ادبي لیکني

پر شعر څنګه کرکتنه وکړو؟

لیکوال: جمشیدعمر عمر
لیکوال: جمشیدعمر عمر

جمشیدعمر عمر

مخ دي د رڼا په شانې نه دی څه
ستا په شان، زما په شانې نه دی څه
کوم هغه سړی دی چې مین ندی
هرڅوک د هرچا په شانې نه دی څه

د ادب تیوري یو تعریف داسې دی (( د یو اثر په اړه د نظریاتو مجموعه ده)). ادب تیوري ده چې د نظم او نثر لپاره چوکاټ جوړوي یعني د دواړو ځانګړتیاوي بیانوي، لکه: وایي چې لنډه کیسه کې باید کرکټر او پیښې ولري. بل وایې چې پيل، منځ او پای ولري. تلوسه او ژبه یې باید هنري وي. مکالمي ولري… اوس تیوري د لنډي کیسې لپاره د همدغو نظریاتو لمخې یو چوکات جوړوي چې لنډه کیسه باید ( پيل، منځ، پای، کرکټر، پيښې، تلوسه، مکالمي او هنري ژبه ولري)).

اوس یې چې لیکوالان څنګه کیسه لیکي؟ څنګه یې پيلوي؟ … دا د دوی استعداد پوري اړه لري. د لنډې کیسې کرکتنه هم په همدي شیانو کیږي.

راځو شعر ته، چې شعر هم همداسې اوله کې به چا ویل چې: شعر یو خیال دی. د زړونو یوه ورشو ده. هغه وینا ده چې په زړه کې هیجان پيدا کړي. مطلق شعر په جذباتي او اهنګواله ژبه د بشري فکر مشخصه او هنري څرګندونه ده (زورث).

تیوري د ټولو تعریفونو نه یو جامع تعریف داسې راواخست چې (( په موسیقت لرونکې ژبي سره د مفکورې، تخیل او عاطفي ترکیب ته شعر ویل کیږي)).

په مسیقت لرونکې ژبه، موسیقي د همخرجو یا ګاونډ مخرجو غږونو له منظم او نامنظم؛ خو محسوس تکرار نه پيدا کیږي. (استاد ښکلی) لکه:

ولې راته وايې چې لږ وار کوه وار څه معنى

کار د مينې کار دى له دې کار نه انکار څه معنى ( کاروان)

په دغه بيت کې د ((ار)) سر په سر تکرار شعر ډير اهنګين کړى دى.

تخیل: د حواسو له لارې چې زموږ په ذهن کې کوم انځور جوړیږي، هغه احساس او ادرارک دی، که پرته  له حواسو زموږ په ذهن کې کوم تصویر جوړ شي، هغه بیا تخیل دی. تصویر هم د خیال لا لارې جوړیږي. که په یوه شعر کې خیال نه وي، نو شعر نه شو.

زه چې مړ شم مړ به نه شم، خوبس خور به شم جهان کې
څه په ګل کې، څه په رنګ کې، څه په ریګ د بیابان کې
څه به خاورې، څه به شګې، څه به باد شم، څه به اور شم
څه به رنګ شم څه به خوند شم، څه به داشم څه به نور شم ( سیدشاه سعود)

احساس یا عاطفه: په شعر کې احساس یا عاطفه ضروري شرط دی. که شاعر درد، ارزو، اندیښنه، قهر او تاثر ونه لري، نو لوستونکی یا اوریدونکی له داسې شعر څخه خوند نه شي اخیستلا.( روهي).

لیف تولستوی وایي: د شعر اصلی وظیفه داده چې مقابل لوري ته احساس ور نقل کړي، لکه:

غوره بیلګه به یې لنډۍ وي چې ښځینه احساس په کې ښکاري.

مفکوره: ځینې وایې چې په شعر کې باید مفکوره وي او ځینې وایې چې نه ضروري نه ده چې هر شعر دي له ځانه سره مفکوره ولري. ځینې کره کتونکي د شعر یوازي پيغام په نظر کې نسی او هماغه تر اخره تشریح کوي.
اوس که یو څوک پر شعر کرکتنه کوي، همدا شیان به په نظر کې نیسې او که نور څه هم شته؟ نه، دا خو یې شعریت شو. تر دي هخوا باید

چې:

۱- فورم

کرکتونکی دي لومړی فورم ته وګوري چې په (غزل، دوییز یا مثنوي، روبعي، آزاد شعر…)، کوم یو کې ویل شوی. وروسته دي د فورم ځانګړتیاوي په نظر کې ونیسې، لکه: غزل. مخکې ویل کیده چې غزل باید پنځه یا اوه بیت وي، خو اوس یې کولی شو تر اتو هم اوږد کړو. مخکې به غزل کې یواځي عشقی موضوعات ول او د ښځو صفات به یې پکې ارخیستل او اوس هر بیت یې بیل بیل موضوعات بیانوي. غزل قافیوال فورم دی.

