افغانستان

اسد الله خالد د کوما له حالته وتلی او امریکا ته به ولیږدول شي

اسد الله خالد

په کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې د ملي امنیت د ټپي رئیس ډاکټرانو غوښتنه کړې چې نوموړی باید د درملنې لپاره امریکا ته ولیږدول شي.

ایمل فیضي چې د حامد کرزي ویاند دی ویلي، چې د اسد الله خالد روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی خو رئیس جمهور حامد کرزی په دې غور کوي چې امریکا ته ئې د درملنې لپاره ولیږدوي.

اسد الله خالد تیره اونۍ په خپل میلمستون کې د یو سرښندونکي برید په پایله کې سخت ټپي شو.

د حامد کرزي ویاند پرون وویل چې  د بګرام په نظامي اډه کې د ایساف ډاکټرانو ترې غوښتنه کړې چې باید اسد الله خالد د درملنې لپاره له هیواده بهر ولیږدول شي. له دې وړاندې حامد کرزي هم ویلي وه چې که د ملي امنیت د ټپي رئیس درملنه په افغانستان کې نه کیده نو کوم بهرني هیواد ته به ئې ولیږي.

په اسد الله خالد د برید مسئولیت طالبانو په غاړه اخیستی وه او ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي وه چې دغه برید د حافظ محمد په نامه یو سرښندونکي د باروتي واسکټ په توسط تر سره کړ. د ښاغلي مجاهد په وینا اسد الله خالد مرګونی ټپي شوی او د پیښې له ځای څخه د کوما په حالت کې انتقال شو.

خو اوس د فرانسې خبري اژانس ته یو افغان چارواکي ویلي چې نوموړی د کوما له حالت څخه وتلی، او کولی شي خلک وپیژني، خو خبرې نه شي کولی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا هم ویلي وه چې سرښندونکی برید په داسې مهال کې ترسره شو چې اسد الله خالد د ملی امنیت د لوړپوړو مشرانو سره په غونډه بوخت وه.

که همداسې وي نو د خالد سربیره د ګڼو نورو مهمو کسانو د مرګ ژوبلې احتمال هم شته.

که څه هم چارواکي د اسد الله خالد د ټپونو او روغتیايي وضعیت په اړه د زیات وضاحت څخه ډډه کوي، خو د هغو معلوماتو له مخې چې نن ټکی آسیا له موثقو سرچینو څخه تر لاسه کړي د ملي امنیت په رئیس باندې د خپل باوري ملګري له خوا سرښندونکی برید وشو او په نتیجه کې ئې د نوموړي یو لاس او یوه پښه قطع شوي او د بدن تناسلي برخې ئې سخت ټپونه خوړلي دي.

تیره میاشت د کابل په پلچرخي زندان کې ۶ تنه طالب بندیان په دې موخه اعدام شول چې ښايي په دې اقدام سره د سرښندونکو بریدکوونکو په زړونو کې ډار پیدا شي او په آینده کې د سرښندونکو بریدونو مخه ونیول شي.

خو د پلچرخي د اعدامونو سره نه یوازې دا چې په سرښندونکو بریدونو کې کمښت رانغی، د کابل حکومت د تر ټولو مهمې امنیتی ادارې مشر په خپل شخصي میلمستون کې د سرښندونکي برید ښکار شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x