fbpx

د پاريس بريدونو کې د مړو شمېر له ۱۵۰ واوښت، حکومت بېړنی حالت اعلان کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۳مه ۱۳۹۴ل): د فرانسې پلازمېنې پاريس کې د ګڼو هم مهاله بريدونو له امله د وژل شوو کسانو شمېر له ۱۵۰ تنو واوښت، حکومت په دغه هېواد کې بېړنی حالت کړ او ټول سرحدونه يې وتړل.

د فرانسې خبري اژانس فرانس پريس په خپل راپور کې وايي، چې د ناڅرګندو وسله والو په بريدونو کې په يو تياتر کې لږ تر لږه سل تنه وژل شوي او عين وخت کې پلازمېنه پاريس کې د يو بل بريد له امله پنځوس تنه وژل شوي او لسګونو نور ټپيان دي.

له پېښې سمدستي وروسته د فرانسې ولسمشر فرانسو هولاندو په ټول هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی او امنيتي ځواکونو ته يې امر کړی، چې د هېواد ټول سرحدونه وتړي.

د چارواکو په وينا وسله والو په اوو بېلابېلو ځايونو کې ګڼ فرانسويان وژلي او په يوه تياترخونه کې يې د يو کنسرټ پر مهال سلګونو کسان يرغمل کړي و، يرغمل شوو، د خپلو ټويټر پيغامونو له لارې چارواکو ته خبر ورکړ، چې کنسرټ ته بريدګر ننوتي او د ناستو خلکو پر وژلو يې پيل کړی دی.

د چارواکو په وينا په دغو بريدونو کې له ۱۵۰ زيات کسان وژل شوي او لسګونو نور ټپيان دي.

د یو بل خبر له مخې د پاريس ستېډيوم کې د فوټبال سيالۍ ته د فرانسې ولسمشر هولاندو هم ناست و، چې د سټېډيوم مخې ته درې چاودنې وشوې، مګر امنيتي ځواکونو ولسمشر د پېښې له ځايه په خوندي توګه وېستلی دی.
خبريالان وايي، چې دوی ګڼ مړي پر سړکونو پراته ليدلي دي.
فرانسوي رسنۍ د چارواکو له قوله وايي، چې پلازمېنې ته يې ۱۵۰۰ اضافي امنيتي ځواکونه راغوښتي او خلکو ته يې امر کړی، چې په خپلو کورونو کې و اوسي.

د يادونې وړ ده، چې دا بريدونه د اونۍ په وروستۍ ورځ په داسې وخت کې شوي، چې عموما خلک له رسمي چارو په رخصت وي، تياتر، کنسرټ او کلبونو ته ځي.

د چارواکو په وينا دغه تياترخونه کې له ۱۵۰۰ زيات کسان ځاييږي او د فرانسې تر ټولو ستره تياتر خونه بلل کيږي.

تر دې دمه د بریدونو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخېستی، خو تر دې وړاندې د روان کال په جنورۍ میاشت کې د یوې ګستاخانه مجلې په دفتر د برید پړه القاعدې پر غاړه اخېستې وه.

د چارلي ابدو مجلې په دفتر برید کې د بریدګرو په شمول ۲۲ کسان وژل شوي وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د