نظــر

طالبان به له پاریس څخه نړۍ ته خپله داعیه بیان کړي

دطالبانو اسلامي تحریک (دافغانستان اسلامي امارت ) دمعاصرې نړۍ یو له هغو تحریکونو څخه دی ، چې له مودو راهیسې دخپلو دښمنانو دعالمګیرې میډیادتبلیغاتو ښکار پاته شوي ، او نړیوالو جابرو دښمنانو یې ورته کله هم دافرصت نه دی ورکړی ، چې خپله پالیسي ، داعیه او اهداف په خپله نړۍ ته ابلاغ کړي .

اسلامي امارت دخپل حاکمیت په مهال هم په نړیواله کچه له پراخو سیاسي او مطبوعاتي خنډونو سره مخامخ وو ، داسلامي امارت نړیوال دښمنان چې هغه مهال یې لا دفرعونیت چینجی له مغزو نه وو وتلی ، دې ته حاضر نه وو ،

چې طالبان دیوه اسلامي ، افغاني او ولسي خوځښت او مستعد حرکت په توګه په رسمیت وپیژني ، له همدې امله خو یې له طالبانو سره په اساسي مسائلو دغږیدلو او داسلامي امارت په داعیه دسرخلاصولو ضرورت هم نه احساساوو ، داسلامي امارت پخواني چارواکي وایي ، چې هغه مهال به امریکایانو دمذاکراتو په مهال په پوره ناپوهۍ او غرور ورته کرښه تیره کړه ، چې موږ له تاسو سره په بله هیڅ موضوع نه غږیږو او نه مو هم خبرې ته غوږ نیسو ، زموږ یوازې اسامه بن لادن په کار دی چې باید بې چون او چرا یې راوسپارئ .

خو تجربې هم کمال کوي ، چې حتی د مستو لیونیانوعقلونه ځای ته راولي او هوښیاران ترې جوړوي ، تیریوولس کلونه چې امریکایان په کې له طالبانو سره په جګړه ښکیل وو ، دامریکایانو او نورو طالب دښمنه نړیوالو دتجربې لپاره خورا کافي موده وه ، چې په ترڅ کې یې دوی زده کړل ، چې اسلامي امارت هسې کوم موسمي او سطحي حرکت نه دی ، چې دبارودو په زور او فشارونو به دهستۍ له صفحې محوه شي ، بلکې دوی پوه شول چې دا خوځښت په خپل ملت او امت کې ژورې او نه غوڅیدونکي ریښي او دبقاء لپاره منطقي او فطري امکانات لري ، نو ځکه باید دزغملو وړ وبلل شي او د منطق لاره ورسره غوره شي .
له همدې امله خو هغه امریکا او متحدین یې چې یوه لسیزه وړاندې یې دطالبانو دفرد فرد په سر انعامونه مقررول ، او دافغانستان او سیمې غرونه ، دښتي ، کلي ، کورونه او حتی دکورونو صندوقونه یې پسې پلټل ، دې ته حاضر شول ، چې نور باید په خپله ناچله پالیسي له سره غور وکړي ، طالبانو دخپلې میړانې په مټ په خپلو نړیوالو دښمنانو دا ومنله چې باید دغه افغان ولسي حرکت دیوه حقیقت په توګه ومني ، له همدې ځایه اسلامي امارت په دې وتوانید، چې دپوځي بریاوو غوندې دسیاسي فتوحاتو په ترلاسه کولو هم وتوانیږي ، اسلامي امارت نه یوازې په قطر غوندې هیواد کې سیاسي موقعیت ترلاسه کړ، بلکه په جاپان کې یې په یوه نړیوال غونډه کې ، خپله داعیه ، اهداف ، پلانونه او اغراض هم په خپله ژبه دنړیوالو ترغوږونو ورسول ، چې دا په تیرو څو کلونو کې د دوی یوه مهمه سیاسي او تبلیغاتي لاسته راوړنه وه .
یوه وتلي نړیوال دیپلومات او سیاسي مبصر داسلامي امارت ددې سیاسي لاسته راوړنو په اړه وویل ( طالبان که له دې سیاسي فعالیت څخه بل هیڅ ترلاسه نه کړي یوازې داګټه یې هم کافي ده ، چې په خپل فعالیت سره یې دامریکایانو دلسوکلونو تبلیغات ټول دروغ ثابت کړل ) مثلا امریکا ویل طالبان له نړۍ او معاصر سیاست سره دچلند او مخامخ کیدو استعداد نلري ، طالبان یو منظم سیاسي خوځښت نه دی ، بلکې یوه ډار اچوونکي کوچنی ډله ده ، چې فکري بنسټ او سیاسي اډانه نه لري ، مګر اسلامي امارت چې په جاپان کې په لومړي ځل خپل ځان په خپله تعریف کړ ، دخپلو دښمنانو دلس کلنو تبلیغاتو ، تورونو او اعتراضونو په وړاندې یې خپله دفاعیه او ځواب په خپله ژبه نړۍ ته وړاندې کړ ، نو اوس که څوک هسې انساني شعور ولري هم ښایي طالبان یې پیژندلي وي او حقانیت یې په اثبات ورته رسیدلی وي .

