خبرونهنړۍ

سوریه: شیعه ملیشې د بشار الاسد مخالفین په ژوندوني سوځوي«ويډيو»

نن ټکی اسیا(شنبه، لړم۲۳ مه،۱۳۹۴ل): د عراق هغه ملیشې چې دایران په مالي مرسته په سوریه کې د بشار الاسد لپاره جنګیږي، یوه ویډیو پر انټرنیټ خپره کړې، په کوم کې چې دوی د بشار الاسد د رژيم وسله وال مخالفین په اور سوځوي.

دغه شیعه ملیشې چې حزب الله النجباء نومیږي، د سوریې د حلب په سیمه کې د بشار الاسد یو مخالف وسلوال ژوندی نیسي او بیا یې تر وهلو، ټکولو وروسته په ژوندوني اور ته اچوي.

په سوریه کې تر ۱۵۰۰ زیات ایراني عسکر او په زرګونو عراقي او لبناني شیعه ملیشې د بشار الاسد په حمایت د وسله والو مخالفینو په وړاندي جنګیږي.

که څه هم په سوریه کې د بشري حقوقو څخه سرغړونه د ورځي معمول ګرځېدلی، خو ژوندي انسانان په اور کې اچول او بیا د هغوی ویډیو پر انټرنیټ خپرول یو ځل بیا د داعش له لوري د یوه اردني پيلوټ د سوځول کیدو صحنه را تازه کړه، د کوم له وجي چې ټولي نړۍ تکان خوړلی و، او دداعش په خلاف یې غبرګونونه را پارولي وو.
.
په سوریه کې د رواني جګړې څارونکي د شیعه ملیشو او داعش ظلمونو تر منځ هیڅ توپیر نه ویني، دوی وايي کوم کارونه او ظلمونه چې داعش په سوریه کې د خپلو مخالفینو په وړاندي کوي، تر هغه بد شیعه ملیشې د بشار الاسد د مخالفینو او سني ولسونو سره کوي..

حزب الله النجباء ډله شیعه ملیشې د عراق څخه راغلي، د احمد کعبي په نامه یو تن یې مشرتوب کوي، نوموړي ته تیره میاشت یې په ایران کې د آیت الله کعبي په نامه د رهبري شوری غړي له خوا نغدي جايزه او ستاينليک ورکړل شو..
آیت الله کعبي د ایران د لوی دیني مشر علي خامنه اي نږدې کس بلل کیږي..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x