افغانستان

يوناما په شبرغان کې خپل ولايتي دفتر وتاړه

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ادارې «يوناما» په جوزجان ولايت کې خپل ولايتي دفتر وتاړه.

يوناما په شبرغان ولايت کې له تېرو څلورو کالونو راهيسې د افغانستان د نورو ولايتونو په څېر فعاليت درلود چې پرون يې وتاړه او د دفتر ټول توکي يې د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف کې د يوناما بل دفتر ته ولېږدول.

همدغه راز په شبرغان کې د یوناما د دفتر د ټولو داخلي او خارجي کارکوونکو کورونه هم له شبرغان ولايت څخه مزار شریف ته وړل شوي دي.

که څه هم د جوزجان ولايت وياند محمد رضا غفوري رسنيو ته ويلي چې د یوناما دفتر د بوديجې د کمبوت له امله په شبرغان کې تړل شوی خو د حالاتو څاروونکي وايي چې په شبرغان کې د يوناما دفتر ښايي په دغو ولايتونو کې د وروستيو نا امنو له امله وي.

په ورته وخت کې د مدني ټولنو فعالانو ويلي چې دولت او امنيتي ځواکونه د بهرنيو موسسو او دفترونو د امنيت په ساتلو کې پاتې راغلي چې په شبرغان کې د يوناما د ولايتي دفتر تړل کېدل يې ژوندۍ بېلګه ده.

په جوزجان ولايت کې د مدني ټولنې فعال عبدالقادر فولاد په جوزجان ولايت کې د یوناما د ولايتي دفتر د تړل کېدو د غندنې تر څنګ وويل چې يوناما بايد د امنيتي ځواکونو په مرسته په جوزجان ولايت کې خپل دفتر بېرته پرانيزي.

فولاد وويل چې د يوناما د دفتر له تړل کېدو وروسته به د جوزجان ولايت د خلکو ستونزې نورې هم زياتې شي .

نوموړي وويل چې مونږ په هېڅ ډول په شبرغان کې د يوناما د دفتر له بندولو سره موافق نه يو.

د يادونې وړ ده چې نږدې يوه مياشت وړاندې يوناما په افغانستان کې د ۱۳ ولايتي دفترونو له جملې څخه د افغانستان د شمالي ولايتونو بدخشان، فارياب، او ميمنه کې خپل دفترونه د امنیتي دلایلو له امله تړلي وو.

يوناما د روان کال د سپتمبر د مياشتې په يوه راپور کې هم د افغانستان له نيمايي څخه زياتې سيمې تر امنيتي ننګونو لاندې بللې وې.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو اداره «يوناما» په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پريکړې له مخې په ۲۰۰۲ کې په فعاليت پيل وکړ.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا ويلي چې يوناما به د افغانستان په بېلابېلو ادارو او ټولنو کې د ستونزو د حل له پاره کار کوي.

که څه هم د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په افغانستان کې د يوناما د ماموريت نېټه د ۲۰۴۱ تر کاله ټاکلې وه خو په افغانستان کې د نا امنيو د زياتوالي له امله يې په ۲۰۱۲ زيږديز کال کې د يوناما ماموريت تر ۲۰۱۶ زيږديز کال پورې تمديد کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x