دیني، سیرت او تاریخ

شهید او شهادت (پنځوسمه برخه)

م. محمد نعیم-

۸– شهید ته له پور پرته نور ټول ګناهونه بښل کېږي

د شهید بله ځانګړنه دا ده چې ټول ګناهونه یې بښل کېږي، البته پور نه ورته وبښل کېږي. خو د سمندر شهید ته پور هم بښل کېږي.
په دې اړه دا ډول روایت راغلی: ( عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ:  يُغْفَرُ لِلشَّهِيدِ كُلُّ ذَنْبٍ إِلاَّ الدَّيْنَ ) [1]

له عبد الله بن عمرو بن العاص رضی الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: شهید ته له پور پرته هره ګناه بښل کېږي. په بل روایت کې چې هغه هم عبد الله بن عمرو بن العاص کړی راځي: ( الْقَتْلُ فِى سَبِيلِ اللَّهِ يُكَفِّرُ كُلَّ شَىْءٍ إِلاَّ الدَّيْنَ)[2] ژباړه: د الله په لاره کې وژل کېدل له پور پرته هر شی ( ګناه ) له منځه وړي.

په بل حدیث شریف کې راځي: عَنْ أَبِي قَتَادَةَ أنّ رَسُولَ اللَّهُ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: “قَامَ فِيهِمْ فَذَكَرَ لَهُمْ أَنَّ الْجِهَادَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالإِيمَانَ بِاللَّهِ أَفْضَلُ الأَعْمَالِ فَقَامَ رَجُلٌ فَقَالَ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَرَأَيْتَ إِنْ قُتِلْتُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ تُكَفَّرُ عَنِّي خَطَايَايَ فَقَالَ لَهُ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ نَعَمْ إِنْ قُتِلْتَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَأَنْتَ صَابِرٌ مُحْتَسِبٌ مُقْبِلٌ غَيْرُ مُدْبِرٍ ثُمَّ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ: كَيْفَ قُلْتَ قَالَ أَرَأَيْتَ إِنْ قُتِلْتُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَتُكَفَّرُ عَنِّي خَطَايَايَ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ: نَعَمْ وَأَنْتَ صَابِرٌ مُحْتَسِبٌ مُقْبِلٌ غَيْرُ مُدْبِرٍ إِلا الدَّيْنَ فَإِنَّ جِبْرِيلَ عَلَيْهِ السَّلام قَالَ لِي ذَلِكَ“   [3]

ژباړه: له حضرت ابو قتادة رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ورځ بیان ورته وکړ چې د الله جل جلاله په لاره کې جهاد په الله جل جلاله له ایمان راوړولو وروسته تر ټولو غوره عمل دی، یو سړی پورته شو، ویل یا رسول الله: که د الله په لاره کې ووژل شم، ما ته مې ګناوې بښل کېږي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته ویل هو، که ته د الله جل جلاله په لاره کې ووژل شي، په داسې حال کې چې ته صبر کوونکی،  ثواب غوښتونکی، مخ په وړاندې تلونکی وې، او له جنګ نه په شا رانشې، وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا ورته ویل: څنګه دې وویل؟ ویل که دالله جل جلاله په لاره کې ووژل شم، آیا ګناوې مې راته بښل کېږي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ویل هو، په داسې حال کې چې ته صبرکوونکی، ثواب غوښتونکی، مخ په وړاندې تلونکې، او په شا راتلونکی نه وې، خو پور نه بښل کېږي؛ ځکه دا خبره ما ته جبریل علیه السلام کړې ده.

دا چې ګناهونه کله ورته بښل کېږي د یو بل حدیث شریف په یوه برخه کې رسول الله صلی الله علیه فرمايي: (  يُغْفَرُ لَهُ فِي أَوَّلِ دَفْعَةٍ )[4] شهید ته د وینو د لومړي څاڅکي له تویېدو سره ګناهونه بښل کېږي.

د شهید ځانګړنه یوازې دا نه ده چې له پور پرته نور ټول ګناهونه ورته بښل کېږي، بلکې د وینې د لومړي څاڅکي له تویېدو سره سمدستي بښل بله ځانګړنه ده، کېدای شي دوینو د لومړي څاڅکي له تویېدو سره سم بښلو کې یو حکمت دا وي تر څو شهید له شهادت سره یو ځای او سمدستي د آرامۍ او ډاډ احساس وکړي، په دې معنی چې له شهادت وروسته هېڅ ډول اندېښنه ونه لري، که فرض کړو، یو کس چې باید ډېرې پوښتنې او ګروېږنې ترې وشي، ورته ویل شوي وي چې که دې پلانی کار مثلا وکړ، بیا به هېڅ ډول پوښتنه نه درنه کېږي، کله چې نوموړی هغه ورته ښودل شوی کار سر ته رسوي، طبیعي خبره ده هیله به یې دا وي چې ور سره شوې ژمنه پوره شي، په نړۍ کې د انسانانو تر منځ معمول دا دی چې دا ډول ژمنې خامخا یو څه ځنډېږي، سمدستي نه پوره کېږي، او کوم کس چې ورته په ګوته شوی کار یې سرته رسولی وي، په ډېره بې صبرۍ انتظار باسي چې ور سره ژمنه پوره  شي.

