نړۍ

اسرائيل د ځينو فلسطينيانو کورونه نړوي

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۳مه ۱۳۹۴ل): د اسرائيلو يوې محکمې په فلسطين کې په اسرائيلي عسکرو د بريدونو په تور د ۵ تنو شکمنو فلسطينانو د کورونو د نړولو پرېکړه کړې ده.

د اسرائيلو يوې محکمې  ويلي چې ددوی له جملې څخه د درې شکمنو کسانو کورونه د نابلس په ښار کې دي او نور دوه کورونه د رام الله او قلنديه په ښارونو کې دي چې بايد له منځه يووړل شي.

محکمې ددې شکمنو کسانو په اړه کوم ثبوتونه وړاندې نه کړل خو ويې ويل چې دوی شک لري او کيدای شي چې دغه کسان به په اسرائيلي عسکرو په بريدونو کې لاس لري.

د اسرائيلو محکمې د تېرې ميلادي مياشتې په ۲۲ نېټه هم د ځينو فلسطينانو د کورونو د نړولو پرېکړه کړې وه خو د نامعلوم لامل له وجې ځنډول شوې وه.

په تېره پرېکړه کې هم د دغو پنځو کورونو  د نړولو يادونه شوې وه.

د اسرائيلو په دې پرېکړې د بشري حقوقو ټولنو غبرګون ښودلی او دا يې يو غير مناسب عمل بللی او ويلي يې دي چې له دې سره به په سيمه کې نور مشکلات هم رامنځته شي.

خو د اسراييلو وزير اعظم بنيامين نتن ياهو د کورونو د نړولو نوې پريکړه د بې ګناه فلسطينانو په وړاندې يوه اغېز منه وسله بللې ده.

بايد وويل شي چې اسراييلي عسکرو له دې وړاندې هم ډېر ځله د فلسطيني مسلمانانو په کورونو بريدونه کړي او د فلسطينانو کورونه يې نړولي او د ښځو، ماشومانو او سپين ږيرو په ګډون يې ګڼ شمېر فلسطينيان وژلي دي.

د سيمې څاروونکي وايي که چېرته د نړۍ بشري سازمانونه او د اسلامي هېوادونو مشران د اسرائيلو ددغه نوي پلان مخه ونه نيسي نو اندېښنه ده چې په راتلونکي کې د فلسطينيانو لوی لوی کلي د اسرائيلي عسکرو د بريدونو هدف وګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x