وروستي راپورونه ښيي چې په پاریس کې اسلامي امارت ته یوځل بیا دجاپان غوندې فرصت په لاس ورځي ، هلته به طالبان دیوه مشهور تحقیقاتي مرکز لخوا په رابلل شوي کانفرانس کې له یومهم سټیج څخه نړۍ ته خپله اهداف بیان کړي ، په دې توګه شایدداسلامي امارت استازي وکړای شي ، چې په څو شیبو کې هغه ټولې پوښتنې ځواب کړي چې له تیرو لسوکلونو راهیسې دنړۍ په ګوټ ګوټ کې داسلامي امارت د دوستانو او دښمنانو په ذهنونو کې ګرځي راګرځي .

دپاریس دکانفرانس په اړه داسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغان اسلامي اژانس ته ویلي ( د پاريس کنفرانس د جاپان دکنفرانس په څېر د افغانستان په اړه يو څېړنيز کنفرانس دي، په دې کنفرانس کې اسلامي امارت ته هم بلنه ور کړل شوې ده او موږ يې بلنه منلې ، اسلامي امارت غواړي دپاريس په کنفرانس کې هم داسلامي امارت دريځ نړيوالوته واوروي ، او داسي پريکړه شوي چې زموږ دوه تنه استازې به دې کنفرانس ته واستول شي ، بايد روښانه کړو چې په دې کنفرانس کې له چاسره دمذاکراتو موضوع نه ده مطرح ، بلکې دا صرف يو تحقيقاتي کنفرانس ده نو داسلامي امارت نماينده ګان هلته يوازې او يوازې ددې لپاره ورځي چې نړيوالو ته خپل نظر په خپله او په مستقيمه توګه وړاندې کړي )

دپاریس معلوماتي کانفرانس دسټیج له لارې به داسلامي امارت نمایندګان وکړای شي ، یو ځل بیا له جهاد ، خپلواکۍ ، اسلامۍ نظام او افغاني سوکالۍ سره خپله وفاداري او نه ماتیدونکی تعهد دنړۍ په مخ کې اعلان کړي ، دافغانستان اسلامي امارت چې دخپل تاسیس له مهاله بیا تراوسه پورې په هرډول امتحاني حالاتو کې خپلو ټاکلو اصولو او مبادیو ته ژمن پاته شوی ، او د عدم تنزل ریکارډ لري ، ددې کانفرانس له لارې به یوځل بیا خپلو دوستانو او دښمنانو ته ووایي چې موږ دادی چې څنګه ځان بولو هماغسې یو ، اسلامي نظام او خپلواک افغانستان زموږ هغه اهداف دي چې کله به هم ورباندې سودا ونه کړو ، او نه به دهیڅ سیاسي یا فوځي فشار له امله له دې اهدافو تیریدلو ته غاړه کیږدو .

دطالبانو لخوا له خپلو اهدافو سره دنه ماتیدونکي تعهد یوځل بیا او برالا اعلان به بې له شکه له دې سره مرسته وکړي ، چې دطالبانو نړیوال دښمنان دخپل کبر له یابو څخه راکوز شي ، او دواقعیتونو د منلو ضرورت احساس کړي .

عبدالرؤف حکمت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x