نظــر

چې سبا ځو خو نن به ولاړ شو

چې كله مې نن د خپل كمپيوټرپه مخ  نړيوالو رسنيو ته سر ورښكاره كړ ومي ليدل چې د جلال اباد د هوايي ډګر ديك شنبې په ورځ  چې كومو سرښندونكو مجاهدينو بريد كړي وه بريدکي دطالبانو لخوا 12 تنوسرښندونكو مجاهدينوبرخه اخيستي وه چې دموثقومعلوماتوله مخي ددې دوه نيم ساعته مخامخ شديدې جګړې په ترڅ کي 18 بهرنيوعسکروخپل ژوندله لاسه ورکړې وه او40 کورني اوبهرني عسکر په كې سخت ژوبل شوي وه  سربېره 1 چارماشينه الوتکه او4 چورلکي هم ويشتل شوې وې او  ورانې شوې وې كه څه هم نړيوالو او امريكايانو دغه شميره كمه ښودلي وه  خو د نړۍ له مطبوعاتو نه څرګنده شوه چې سخت ځاني اومالي زيان وراوښتي دي  .  

په دې اړه د نړيوالو ورځپاڼو او خپرونو مقالې خپرې كړې   او په رسنيو كې يي مختلف سرليكونه پرې ليكلي . نو  ماهم پكې ډېر داسې شيان تر سترګو شوه چې په ډېرو مقالو كې راغلي وه چې امريكايان اوس وايي چې سبا ځو خو نن به ولاړ شو يعني له ۲۰۱۴ كال نه به وړاندې ووځو ځكه چې د جلال اباد پېښې ډېر سرګردانه كړي يو  امريكايان وايي د جلال اباد د هوايي ډګر باندي چې مونږ خپل تلفات وليدل كه دغه وخت په افغانستان كې وغځوو نوره كومه ګټه به مو نوي خو په چټك وتلو كې به مو دا ګټه وي چې تلفات بۀ مو راكم شي ځكه چې سږ كال د طالبانو حملې زياتې شو ي  دي  .

 لاس ویګاس ژورنال خپرونې بیا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ژر ایستلو په اړه د کانګریس د سنا د مجلس د غوښتنې په اړه مطلب خپور کړی دی .

د کانګریس د سنا د مجلس په دې تصویب شوي لایحه کې د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ویستلو په اړه د اوباما له خوا په ټاکل شوې نیټه کې کوم بدلون نه دی راغلی : خو له سپینې ماڼۍ غوښتنه شوې : چې ځواکونه دې د ۲۰۱۴ کال تر پایه نه بلكه وړاندې په چټكۍ وباسي ځكه چې له تلفاتوسره سم مصاف هم مخ په زياتيدو دي .

لاس ویګاس ژورنال د سناتور جیف مارکلي په حواله لیکلي : په افغانستان کې د امريكا اهداف پوره شوي دي نور مو پاتي كيدل په تاوان دي او په افغانستان كې زمونږ شتون له تلفاتو نه پرته بله كومه معنا نه لري .

سناتور مارکلي ايران ته په اشارې سره  ویلي : په داسې حال کې چې لوی تروریستي ګواښ په کوم بل ځای کې دی : په افغانستان کې د اویا زرو سرتیرو ساتل بې معنا دي.

همدارنګه د برطانيې چاب مشهورې ګارډین ورځپاڼې د جلال اباد پر هوايي ډګر د یکشنبې د ورځې د حملې په اړه مطلب خپور کړی وه . ليكلي يي وه چې  د سرښندونكو یوې ډلې چې په درنو او سپكو منظمو وسلو او  بمونو سمبال وو د افغانستان په ختیځ د جلال اباد ښارکې د ناټو پر لویې هوايي اډې برید وکړ  چې په نتیحه کې يې ګڼ شمېر داخلې او بهرني مړه او یو ګڼ شمیر بهرني او كورني عسكر ژوبل شول.

ددغې حملې چې د يكشنبې په ورځ وشوه مسؤليت يي طالبانو په غاړه واخيست او د۱۸ مړو او د۴۰ تنو دټپي كيدلو ا دعا ي كړي  .

د ګارډین ورځپاڼې د ناټو د یوه ویاند له خولې ویلي برید کوونکي ونه توانیدل : چې د جلال اباد هوايي ډګر ته چې سخت امنیت يې نیول شوي دی ننوځي د ناټو دغه وياند په دې اړه چې په دې برید کې څو تنه بهرني سرتیري ژوبل شوي دي څه نه دي ویلي.

