
بنګله دیش کې دوه سره لروونکې ماشومه وزیږیده
نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲۲مه ۱۳۹۴ل): ځینې وختونه داسې نادرې پیښې رامنځ ته کیږي چې انسان د الله (جل جلاله) قدرتونو ته ګوته په غاښ کوي.
د بنګله دیش په برامان باریا ښار کې کوم چې د دغې هیواد له پلازمیني څخه ۱۲۰ کیلو مټره فاصله لري په یو روغتون کې دوه سره لروونکې ماشومه وزیږیده. د دغې نادرې پیښې د لیدلو لپاره د سیمې زرګونه خلک روغتون ته ورسیدل.
د دغې ماشومې د پیدا کیدو خبر په خلکو کې په ډیره چټکۍ سره خپره شوه او خلک د ماشومې لیدلو لپاره روغتون ته راغلل خو دغه ماشومه د تنفسي ستونزو له امله د دغې هیواد پلازمینې ته انتقاله شوه.
د روغتون مسؤلینو وویل چې که چیرې دغه ماشومه يي پلازمینې ته نه وه انتقال کړې نو د خلکو د ګڼې ګوڼې کنټرول د دوي له وس څخه وتلې خبره وه.
د ماشومې پلار جمال میا وویل چې په پیل کې د ماشومې له لیدلو سره يي ټکان وخوړ خو اوس شکر اوباسي چې مور او ماشوم په ښه روغتیايي حالت کې دي.
جمال میا وویل:« زما ماشومه دوه پوره سرونه لري، دوه خولې له لارې شیدې خوري او د دوو پوزو له لارې هوا تنفس کوي.»
له دوو سرونو سره د ماشوم زیږیدل یوه نادر پیښه ده او په هر ۱۰۰۰۰۰ زیږیدنو کې یو ځل پیښیږي. د دغو ماشومان ۶۰ سلنه یا مړ دنیا ته راځي او یا هم څو ورځې وروسته له پیدایښت څخه خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د ډاکټرانو په وینا د ماشوم حالت او د بدن نورو غړو ته کتلو سره د عملیات له لارې د سرونو جلا کولو هیڅ چانس شتون نه لري.