ورزش

د سپین غر زمریان د شپږیزې د سیالیو اتلان شول

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲۲مه ۱۳۹۴ل): نن د شپږیزې د سیالیو پایلوبه د سپین غر زمریان او د کابل بازانو تر منځ ترسره شوه. دغې لوبې کې د سپین غر زمریانو د کابل بازانو لوبډلې ته په پنځو ویکټو ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو اتلولي خپله کړه.

لوبه د هوا د خرابوالي له امله وځنډول شوه چې له همدې امله دغې لوبې کې د اورونو شمیر لس اورونه وټاکل شول. د لوبې پچه د سپین غر زمریانو وګټله او د توپ اچونې غوره پریکړه يي وکړه.

د کابل بازانو لوبډلې په ټاکلو شوو لسو اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د محمد شهزاد او نجیب ترکی غوره توپ وهنې په مرسته ۸۵ منډې جوړې کړې.

د کابل بازانو لپاره محمد شهزاد په ۲۴ توپونو د دوو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۳۶ او نجیب ترکی په ۱۹ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۲۴ منډې جوړې کړې.

د سپین غر لوبډلې لپاره ظاهر شهزاد او نواز احمد تر ټولو غوره توپ اچونه وکړه. ظاهر شهزاد خپل دوو اورونو کې ۱۱ منډو ورکولو سره دوه او نواز احمد هم خپل دوو اورونو کې ۱۷ منډو ورکولو سره دوه ویکټې ترلاسه کړې.

د سپین غر لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۹.۵ اورونو کې خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د سمیع افریدي او نواز احمد غوره توپ وهنې په مرسته پوره کړه.

سمیع افریدي په ۱۰ توپونو کې د دوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۲۴ منډې جوړې کړې. نواز احمد په ۱۳ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۲۱ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د کابل بازانو لوبډلې ته انعام الله خان او راشد خان دوه دوه ویکټې او کریم جنت یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x