دیني، سیرت او تاریخ

خپل ژوندبايدڅنگه تېرکړو؟

لار

بسم الله الرحمان الرحيم

نحمده ونصلی علی رسوله الکريم أما بعد:

له الله جل جلاله څخه وېره دادآخرت لپاره توښه هم ده اوپه دې کي دانسان سعادت اونېکمرغي هم نغښتې ده.

الله جل جلاله په خپل مقدس کتاب کي فرمايلي دي: (وَاتَّقُواْ يَوْمًا تُرْجَعُونَ فِيهِ إِلَى اللَّهِ ثُمَّ تُوَفَّى كُلُّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ) البقرة:۲۸۱)

ژباړه:له هغي ورځي ووېرېږئ چي په هغه کي به الله تعالی ورگرزول کېږئ!بيابه هرنفس ته پوره بدله دهغه څه ورکول کېږي چي ده کړي وي اوپردوی به ظلم نه کېږي)

يعني که غواړئ چي دقيامت په ورځ راسره آسانه معامله وشي نوپه دُنياکي احتياط وکړه اوتقوی په ځان کي راوله!

په دې مبارک آيت کي دي انسان فکروکړي چي يوه داسي ورځ وي،چي ټول انسانان الله پاک راغونډکړي اوبياټولوته ددوی دکړنوبدله ورکول کېږي نودابه څنگه حالت وي؟که څوک چاگناوي له ځان سره وړې وي،هغه به څومره پرېشان وي؟
په داسي حال کي چي يودعدل محکمه درېدلې وي،څوک ترې ځان هم نه شي پټولای اونه يوکارترې پټولای شي.

دغوحالاتوته اوس پام کول پکاردی اودهغي ورځي دحساب ځوابونه دځان سره دتيارولولپاره بايدله اوسه کوښښ وشي ځکه په هغه ورځ خوبياهيڅ نه کېږي.

دانسان لپاره ضروري کاردادی چي دی دخپل رب طرفته وروگرزي،دخپل رب پرشريعت باندي کلک اومستقيم شي اوترڅوچي ژوندی وي دهغه ددين پابندواوسي،دژوندانه په ټولوحالاتوکي به يې تگلاره داسي وي چي دده ټوله هڅه به داوي چي زه په څه ټوگه له خپل ځان څخه خپل رب راضي کولای شم اوڅنگه به خپل دغه سترهدف ته ځان ورسوم.

انسان به په خپل ژوندانه کي دالله عزوجل پرلوردخالص نيت اورښتيني بندگۍ اوعبادت سره مخ کوي،چي بل به هيڅ مقصدله ځان سره نه لري ،بلکي يوازي اويوازي به يې دالله پاک عبادت اودهغه راضي کول مقصدوي.

ددُنيادژوندانه اوددُنيادمال اوسامانونه راغوڼدول به يې دتلپاتي ژوندانه له تيارۍ اودآخرت لپاره له توښې برابرولوڅخه نه مشغولوي. که داسي چاوکړل نودادصالحانواونېکانوخلگولارنېولې ده اودهغوی پرپله يې پښه ايښې ده .

دهغه چالاريې تعقيب کړې،چي متقيان اوپرهېزگاران دي اوالله پاک يې په خپل مقدس کتاب کي داسي توصيف کړی دی: (رِجَالٌ لاَّ تُلْهِيهِمْ تِجَـارَةٌ وَلاَ بَيْعٌ عَن ذِكْرِ اللَّهِ وَإِقَامِ الصَّلَواةِ وَإِيتَاء الزَّكَـواةِ يَخَـافُونَ يَوْماً تَتَقَلَّبُ فِيهِ الْقُلُوبُ والأبصار) النور:۳۷.)
(داسي نران چي سوداگري ا وخرڅلاو يې دالله له ياده،دلمانځه له ترسره کولواودزکات له ورکولوڅخه نه غافله کوي،هغوی له يوې داسي ورځي څخه ډارېږي چي زړونه اوسترگي پکي اوړي را اوړي.)

يعني دغه نېکان خلگ سره ددې چي دوی په کاروبارونو، رانيولواوخرڅولوکي بوخت دي خوبياهم داشيان ددوی اودالله پاک ديادولواوعبادت ترمنځ نه دي حائل شوي،بلکي ددې هرڅه سره بيايې هم الله پاک داسي ياددی چي له امله يې په دوی کي تقوی راغلې ده اودوی تل له الله جل جلاله څخه وېرېږي اودالله پاک په صحيح توگه عبادت کوي. چي داپه حقيقت کي دهررښتيني مسلمان صفت دی چي دعمرشپې ورځي دځان لپاره غنيمت گڼي اوپه داسي کاروکي يې استعمالوي چي له امله يې الله جل جلاله راضي کيږي. اوپه خپلوخدای ورکړونعمتونوکي دآخرت کورلټوي له دې امله چي دوی په دې پوه شوي دي چي دا د دُنياژونديوازي د آخرت په تلپاتي ژوندانه کي د بري او د تل لپاره د نېکمرغۍ يوه ذريعه ده.

