نظــر

امریکایي امر بالمعروف او د میدان ښار زړه بوږنوونکی وضعیت؟

آمریکایی وحشت

د سولې لپاره ملي او نړیوالې هڅې روانې دي او په دولت کې له ټیټ رتبه مأمور څخه نیولې تر ولسمشر پورې ټول همدا کوښښ کوي څو افغانستان ته سوله راشي او خلک یې نور د تپل شوي جنګ له منګولو څخه خلاص شي. په ملي سطحه هم د ټولو وطنوالو همدا امید او اسره ده چې دا وطن نور جنګ جګړو ته اړتیا نه بلکه یو آرام محیط ته اړتیا لري څو هر راز اقتصادي، سیاسي، نظامي او حقوقي پرمختیا وکړي او د نړۍ له ملتونو سره اوږه په اوږه ودریږي او یو رښتینی سیال یې وګرځي. خو ددغې سولې په مخ کې څوک خنډ دي؟ او څوک نه غواړي سوله رامنځته شي؟ د سولې دینامیکونه څوک له منځه وړي، او موجوده میکانیزمونه او لاسته راوړنې د چا له لوري په اوبو لاهو کیږي؟

میدان ښار چې د وردګو ولایت مرکز دی له څه مودې راپدیخوا د امریکایي ځانګړو ځواکونو، بلک واټر او نورو قراردادي قاتلانو ښایي د (ډینجر روم) کوم ټولی هم پکې وي ښه په زړه پورې ښکار ځای ګرځیدلی دی، دوی چې هر سهار له ولایت څخه د کلو خوا ته ښکته کیږي نو په کلو کې ویر ګډ وي، ځوانان د غرو خوا ته او یا یوې بلې نسبتاً خوندي سیمې ته ځان رسوي څو ددوی له سپیو څخه ځآنونه وژغوري. زاړه، سپین ږیري، تورسرې، ماشومان چې د تښتیدلو وس نلري په کورونو کې ددوی رحم او کرم ته پاتې وي. کله چې کلو ته ښکته شي ځوانان تښتیدلي وي خو بوډاګان په همدې یخ کې په ونو پورې له سهاره تر ماښامه تړلي پریږدي او دوی ورڅخه ځي او ورته وایي که مو شور خوړلی وو نو مرګ مو خپل له لاسه!!

د میدان ښار په سیاه پیتو (سپیتاو) سیمه کې یې تیره اونۍ همداسې وکړل، ځوانان چې څوک تښتیدلای شول هغوی وتښتیدل او چې څوک یې ګیر کړل هغه یې له ځانه سره یووړل او سپین ږیري یې له سهاره تر ماښامه د توت پر ونو پورې کلک تړلي ول او همداسې اخطار یې ورکړی وو چې که چیرې چا د ځان خلاصولو کوښښ وکړ نو وبه ویشتل شي. د یکشنبې په ورځ د ده افغانانو په په بازار کې یې چې څومره ملکي خلک، ځوانان، سپین ږیري او ماشومان له وسه کیدل ګیر کړي دي او په سیند کې یې تر مازدیګر پورې په یخو اوبو کې درولي ول خو هیڅ چا دا نشوای ورته ویلای چې آخر په کومه ګناه او جرم؟؟؟

د زیولاتو سیمې د معارف مدیر یې لس ورځې له ځآنه سره بندي کړی وو او آخر یې هم په دې وجه خوشې کړ چې نور به له ترورستانو سره کومک نه کوې! حال دا چې نه کوم ثبوت او نه کوم لاسوند… د اختر په ورځ د زیولاتو په بازار کې یې یو ځوان هلک چې له کابل څخه راغلی او د کور خوا ته روان وو، له موټر څخه ښکته کړ، اول یې په لغتو او سوکانو وواهه او بیا یې په سپیانو وداړه او شهید یې کړ !! دومره څوک نشته چې له دوی څخه پوشتنه وکړي چې دا مظالم مو تر کومه او ولې؟؟؟

د ابراهیم خیلو په کلي کې یې یو ډرایور چې د کابل میدان ښار په لاره سواري پورته کوي او خپله غریبي کوي بغیر له کومې خبرې او بغیر له کوم ثبوت څخه، تیره اونۍ نیولی وو او دومره یې وهلی وو چې خوله کې یې ورته یو غاښ نه وو پریښی، لاس او ملا یې پرې ماته کړې وه او بیا یې په یخو اوبو کې اچولی وو او دوی ورڅخه تللي وو.

