شعـــــرونه

بلواگر- لیکوال: منیراحمد نافذ

چې ماښام شي توره شپه شي

په فضا تیاره خوره شي

د پردیو بلواگرو

شراب خورو ځناورو

مست لښکر په خوځېدو شي

هر سړي باندې تورتم وي

چې سبا به بیا څه غم وي

چې سهار شي آوازه شي

په بر کلي کې چاپه وه

څو ځوانان يې شهيدان کړل

څو له ځان سره یې وړي

هر شپه همدا کيسه وي

په هر چا وېره خوره وي

چې سهار شي شپه سبا شي

بیا د چا به جنازه وي

کوم یو ځوان به بیا شهيد وي

کومه مور به وي بیا بوره

بیا د چا لالی به مړ وي

کومه خور به وي د ورور په غم رنځوره

پخوا بېله زمانه وه

نه به شور  و د مرمیو

نه باران و د گولیو

په آسمان کې به چوپتیا وه

په جهان کې امنیت و

بس! یو شور و د مرغیو

سیل به گرځېدو د زرکو، توتکیو

نه د چا په کور به غم و

نه به وير نه به ماتم و

خور نسيم به د سهار و

هر وگړی به خمار و

یو منگی یو به گودر و

مست چينار او مازديگر و

خو! اوس بېله زمانه ده

نوی شان نوې کيسه ده

نه مو خوب نه مو آرام شته

نه خوښي زما د قام شته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x