نړۍ

فرانسه: پلازمېنه پاریس تر بریدونو لاندې ده

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۳مه ۱۳۹۴ل): د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې په شپږو جلا بریدونو لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي او په هېواد کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د فوټبال هغه لوبغالي سره نېږدې د لږ تر لږو دوه چاودنو غږ اوریدل شوی چې د جرمني او فرانسې تر منځ په کې سیالي روانه وه او ولسمشر فرانسوا هولانډ ورته راغلی و.

فرانسوي رسنۍ وايي چې وسله‌والو په یوه کنسرت کې لسګونه کسان یرغمل کړي دي. د ټي ایف۱ تلویزون د راپور له مخې یواځې د فوټبال لوبغالي سره نېږدې په برید کې د دوه بریدګرو په شمول ۳۵ کسان وژل شوي دي .

د راپورونو له مخې تر بریدونو وروسته د فوټبال لوبغالي ته دننه چورلکې ورسېدلې او ولسمشر هولاند یې له هغه ځایه کورنیو چارو وزارت ته ولېږدولو. هولاند تر هغه وروسته په تلویزون راڅرګند شو او په فرانسه کې یې بېړنی حالت اعلان کړ. د فرانسې حکومت وايي چې دغه بیړني حالت مانا داده چې دولت کولای شي رسنۍ کنترول کړي او شخصي کورونو ته هر وخت داخل شي.

هغه همدا راز امر وکړ چې د فرانسې ټول سرحدونه دې وتړل شي.

تر دې دمه د بریدونو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخېستی، خو تر دې وړاندې د روان کال په جنورۍ میاشت کې د یوې ګستاخانه مجلې په دفتر د برید پړه القاعدې پر غاړه اخېستې وه.

د چارلي ابدو مجلې په دفتر برید کې د بریدګرو په شمول ۲۲ کسان وژل شوي وو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x