روغتیا

په ځوانانو کې د سرطان مهمې نښې؛ دغه مرحله کې ژوند ژغورل کیدی شي

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۳مه ۱۳۹۴ل): د ټین ایج د سرطان مرکز د یوې څیړنې پر بنسټ د سرطان د هر درییم ناروغ درملنه د نوموړی د روغتیا له پوره خرابوالی څخه وروسته پیل کیږي.

په ځوانانو کې د سرطان تشخیص یو ډیر ستونزمن کار دی. هر کال ۲۵۰۰ هغه کسان چې له ۱۳ څخه ۲۴ کالو پورې عمر لري کې د سرطان ناروغي تشخیص کیږي.

د سرطان دغه مرکز په ځوانانو کې د سرطان د ناروغۍ پنځه نښې بیانې کړي چې په مرسته يي په ځوانانو کې د سرطان د ناروغۍ تشخیص کیدی شي.

دغه نښې عامې ناروغۍ هم ګڼل کیږي او خلک ورته ځانګړی پاملرنه نه کوي خو د دغو نښو په اړه معلومات لرل به ډیر زیات ګټور وي او شاید د ژوند ژغورلو لامل شي.

ځینې مهمې نښې:

۱. هر وخت د تکلیف احساس
۲. پړسوب، زخم یا اپوفېسېس (Apophasis) کیدل
۳. ناببره ډیر زیات وزن له لاسه ورکول
۴. تل د ډیر زیات ستړیا احساس کول

د دغې ادارې په وینا که چیرې کوم کس کې دغه نښې شتون لري او نه ښه کیږي باید له ځنډ پرته مختصص ډاکټر ته مراجعه وکړي.

د سرطان د څیړنې نشنل نومې انسټیټیوټ ډاکټر انجل اډګر وویل چې په ځوانانو کې نسبت ماشومانو او زیات عمر لروونکو ته سرطان له ځنډ وروسته تشخیص کیږي چې له همدې امله په ځوانانو کې د سرطان د ناروغۍ له امله د مړینې کچه لوړه ده.

د ډاکټرانو په وینا که چیرې سرطان له ډیر خپریدو او ناروغ له اندازې زیات کمزوره کولو څخه وړاندې تشخیص شي نو درملنه يي ممکنه ده او د انسان ژوند ژغورل کیدی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x