خو کله که داسې پېښېږي چې سړي لا کار پای ته نه وي رسولی، د کار د پای په شېبو کې وي، په همدې وخت کې ور سره شوې ژمنه پوره کړل شي، د څه ډول خوښۍ احساس به کوي!! دا په دنیا کې د انسانانو تر منځ چې نه یې کامیابي د آخرت په څېر ده او نه ناکامي، خو کله چې ژمنه د الله تعالی وي! او معامله د آخرت وي! چې کامیابي یې لویه کامیابي او ناکامي یې لویه ناکامي ده، په داسې حال کې چې له بنده سره شوې ژمنه پوره کېږي څه ډول احساس به کوي!!!

علمای کرام وايي شهید ته ځکه پور نه بښل کېږي چې د بنده حق دی، الله جل جلاله شهید ته د لومړي څاڅکي وینو توییدو سره ټولې هغه ګناوې بښې چې د الله جل جلاله تر حق پورې تړاو لري، خو هغه څه چې د بنده ګانو تر حق پورې تړاو لري هغه که پور وي او که بل څه نه یې بښي، همدا ډول خبره د مطلق پور  نه ده، ځکه پور اخیستل څه ګناه نه ده، که ګناه وی له سره به د پور اخیستلو ته شریعت اجازه نه ور کوله، هغه پور ګناه ده او نه بښل کېږي چې شهید یې د پوره کولو نیت نه وي لرلی، یعني په دې نیت یې پور اخیستی وي چې بیا به یې نه ور کوي، او یا یې په ناروا توګه اخیستی وي، لکه په زور یې له چا نه پور اخیستی وي. یا یې پور اخیستی وي خو څوک یې خبر کړي نه وي چې که دی وژل کېږي یا مړ کېږي چې هغه یې بیا ادا کړي، یعني وصیت نه وي کړی چې په ما پور دی، که زه نه وم تاسو یې باید ادا کړئ.

د همدې مفهوم په بنا ځینې علمای کرام فرمايي چې شهید ته یوازې د پور بښلو خبره نه ده، بلکې هر هغه څه نه ورته وبښل کېږي چې د بنده تر حق پورې تړاو ولري، هغه که پور وي که بل کوم حق.

سندي رحمه الله د ابن ماجه په حاشیه کې وايي: ( یعنی نه د پور پوره کولو ته ژمن پاتې کېدل؛ ځکه نفس پور کول خو ګناه نه ده، ظاهره خبره دا ده چې له توان سره سره د پور نه پوره کول ګناه ده، کېدای شي دلته هم همدا مطلب وي. سیوطي د ترمذي په حاشیه کې له ځینو علماوو څخه وايي چې په دې کې اشاره دېته ده چې د انسانانو حقوق نه بښل کېږي؛ ځکه د انسانانو حقوق په جنجال او کشمکش بنا دي. ( یعني هر کس خپل حق غواړي، معمولا څوک تر خپل حق نه تېرېږي )

او کیدای شی وویل شي چې دا په هغه پور محمول دی چې ګناه وي، او هغه داسې چې په ناروا توګه یې اخیستی وي، لکه په چل ول یې اخیستی وي، یا یې غصب کړی وي او په ذمه یې بدل ثابت شوی وي، یا یې په دې نیت اخیستی وي چې بېرته به یې نه ور کوي، ځکه په حدیث کې پور له ګناهونو څخه مستثنی شوی.[5]

یعني لکه مطلق پور چې ګناه وي، او دا په هغه صورت کې چې مستثنی متصله وګڼل شي، او حال دا چې مطلق پور ګناه نه ده. نو معلومه شوه چې هغه پور مراد دی چې ګناه وي، او پور هغه وخت ګناه ده چې یا په ناروا توګه اخیستل شوی وي، یا یې د بېرته ور کولو نیت نه وي.

په دې اړه په صحیح بخاري کې راځي: عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ – رضى الله عنه – عَنِ النَّبِىِّ – صلى الله عليه وسلم – قَالَ « مَنْ أَخَذَ أَمْوَالَ النَّاسِ يُرِيدُ أَدَاءَهَا أَدَّى اللَّهُ عَنْهُ ، وَمَنْ أَخَذَ يُرِيدُ إِتْلاَفَهَا أَتْلَفَهُ اللَّهُ ) [6]

ژباړه: له ابو هریره رضی الله عنه څخه او هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی چې ويې فرمایل: چا چې د خلکو مالونه په دې نیت واخیستل چې بېرته به یې ور کوي، نو دده په ځای به یې الله تعالی ور کړي، او که چا په دې نیت واخیستل چې له منځه یې یوسي، الله تعالی به دی له منځه یوسي.