دا ژوندون نه مقصددی اونه هم دبروسې شی دی.بلکي دايوختمېدونکی سامان دی،تلونکی سيوری دی،له دې څخه نېک عمله اوبدعمله ټول خوراک کوي.

په دې دُنياکي که دچاعمرهرڅومره اوږدشي،خوبياهم داډېرژرختمېدونکی دی.

دادُنيادالله جل جلاله په نزدقدراوقيمت هم نه لري،بلکي دايوازي دآخرت پرلوريوپُل دی چي يابه ورباندي سړی جنت ته ورسېږي اويادوزخ ته(نعوذبالله من عذاب النار)

الله جل جلاله فرمايي: (اعْلَمُواْ أَنَّمَا الْحَيَواةُ الدُّنْيَا لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَزِينَةٌ وَتَفَاخُرٌ بَيْنَكُمْ وَتَكَاثُرٌ فِى الأموال والأولاد كَمَثَلِ غَيْثٍ أَعْجَبَ الْكُفَّارَ نَبَاتُهُ ثُمَّ يَهِيجُ فَتَرَاهُ مُصْفَرّاً ثُمَّ يَكُونُ حُطَاماً وَفِى الآخِرَةِ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَمَغْفِرَةٌ مّنَ اللَّهِ وَرِضْوانٌ وَمَا الْحَيَواةُ الدُّنْيَا إِلاَّ مَتَـاعُ الْغُرُورِ) الحديد:۲۰)(پوه شئ چي دنيايي ژوند ايله څه لوبه،ساعت تېری،ډول،سينگار،ستاسوخپل منځ کي وياړل اوپه مالواوځانوکي يرپربل زياتوالی کول دي.لکه باران چي شنېلي يې کروندگروته ښه ښکاره شي(خو)بيا(زر)وچېږي اوزېړشوی به يې وينې،بيامات گوډشي،اوپه آخرت کي(هم) سخت عذاب او(هم)دالله له لوري بخښنه اوخوښي ده.خوددنياژونددغوليدو له يوه سامانه پرته بل څه نه ده.)

له حضرت أبو سعيد خدري رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: دُنياخوږه اوشنه ده(يعني په سترگوښائسته معلومېږي،چي انسان ورته وگوري، خوندورکوي)اوالله تعالی تاسوپه دې دُنياکي وروسته پاته کوي نوگوري چي تاسوڅنگه کارونه کوئ؟نوله دُنياڅخه ووېرېږئ!اوله ښځوڅخه ووېرېږئ!

(چي ددغودووشيانوله امله په فتنه کي اودالله پاک په نافرمانۍ کي مُبتلانه شئ!)(مسلم شريف)

په دغوقرآني آياتونواونبوي ارشاداتوکي ددُنيادژوندانه ډېرښه حقيقت اوبشپړبيان شوی دی.

چي له دې څخه دانتيجه را ووزي چي انسان بايدالله تعالی ته مخ کړي اودخپل نفس داصلاح اوتقوی لپاره هلي ځلي وکړي.

دنفسي خواهشاتوله پوره کولوبايد ډډه وکړل شي

اسلام دانه وايي چي تاسوبلکل دُنيوي کارونوته شاکړئ!بلکي دا راته وايي چي ددُنياکارونومشغولتياموبايددالله جل جلاله له ياده غافل نه کړي اوددغوکارونوپه ترسره کولوکي موبايددالله پاک احکاموته پام وي.

اوله دې څخه بايدډېره وېره وشي چي په دُنيوي ژوندانه باندي ځانونه دوکه نه کړو. ځکه ددُنيامحبت چي کله دچاپرزړه غالب شي،دالله پاک يادترې هېروي،کله چي له انسانه دالله پاک يادهېرشي،نوالله پاک ترې له ده څخه ځان هم هېروي.
تردې چي دتباهۍ اوبربادۍ په کندوکي ولوېږي.

ددُنيادمحبت له امله ځينوخلگوايمان پرېښی دی اوله اسلامه مرتدشوي دي(العياذبالله)

ددُنيامحبت دی چي بېشمېره ستونزي يې رامنځ ته کړې دي.

غيبت،دُرواغ،بهتان اوداسي نوري بېشمېره نافرمانۍ ټولي ددُنيادمحبت له امله له خلگوڅخه کېږي.

ددُنيادمحبت له امله خلگ په ډېروگناهونوکي مبتلاکېږي نوبايدموږاوتاسودې ټکي ته پام وکړوچي دادُنياخوختمېدونکې ده اوله دې

وروسته زموږدکړو وړو په هکله حساب راسره کېږي.

نوبايدددُنياپه کارونوکي دمصروفتياله امله آخرت له لاسه ورنه کړو.

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

ليکوال:مولوي عصمت الله عزام

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x