د نایبانو په کلي کې یې یو ځوان هلک له موټرسایکل څخه کوزکړی ټلیفون یې پرې لټولی وو چې په ټلیفون کې یې څو نعتونه ثبت ول، بس په همدغه خبره یې د نرخ ولسوالۍ ته چې ددوی بیس هم همالته دی، وړی وو او یوه شپه ورځ یې له یوې پښې څخه ځړولی وو او دومره یې وهلی وو چې تر اوسه پورې په کور کې پروت دی او د ګرځیدو وړ ندی.

زما کاکا چې د سرطان تکلیف هم لري او عمر یې د ۷۵ او اتیا کالو په منځ کې دی له کوره ایستلی او د کلي په منځ کې یې وهلی وو او ورته یې ویلي وو چې ته ولې طالبانو ته په خپل کور کې ځای ورکوې، حال دا چې په سیمه کې بیخي طالب شتون نلري او کلیوالو ته هم معلومه ده چې دده سړي له طالبانو او نورو خلکو سره بیخي راشه درشه نشته!

د زیبوداغ په سیمه کې یې یو ځوان ګیر کړی وو چې کوښښ یې کاوه له دوی څخه وتښتي او ځان کوم امن او خوندي ځای ته ورسوي، له هغه یې کمیس او پرتوګ ایستلی وو او همداسې بربنډ یې د کلي په منځ کې له ځانه سره ګرځاوه!! خو نه امنیتي ځواکونو او نه هم د ولایت مقام کې دومره وس وو چې لاس یې له دې چنګیزیو ونیسي او پوښتنه ورځنې وکړي…!

ددې ټولو جالبه خو داده چې دوی خپله لویې لویې ږیرې پرې ایښې دي، پاج لونګۍ یې پر سر، او زموږ د کندهاري هیوادوالو په څیر جامې پر تن پر موټرسایکلونو باندې ګرځي او د طالبانو ترانې یې د موټر سایکل له ام پي تري MP3 څخه ښه په زوره نیولې او د کلو منځ کې ګرځي، ته وا چې د طالبانو کوم ټولی راغی خو هغه به شرمښان وي. یو بل هلک یې د زیولاتو په سیمه کې نیولی، تلیفون یې کتلی وو چې نه پکې ترانه شته، نه نعت او نه هم کومه سندره، خو وهلی یې په دې دلیل وو چې تا ولې په تلیفون کې ترانې ندي اچولي او دا ږیره دې ولې خرییلې ده !!!؟؟؟ امریکایي امر بالمعروف !!

همدا ډول نور ډیر داسې مظالم یې ترسره کړیدي چې په اوریدو یې د سړي غوني زیږه شي… یو کس یې چې بندي کړی وو او کابو لس ورځې ورسره په بند کې وو، د هغه له قوله چې ویل یې: په کومه غرفه کې یې چې موږ اچولي د هغې په څنګ کې له غرفې څخه د سوکانو، لغتو او د زګیرویو غږونه راتلل او چیغې یې وهلې چې خدایه مړ یې کړم !! ددې په بدرګه به د امریکایانو چیغې او خنداګانې هم راتللې… همدا بندي کس یې په سوکانو واهه چې د شهادت لوړ مقام ته ورسیده او بیا وای چې د امریکانو غږ مې تر غوږونو شو چې ویل یې Motherfucker died !!

د افغان دولت په رأس کې چې څوک دي هغوی ته دا وایم: که چیرې غواړۍ چې وطن کې سوله او آرامي رامنځته شي او د سولې رښتینی مفهوم خلکو ته وړاندې کړۍ او په رښتیني ډول سوله د خلکو کورونو ته راولۍ نو ددې لیوانو یو څه چاره وکړۍ، هسې نه چې دا اولس یو ځل بیا هغه ګرداب ته وغورځي چې لا تراوسه نیم ژواندی پر څنډه ولاړ دی!! کنه لرې نده چې اولس پورته شي او ددې لیوانو چاره پخپله وکړي ځکه له دوی سره هم تجربه شته او هم … او غرونه او درې خو هسې نه هم ښې ډیرې دي!!

عبدالمنعم ابراهیم خیل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x