•    وبه ګورئ چې قافیی سره یوشی خو ندي، یعني تکراري خو ندي، لکه: هره مصره کې جار جار، دنیا دنیا ….

•    قافیه خو یې یوه له بله فرق نه لري. یوه یې (جار، قام).

لکه:                                چې بیانه توره پورته شي نه سر په وینو رنګ شي
                                      باداره دغه جنګ دې د وطن اخیري جنګ شي

اوس که د جنګ پرځای (ورک) راشي نو بیا وایو چې رنګ د ورک سره هم قافیه نه دی او د بیت اهنګ یې ورسره بي خونده کړی.

•    بل قافیوي  عیب دی یعني کله چې توري په حرکتونو کې فرق ولري. حرکتونه (زور، زیر او پيښ)، ته وایي. لکه:  زه پروت یم بې علاجه د درو مې وکړه غور

لمبې دي پرما بلې کړي چې تا کړ کمیس تور

غور، تور. په دې قافیو کې (و) یو حرکت نه لري. که څه هم د عادي لوستونکي ورته دومره پام نه وي، مګر کرکتونکی باید دي عیبونو ته متوجه اوسي.

•    کرکتونکی دي دا هم معلومه کړي چې: دا آزاد شعر دی، که سپن شعر، نیمه ازاد.

۲-  که وایو چې د فلاني په شاعر کې تصوف او عرفان، سمبول، اسطوره، ادبي صنعوته  ډیر لیدل کیږي، نو کرکتونکی مجبوره دی چې مثال یې راوړی، چې لوستونکي ته واضح شي چې ریښتیا هم حقیقت لري او کنه، لکه:

خوشحال: په هر څه کې ننداره دهغه مخ کړم
               چې له ډیرې پیدا یې نا پدید شوم

د ده نه معلومیږي چې که خوشحال د وحدة الوجود او یا وحدة الشهود طریقي پيرو نه و، خو شعرونه یې په تصوف او عرفان کې ویلي.

رحمان بابا
هسې نه چې واحدي یې دی له عجزه
په واحد وجود بسیار دی رب زما

دلته هم تصوف ګورو. د صدیق الله بدر په لاندې مصرو کې تلمیح وینو او موږ ته د بهرام کیسه راپه زړه کوي:

لا دې مجبوره شي غلام دې نه شي
پښتون، مغول دې شي، بهرام دې نه شي
کعبه د زړونو کې زموږه خدایه
په عشق چې پوه نه وي، امام دي نه شي…

 ۳-سبک:

ادب تیوري دا هم موږ ته خودلي چې وګورئ دا غزل چاته ډیر تمایل لري. موږ په غزل کې ډیر نوم د رحمان بابا، حمزه بابا او پسرلي صیب اخلو. اوس کرکتونکی کوښښ کوي چې کوم یو سره ډير نږدیوالی لري. دا شعر لرغوني دوري ته ورته دی او که منځنۍ.

عبدالرحمان او يو بل شاعر دى چې رحمان بابا ته د ډېرو پيرزوينو له لامله يې پر ځان ثاني رحمان نوم ايښى دى د رحمان بابا دا بيت :

د دلبرو صدقې لره يې غواړم
هسې نه چې په دنيا پسې زهير يم

همداسې کولی شو ووایو چې فلانۍ د فلانۍ د سبک پیرو دی او شعرونه یې ورسره یو شی ښکاري.

په شعر کې نوي نوي انځورونه، تشبه، استعاري، مجاز او داسې نور شیان چې هغه د شعر په شعریت کې ډیره برخه لري، کارولی وي، نو کرکتونکی باید داشیان پکې راښکاره کړي.

ژوند د هریو څیز نامه ده، که سا اخلي او کنه
که له لمر او له سپوږمۍ نه رڼا اخلي او کنه (سعود)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x