افغانستان

د هلمند والي د ۶۵ تنو عسکرو د تسليمۍ پخلی وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): وسله والو طالبانو پرون – جمعه – پخپله رسمي برېښناپاڼه کې د هلمند په سنګين کې د پنځو قومندانانو په ګډون د د اردو د ۶۵ عسکرو د ژوندي نیولو خبر ورکړ.

د هلمند ځايي چارواکو نن ومنله چې په سنګين ولسوالۍ کې د ملي اردو ۶۵ تنه عسکر له خپلو مهماتو سره وسله والو طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د هلمند والي میرزاخان رحیمي نن له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې په سنګین ولسوالۍ کې د سټېشن په نوم د پوځي مرکز ۶۵ عسکر له له طالبانو سره یو ځای شوي دي.

میرزاخان رحيمي وايي چې دوی ته تر اوسه نه ده معلومه چې ځواکونو يې ولې وسلې پر ځمکه ايښې او د مخالفینو هرکلی يې کړی دی، خو په وينا يې په اړه يې پلټنې روانې دي.

د هلمند په ګڼو سیمو کې لا هم جګړې زور اخیستی، چې د امنیتي ځواکونو ناسم اکمال پر دولت بې باوري لا غښتلې کړې ده، چې په پایله کې یې تر جګړې تسلیمي ته برتري ورکوي.

د پوځي شنونکو په باور د امنیتي ځواکونو تر منځ نه همغږي او په سیاسي برخه کې د دولت کړنې هغه څه دي چې پوځي جنګيالي د څو اشخاصو د شخصي ګټو لپاره خپل ځانونه قرباني ګڼي ځکه خو هڅه کوي چې ډلې – ډلې له جګړې لاس واخلي او د وسله والو طالبانو له صفونو سره يو ځای شي.

وسله والو طالبانو له دې پېښې وروسته پرون ناوخته دا هم وويل چې د دې ولسوالۍ د عیدګاه او زړې شفاخانې سره د دوو پوستو عسکرو هم خپلې پوستې پرېيښي او په تېښته بريالي شوي دي، خو د هلمند امنیتي مسوولینو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x