
شعـــــرونه
غزل – سعادت کلیوال
سعادت کلیوال
مرګ به دې ګیر کړي که څو وکړې له اجله منډه
ناځوانه هسې دې اختیار کړه له مورچله منډه
د بدو لارو لارویه انتهاء ته ځیر شه
دنیا فاني ده کړه مختاره نیک عمله منډه
دنیا فاني ده کړه مختاره نیک عمله منډه
ځوانانو پریښوده دنیا د خپلواکۍ غزا ته
عاشقان هم توره په لاس کړي له اوربله منډه
عاشقان هم توره په لاس کړي له اوربله منډه
عبرت يې وانخیست له درسه د عمر یاغي شو
د وخت منصوره کړه وریاده هغه بله منډه
د وخت منصوره کړه وریاده هغه بله منډه
دلته تیارې دي حاکمانې د تورتم بهیر دی
دلته له ویرې د زاغانو کړي بلبله منډه
دلته له ویرې د زاغانو کړي بلبله منډه
د سعادت ژوندون تیریږی له یو داسې ناورین
کله له ښاره کړي او کله له ځنګله منډه
کله له ښاره کړي او کله له ځنګله منډه