ورزش

زیمبابووي لومړۍ شل اوریزه لوبه کې هم د بنګله دیش په وړاندې ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲۲مه ۱۳۹۴ل): نن د بنګله دیش او زیمبابووي تر منځ د دوو شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه ترسره شوه. دغې لوبې کې بنګله دیش د زیمبابووي لوبډلې ته په څلورو ویکټو ماتې ورکړه.

د بنګله دیش لوبډلې د لوبې پچه وګټله او د زیمبابووي لوبډلې ته يي د لومړۍ توپ وهنې بلنه ورکړه. د زیمبابووي لوبډلې توپ وهوونکي د بنګله دیش د لوبډلې په وړاندې پاتې راغلل.

د زیمبابووي لوبډلې په ۱۹.۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د والر غوره توپ وهنې په مرسته یوازې ۱۳۱ منډې جوړې کړې.

د زیمبابووي لوبډلې لپاره د توپ وهنې په برخه کې یوازې والر ښه وځلید. والر په ۴۲ توپونو کې د څلورو څلوریزو او شپږو شپږیزو په مرسته ۶۸ منډې جوړې کړې.

د بنګله دیش لوبډلې لپاره مرتضی، امین حسین، مستیفض الرحیم او جبیر حسین دوه دوه ویکټې او ناصر حسین او محمودالله یوه یوه ویکټه واخیسته.

د بنګله دیش لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۱۷.۴ اورونو کې شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره او سیالې لوبډلې ته يي په څلورو ویکټو ماتې ورکړه.

د بنګله دیش لوبډلې لپاره تمیم اقبال په ۲۸ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۳۱ منډو جوړولو سره ښه وځلید. محمودالله په ۲۱ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۲۲ منډې جوړې کړې.

د زیمبابووي لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې کیسورو او کریمر ښه وځلیدل. کیسورو خپل څلورو اورونو کې دوه او کریمر خپل څلورو اورونو کې درې ویکټې واخیستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x