ورزش

پاکستان د انګلینډ په وړاندې سخته ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲۲مه ۱۳۹۴ل): شیبه وړاندې د پاکستان او انګلینډ تر منځ د څلورو یوه ورځنیو دوهمه لوبه پای ته ورسیده. انګلینډ دغې لوبې کې د پاکستان لوبډلې ته په ۹۵ منډو سخته ماتې ورکړه.

د انګلینډ لوبډلې د لوبې پچه وګټله او د توپ وهنې غوره پریکړه يي وکړه. انګلینډ لوبډلې په ټاکلو شوو پنځوسو اورونو کې یوازې پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۸۳ منډې جوړې کړې.

د انګلینډ لوبډلې لپاره هیلز په ۱۱۷ توپونو د اوو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۱۰۹، رووټ په ۷۷ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۶۲ او رای په ۵۷ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۵۴ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

که څه هم د پاکستان لوبډلې توپ اچوونکو د زیاتو ویکټو په اخیستلو بریالي نه شول خو وهاب ریاض دریو ویکټو ترلاسه کولو سره ښه وځلید. نوموړی خپل لسو اورونو کې ۴۳ منډې ورکړې.

د پاکستان لوبډلې توپ وهوونکو له جدي مقاومت پرته خپلې ویکټې له لاسه ورکړې. پاکستان په ۴۵.۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۸۸ منډې جوړې کړې.

د پاکستان لوبډلې لپاره یوازې سرفراز احمد ښه وځلید او ښه توپ وهنه يي وکړه. سرفراز احمد په ۷۶ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۶۴ منډې جوړې کړې.

د انګلینډ لوبډلې لپاره ووکس څلور، ویلي درې او ټوپلي، راشد او معین علي یوه یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x