ټولنیزه برخه

د عقل پالونکی

محمدعلي عمري – مسلم باغ

انسان ښایسته دئ ترګلاب هم ښایسته دئ ددې دپاره چي همیشه ښایسته پاته شي اوټول خلګ دهغه دوستان شي باید همیشه دادب خیال وساتي ادب یعنی هغه کردار او وینا چي له انسانیت سره ښایي ادب ده . ادب تر عقل لوړ او پورته دئ عقل دانسان په وجود کښي دننه یوځواک دئ او عقل هغه څراغ دئ چي انسان په توره تیاره کښي له غورځېدو څخه ساتي عقل هغه وخت قیمتي وي چي ادب ورسره ملګري شي په عربي کښي یو مقوله ده چي هرشۍ عقل ته اړتیا لري خو عقل بیا وادب ته ضرورت لري اوپوهیږو چي دادب سرلاري شاعران وي اوشاعران دي.

سعد ابن مالک چي د عربو یو مشهور شاعروو کوم وخت چي دغه سعد مسلمان شو دخدای رسول ص ته یوچا حال ورووړ چي سعد ابن مالک مسلمان شو دخدای پیغمبرص تراندازې زیات خوشحاله شو په ډیر لوړ اواز سره یې وویل چي هغه شاعر؟ زیري کونکي ورته وویل چي هو هغه شاعر مسلمان شو. دلته موږ دافهمولای شو چي شاعر څومره اهمیت لري او دخدای رسول یې په اسلام راوړلو څومره زیات خوشحاله شو.په هغه وخت کې دخبر دنشر دپاره شاعر دریډو او ټی وي حیثیت درلودو او ځکه خو دخدای رسول ص ځان ته خپل شاعر درلودو دحسان بن ثابت رض په نامه سره همدارنګه په نړۍ کښي موږ وینو څومره چي دادب ترسایه لاندې یو هېواد او یا یوښار دشعر په زور سره دشهرت اوج ته رسېدلئ له بلې هیڅ لارې په مؤثره توګه نه دئ رسېدلئ شیراز چي دایران یو مشهوره ښاردئ ټولې دنیا ته یې شهرت معلوم دئ داسي خلګ هم شته چي ایران نه پیژني خو دشیراز نوم یې اورېدلئ دئ او دغه شیراز دوو سترو ادیبانواو شاعرانو شیخ سعدي شیرازي او او حافظ شیرازي دسپوږمۍ په څېر دادب په زور په شعري ژبه په موږ پیژندلئ دئ . او شیخ سعدي دخپل ادب په زورسره خپل مشهوره کتابونه پنج ګنج . ګلستان. او بوستان په موږ منلي او زموږ دپاره یو داسي ضروري کتابونه دي چي په علمي او ادبي دنیا کې که یو څوک ددې کتابونو له لوستلو څخه بې خبره وي هغه به ډیر څه له لاسه ورکړي وي.

بیاهم ویلای شو چي ترټولو غوره شئ چي پلرونه یې خپلو اولادونو ته په میراث پریږدي هغه ادب دی، د عربي ژبې یوه مقوله ده چي شرافة الانسان فی العلم والادب. یعنی دانسان شرافت په علم اوادب کې ده.که هرڅومره علم حاصل کړو خو چي له علم سره مو ادب نه وي ملګرئ نو دا علم به مو هیڅ کله په ګټه نه شي تمام .

پوهان وایي چي دخپل استاد لاس دې ورمچ کړه ځکه چي هغه دې هم پلار او هم دې دعقل پالونکئ دئ هغه وخت به واقعا هم موږ بریالي یو چي دخپل استاد سره په ادب وګرځو او دوهم استاد مو کتاب دئ هغه بیا له موږ څخه ادب غواړې ترڅو په ادب سره یې راواخلو او په ادب سره یې پر خپل ځای کښيږدو. او په ادب کې هغه جادګر زور او قوت نغښتئ دئ چي په ډیرو لنډو جملوکي یو ادیب په موږ باندې خپل ځان پيژني اوپه ډیرو لنډو جملوکي له پندڅخه ډک وعظ او نصيحت کولای شي.

