سیدنا صدیق اکبر رضی الله عنهُ ښځې او اولادونه

احمد الله عاطفي

سیدنا صدیق اکبر رضی الله عنهُ دژوند په بیلا بیلو وختونو کې څلور ودونه (له هر یو قتیله بنت عبد العزی، زینب( اُم رومان) ، اسما بنت عمیس،حبیبه بنت خارجه بن زید بن ابې زهیر خزرجی ) کړي، چې دوه يې له اسلام نه وړاندي او دويې له اسلام راوړلو نه وروسته او له دی میرمنو څخه يې شپږ او لادونه درلودل چې دری نارینه او درې ښځینه ول، زامن ېئ عبد الله ، عبد الرحمن او محمد رضی اللهُ عنهم نومیدل او او لور ګانی اسما ،عایشه اوعایشه اُم کلثوم رضی الله تعالی عنهم نومیدل.

سیدنا حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنهُ له اسلام نه مخکې دسعد لور قتیله سره واده کړی و، له قتیله څخه يې دوه اولادونه پیداشوي وو(حضرت عبدالله او حضرت بي بي اسما رضی الله عنهما).

حضرت عبد الله او بي بي اسما رضی الله عنهما دواړو په مکه کې داسلام په مبارک دین مشرف شوي وو، دوی دواړه درسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کې هغه وخت دقربانی ډګر ته ودانګل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دهجرت په نیت له کوره ووت، ابوجهل او دمکې مشرکینوڅوتنه درسول الله صلی الله علیه وسلم به لټون پسی دحضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنهُ تر کوره ورسیدل ،چې دکور دړی سره ورته بي بي اسما مبارکه مخ شوه ، ابوجهل له بي بي اسما د رسول الله صلی الله علیه وسلم او ابو بکر صدیق رضی الله عنهُ په بابله پوښتنه وکړه ؟ دی مبارکې وویل زه خبر ه نه یم ! ابو جهل په بي رحمی سره دبي بي اسما رضی الله عنها مبارک مخ په داسی کلکې سپیړی وواهه چې غوږ والی يې له غوږه والوته او بد رد یې ورته هم وویل!

مشرکینو چې درسول الله صلی الله علیه وسلم ددرک معلومولو په اړوند څومره فشار راوړتر هغی دابو بکر صدیق رضی الله عنهُ دمبارکې کورنی غړو حوصلی لوړی او په ورته اجراتو کې له حکمت او تدبره کار واخست ،چې مشرکینو ته په دی اړوند هیڅ به لاس وره نغلل.

قتيله:

قتیله بنت عبد العزى بن سعد بن نصر بن مالك بن حسل بن عامر بن لؤي، القرشي العامري.

سیدنا حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنهُ له اسلام نه وړاندی د قتیله بنت عبدالعزی سره واده کړی و، دامیرمن په شرکی عقیدی او شرکي عنعنو کلکه ولاړه وه، په همدی اساس ابوبکر صدیق رضی اللهُ عنهُ ورته طلاق ورکړ.

قتیله ، دقریشو دعامر قبیلی سره تړاو درلود او دکورنی په لحاظ دقریشو مخوره کورني ګڼل کیده.

له قتیلی څخه دسیدنا حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنهُ دوه اولادونه پیدا شوی ،هر یو بي بي اسما او حضرت عبدالله،رضی الله عنهما، دواړه په مکه کي په اسلام مشرف شوي.

که څه هم یو روایت دی چې په اخر عمر کې قتیله مسلمانه شوه ،خو دهغه پوښتنی ،چې قتیله کله مدینی ته راغله او بي بي اسما رضی الله عنها درسو ل الله صلی الله علیه وسلم، خدمت کې حاضره شوه ،پوښتنه يې وکړه: زما مشرکه مور راغلی کولای شم ورسره مرسته او ښه راغلاست ورته ووایم؟

له دی پوښتنی جوتیږی چې قتیله مسلمانه شوي نه وه، که په اسلام مشرف شوی وه بي بي اسما دهغه په هکله پوښتنه نه کوله . والله اعلم

نور بیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د