماتولو لپاره الوت کاوه، هم یو اخلاقي قانون درلود! د دغه قانون څخه هر سرغړونکی ته به سخته نه سخته سزا ورکول کیده. خو کله چې د همدې اخلاقي نظام تسمې سستې شوې نو دغه سترې امپراطورۍ بیا د غلامانو د یو وړوکي لښکر څخه ماته وخوړه!

د شلمې پیړۍ په اخري لسیزو کې په هندوستان کې مشهور ډاکوان اوسیدل، چې خپل اخلاقي قانون یې درلود، او له مخې یې  اړ ول چې ښځو ته  به څه نه وايي!!!

ټولنه چې اخلاقي نظام ته لیوالتیا ولري قانون زیږوی، ځکه قانون پخپله د یوې ټولنې د ښو-بدو(اخلاقي نظام) د اصولو څخه جوړ شوی وي، او د دغه اصولو ماتونکو ته بیا د سزا زولنی هم لري البته ښه او بد د یوې ټولنې څخه بلې ټولنې ته توپير، د لید، مذهب، او … له مخې مختلف وي.
د پورته بحث څخه داسې جوته کیږي چې اخلاق او قانون د یو بل سره ډیره ژوره اړیکه لري. ستاسو د پوهولو لپاره دواړه په دې مثال راوړو: اخلاق د یو زړې په شان وي او قانون بیا د ونې په شان! ګویا د قانون نمونه مونږ په اخلاقو کې کتلی شو، اخلاقي قانون (زړی) چې څومره اعلی وي هغومره به د هغه ونه (عمومي قانون) دنګه، د ثمر څخه ډکه، او غوره وي.

اوس پوښتنه ولاړیږي که یوه ټولنه خپل اخلاقي نظام داسې پلي کول وغواړی چې له مخه یې هر وګړی ته اجازه وی چې څه یې  زړه وي کولای یې شي، ترڅو خپلې خوشحالۍ زیاتی او په غم کې کم والی راولي (د جرمي بینتهم او د ستورت مل د افادې نظریه) او یا کومه بله ټولنه چې خپل اخلاقي نظام داسې سینګار کړي چې هر هغه څه چې یو چاته سکون/خوښې/ او یا شوق تسکینوی، خلک دې د راتلونکي په هکله غم نه کوی بس د اوس نه دې خوند واخلي، بس همدې ته اخلاقي نظام وايي ( د هیډونیزم اخلاقي فلسفه) او یا د کانټ په شان په دې اند وي چې داسې اصول هم شتون لري چې په هر حال کې باید تعقیب شي… که زمونږ ټولنه چې څه یې زړه وي تعقیب کړي او یا د اکثریتو چې پکې ګټه وي، پسې روان شي. نو د یوې خوا به په ټولنه کې د یو ټاکل شوي اقلیت په زړونو کې تعصب وپاریږي او ټولنه به د ترینګلي حالاتو سره مخ شي ، او د بلې خوا به د هغوی سره انصاف هم ونشي!
او یا که زمونږ ټولنه په داسې افراط کې اخته شي چې څه یې زړه وي، هغه کول خوښ کړی، چې هر هغه څه چې غریزې یې پری تسکینیږي ترسره کړی، د ټولنې اخلاقي حالت به د بګنونکي حال کې ګرفتاره شي.

د اسلام ستر فلسفي، امام غزالي، په اند اخلاق د نورو څیزونو په شان د یوناني فلسفو څخه سرچینه نه اخلي بلکه ټول اخلاقي اقدار  د آسماني کتابونو څخه اخستل شوې دي!!
د پورتني دعوی په ثبوت که تاسو د نړۍ د لرغونې نه لرغونی تمدن او یا اخلاقي اقدار ووینئ، چې دروغ ویل ښه کار ندی، غلا کول بد دی، تل ریښتیا ویل په کار دی، د حق یاري غوره ده، او … دغه ټول په آسماني کتابونو کې پراته دي، حتی د اوسنی معاصرې نړۍ مثبت اخلاقي اقدار هم!

ټولنه  د غرونو د یوې داسې  لړۍ په شان ده چې سړک پکې مخ پر پورته روان وي، ښکته سترې کندې وي چې پکې ولیدل په یقین سره ختمیدل دی، انسان پکې د یو تیز موټر په شان پکې روان وی او قانون یا اخلاقي نظام د سړک پر غاړه د حفاظتي حصارو په شان وی، چې انسان د هلاکت څخه ژغوری!

لیکوال: ل. لیکوال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x