
غزنی: اندړو کې اربکيان د پیسو لپاره سړي تښتوي
نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): د غزني امنيتي مسوولین وايي چې د دې ولایت په اندړو ولسوالۍ کې مېشت اربکيان د پیسو لپاره سړي تښتوي او د لويو لارو مسافر لوټي.
د غزني امنیه قومندان پخپلو خپرو کړيو معلوماتو کې ويلي چې دوی تېره ورځ دویم کس هم د اندړو له اربکیان را خوشي کړ.
په اندړو کې د اربکيانو دوه قومندانان چې امنیه قومندان يې « تش په نوم پاڅونکوونکي » بولي، نورمحمد او رحمت ياد شوي دي، چې کسان يې خلک تښتوي او لويې لارې لوټي.
د غزني ولایت امنیه قومندان امین الله امرخېل د اندړو اربکيان « غیر مسوول وسله وال » بولي او وايي چې ډېر ژر به د دوی پر ضد عملیات ترسره کړي.
که څه هم تردې وړاندې هم ګڼو ولسي وګړو د اربکیانو له اخلاقي کمزوریو، لوټ، چور او تالان څخه شکایتونه کړي دي خو دا لومړی ځل دی چې د غزني امنیتي مسوولین د اربکيانو پر وحشتونو اعتراف کوي.
تر اوسه نه ده روښانه چې حکومت به کله د اندړو د اربکيانو د ورته تېريو مخه ونیسي، خو امنیه قومندان په خپل پیغام کې د تلیفون شمېره هم پرېيښې او ويلي يې دي چې د داسې کسانو د وحشت په اړه دې له دوی سره نېغه اړیکه ونیول شي.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې که څه هم امنيتي مسوولین ناوخته د دوی غږ اوري خو بیا به يې هم پر دوی لوی احسان وي.
د اندړو یو قومي مخور د نوم نه ښودو په شرط وايي چې د اربکیانو پخوانی مشر او د اندړو امنیه قومندان انجینر لطف الله کامران له اندړو تښتيدلی او پلازمېنه کابل کې اوسي، د ده په وينا که د محاکمې او عملیاتو خبره وي باید د اربکیانو ټول تښتېدلي قومندانان هم د محاکمې مېز ته راکش کړي.