په دې ادیبانو کي لومړئ علامه اقبال یادوم چي یو لوی او سترشاعر دئ ارواښآد اقبال نه وو رامعلوم چي څه ډول عقیده به لري خو کله چي مې د علامه اقبال یو په زړه پوري پارسي کتاب چي د کلیات اقبال په نامه سره یادیږي و مې لوست فقط په یوه بیت کښي یې په ما باندې خپل ځان ومانو او په عین حال کې زما دپاره یو وعظ او نصیحت هم شو بیت یې داسي دئ چي

بغیرالله کردم تکیه یک بار
دوصدبار ازمقام خود فتادم

یعنی له الله څخه بغیر مې پریوچا په ټوله عمرکې یوځل اعتماد او تکیه وکړه دوه سوه ځله له زمکې وویستل شوم

له دې بیت څخه داښکاره ثابتیږي چي علامه اقبال یو ډیرټینګ مسلمان وو او ډیره ټینګه اوسپیڅلې عقیده یې وه اوبل ما اوتاته داوایي چي تاسو هم له الله څخه بغیر پربل چا تکیه مه کوئ مایوځل داکار وکړو دوه سوه ځله غوزارشوم دا پر اقبال ورغلي دي ځکه یې دشعر په ژبه موږ ته دا تاوان راښودلئ دئ اوخپله عقیده یې هم راښودلې همدې بیت یې پسې مجبورکړم چي کتاب یې ترپایه ولولم

ټول پوهیږي چي ډاکټرقدیرخان ددپاکستان اتل دئ ځکه ایټم بم یې جوړ کړئ دئ خو ډاکټر قدیر خان هیڅ کله دعلامه اقبال ځای او مقام ته نه سي رسېدلاي ایټم بم موږ ته ادب نه رازده کوي موږ ته علم او تعلیم نه رازده کوي زموږ ازادي له ایټم بم سره نه ده تړلې ځکه داسي هیوادونه شته چي له ایټم بم سره سره ازادي نه لري او موږ ته یې ځیني حقیقتونه هم راښکاره کړي دي

د یومشهور شعر ژباړه یې ده چي افغانستان دآسیا زړه ده که په افغانستان کې فساد وو نو ددې فساد اثربه پرټوله آسیا خپوروي آیا اوس همدا دعلامه اقبال خبره نه شوه حقیقت. او دعلامه اقبال ددې ادب زور دئ چي نوم بې ټول عمر روښان وي اوڅنګه چي دادب په زور دشعر په ژبه سره څومره ژر خلګوته یو پیغام اوحقیقت څرګندیږي له بلې هیڅ لارې څخه دومره په مؤثره توګه نه پیغام رسیږي او نه حقیقت ته څوک رسیږي. موږ لمونځونه کوو روژې نیسو او داسي نور وجه یې داده چي موږ دخدای بندګان یو او له دې کارڅخه موږ هیڅ چاره نه لرو خو زموږ دپاره خدای څومره ضروري دئ فقط خدای په لمانځه کې یاد کړو دروژې دنیولو پروخت یې یاد کړو؟ دغه ضرورت دپښين سیمې پرخدای مین شاعر ارواښاد راز محمد راز موږ ته فقط په یو څو جملوکي ښکاره کړئ دئ او وایي:

زه په مینه نه پوهېږم
نه آداب دبندګئ رامعلومیږي

خوپه یوهه خبره پوه یم ګرانه خدای
ته ترساه هم ضروري یې زما دپاره

په څومره ښه انداز یې دخدای یاد زموږ دپاره ضروري ګڼلئ دئ لکه ساه چي هره دقیقه سړئ ورته ضرورت لري همداسي موږ الله تعالی ته دساه غوندي ضرورت لرو.

او د دین په برخه کې هم که چیري موږ لمونځ کوو نوچي ادب نه وي ورسره ملګرئ دالمونځ مو کامیابي ته نه شي رسولای که له خدای پاک څخه دعا غواړو لومړئ شرط یې ادب ده که یې ادب نه وي مل دا دعا خدای نه قبلوي. لنډه داچي انسان ګام پرګام دژوند په هر ډګرکي وادب ته سخت ضرورت لري او باید مؤدب واوسي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x