ګارډین ورځپاڼه زیاتوي، چې د جلال اباد پر هوايي ډګر له دې نه وړاندې هم څو ځله وسله والو طالبانو ډله ییزه سرښندونكې بریدونه کړي دي دي چې له ځانه سره يي به  درنه مرګ او ژوبله درلوده .

دروان كال په تیره فبرورۍ میاشت کې د طالبانو لخوا د جلال اباد د هوايي ډګر په دروازې په یو موټر بم چاودنې سره پر دې اډې حمله وکړه چې ګڼ شمیر كورني او بهرني عسكر په کې ووژل شول .

ګارډین لیکي : په افغانستان کې د بهرنیو سرتیرو د اکثرو اډو امنیت او د لومړي کمربند د ساتلو چارې د افغان سرتیرو پر غاړه دي . دغه راز له اډو څخه د پلنو سمنټي دیوالونو او نورو موانع موجود دي خو له دې سره سره بيا هم طالبان په دې تونيږي چې حملي پرې وكړي . د ورځپاڼې په وینا له همدې امله پر دغو اډو باندې د زیاترو بریدونو اکثره قربانیان افغان سرتیري وي ځكه چې په لومړي قدم كې دكورنيو عسكرو امنيتي پوستې وي . ګارډين دتبصيرې په پاي كې د امريكا چټك وتلو ته هم اشاره كړي دي چې كويانور امريكاته په افغانستان كې شتون ددوي په ګټه نه دي بلكه په تاوان دي .

ورځپاڼه زیاتوي :چې برطانيا له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو د وتلو مهال ویش ته منتظره ده او دا ځکه چېامريكا په افغانستان کې له نورو هيوادو نه زيات  عسکر لري.

د برطانوي ځواکونو د وتلو مهال ویش به بي له شکه د امریکا په پریکړې پورېتړلي وي . که چېري داسي ونشي نو له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو په وتلو کې به بي نظمۍ او ګډوډۍ رامنځ ته شي او د وتلو په مهال به سخت زيانونه او تلفات ووينو.

ګاردین وړاندي لیکې: که څه هم چې د افغان پوځ له لیکو څخه په بهرنیو عسکروباندې حملو کې د برطانې ځواکونو ته هم تلفات اوښتې  او  برطانيا په هلمند ولایت کې یوشمېر پوځې اډې تخلیه کړې : خو بیا هم دوي د نورو پاتې شونو د تلفاتو نه د د عسكرو خوندي ساتل  هم ضروري دي .

د امريكي چاپ  نیویارک ټایمز  ورځپاڼې  په يوه مقاله كې ليكلي دي  : چې سر ليك يي دي له افغانستان څخه وتل څومره وخت ته اړتیا لري؟ په یوې برخې کې یي لیکې : وروستې خپاره شوې معلومات چې وایي : امريكا به په ۲۰۱۴ م  کال په افغانستان کې له لس زرو زیات عسکر ونلرې : ورځپاڼه لیکې : د حیرانتیا خبره ده.

چې د امريكا دا اعلان له یوې خوا ښېې چې د امریکا له افغانستان څخه د خپلو ۶۶ زرو عسکرو د ایستلو لپاره څومره وخت او مهلت په پام کې نیولی او له بلې خوا پوښتنه رامنځ ته کیږي چې امریکا به څنګه تر ۲۰۱۳ کاله پورې په افغانستان کې ۶۰ زره عسکر وساتې او په ۲۰۱۴ م کال کې به یي شمېر  یو دم لس زرو ته راټیټ کړي .

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکې : له افغانستان څخه به د امریکایي ځواکونو د ایستلو پیل : دوې ګټې ولرې.

(۱) یوه دا چې امریکایي عسکر به له ټاکلې مودې څخه یو کال مخکې د جګړې له ډګر څخه ووځې او یو کال به له تلفاتو پرته تېر کړي.

(۲) بله دا چې امریکایي عسکر به د افغانستان د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې حضور ونلرې او دا ځل هم انتخابات به  له درغلیو او فساد ډک وي : حد اقل دا ځل به امریکا له دي تور څخه خلاصه شي چې له درغلیو څخه د ډکو انتخاباتو ملاتړ یي کړی دی او درغلي امريكا كوي لكه مخكې يي چې درغلي كولې .

م سميع شينواري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x