ددې حدیث شریف په شرح کې امام عیني رحمه الله وايي: چا چې د خلکو مال په قرض یا د معاملاتو په کومه بله توګه واخیست، او غوښتل یې چې بېرته یې ور کړي، نو دده په ځای به یې الله تعالی ادا کړي، یعني داسې لارې به ورته برابرې کړي چې نوموړی پور په آسانۍ سره بېرته ور کړي، او دا مهرباني الله تعالی دده د ښه نیت له امله پر ې کوي، او که یو چا د خلکو مال په دې نیت واخیست چې بیا به یې نه ور کوي، د مالک له لاسه به یې وباسي، نو الله تعالی به هغه دده له لاسه وباسي، داسې چې هېڅ ګټه به ترې وانخیستی شي، او دا د ده د بد نیت له وجې، او د آخرت په ورځ به بیا پرې کړول کېږي، او امام حاکم د عایشې رضی الله عنها حدیث روایت کړی چې پور به یې کاوه، چا ورته ویل: ستا او د پور څه دي؟ ته خو یې د پوره کولو وس نه لرې؟ ویل: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویل یې: هېڅ داسې بنده نشته چې د پور د ادا کولو نیت ولري، مګر دا چې د الله له لوري به مرسته ور سره کېږي، نو زه هغه مرسته غواړم ) [7]

په دې اړه چې خبره یوازې د پور نه، بلکې د ټولو هغو حقوقو ده چې تر بنده ګانو پورې تړا ولري، ملا علي قاري رحمه الله وايي: ( وصح في مسلم أن الشهيد يغفر له كل شيء إلا الدين أي إلا حقوق الآدميين والله أعلم، رواه أحمد والترمذي وقال هذا حديث غريب )[8]

بل ځای وايي: ( وعن عبد الله بن عمرو بالواو أن رسول الله قال يغفر للشهيد كل ذنب أي صغير وكبير إلا الدين أراد حقوق الآدميين من الأموال والدماء والأعراض فإنها لا تعفى بالشهادة كذا ذكره بعض الشراح…)[9]

ژباړه: له عبد الله بن عمرو رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: شهید ته هره ګناه بښل کېږي، یعني که وړه وي که لویه، مګر نه پور، مطلب یې د انسانانو حقوق دي، که مال وي، که وینې که آبرو او عزت، دا په شهادت سره نه معاف کېږي، همدا رنګه ځینو نورو شارحینو هم دا خبره کړې.

په بل ځای کې وايي:

( أي الدين الذي لا ينوي أداءه قال التوربشتي أراد بالدين هنا ما يتعلق بذمته من حقوق المسلمين إذ ليس الدائن أحق بالوعيد والمطالبة منه من الجاني والغاصب والخائن والسارق وقال النووي فيه تنبيه على جميع حقوق الآدميين وأن الجهاد والشهادة وغيرهما من أعمال البر لا يكفر حقوق الآدميين وإنما يكفر حقوق الله) [10]

ژباړه: یعني هغه پور چې د ورکولو نیت یې نه وي، تورپشتي ویلي له پور نه یې دلته هغه پور مراد دی چې دده په ذمه د مسلمانانو تر حقوقو پورې تړاو ولري، ځکه پور کوونکی له جنایت کوونکي، غاصب، خاین او غله څخه زیات د وعید او حق غوښتنې مستحق نه دی.

او نووي ویلي په دې کې د ټولو انسانانو حقوقو ته اشاره ده، او دې ته اشاره ده چې جهاد، شهادت او نور نیک کارونه د انسانانو حقوق نشي بښلی، بلکې یوازې د الله تعالی حقوق بښي.

یوه پوښتنه د سړي ذهن ته راځي هغه دا چې د انسانانو په حقوقو کې نور ډېر حقوق هم شته، لامل څه دی چې یوازې د پور خبره یادېږي؟ که پام وشي، غصب، غلا، چور او تالان له پور نه ډېرې لویې ګناوې دي، خو په حدیث شریف کې پور یادېږي؟

نور بیا…

م. محمد نعیم

[1] – رواه مسلم في صحيحه, باب من قتل في سبيل الله.
[2] – رواه مسلم في صحیحه، باب من قتل في سبیل الله.
[3] – رواه مسلم, باب مَنْ قُتِلَ فِى سَبِيلِ اللَّهِ كُفِّرَتْ خَطَايَاهُ إِلاَّ الدَّيْنَ.
[4] – رواه الترمذي, باب في ثواب الشهید، و ابن ماجه، باب فضل الشهادة في سبیل الله. واحمد،  حدیث المقدام بن معدیکرب.
[5] –  ابن ماجه, باب فضل غزو البحر.
[6] – صحيح البخاري, باب من أخذ أموال الناس يريد أداء ها أو إتلافها.
[7] – عمدة القاري، باب من أخذ من أموال الناس يريد أداءها او إتلافها.
[8] – مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح, باب: عيادة المريض.
[9] – مرقاة المفاتیح شرح مشکاة المصابیح: باب: الإفلاس و الانظار.
[10] – مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح, كتاب الجهاد.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x