نظــر

د لارنس ایډورډ ماموریت او څو خبرې

لارنس

همدا اوس مې یو کوچنی مختصر کتاب مخې ته پروت دی ، چې یوه لویدیځ لیکوال په کې د ( سرتامسن لارنس ایډورډ ) چې په ( لارنس ) سره شهرت لري ژوند او ماموریت څیړلی دی .

لارنس هغه برتانوی جاسوس وو چې داسلامي امت په ټوټه کولو ، دترکانو په خلاف دعربو په لمسولو او په ټوله کې منځني ختیځ ته دبرتانوي استعمار په غځولو کې یې اساسي رول درلود نوموړی لومړی دشل کلنۍ په عمر په ۱۹۰۹ میلادي کال کې دهغه وخت دستر اسلامي خلافت ( عثماني امپراطورۍ ) حدودو ته داخل شو ، او په سوریه ، فلسطین ، عراق او دعربو په نورو سیمو کې یې دتاریخي کلاوو او دمسیحیانو دزړو معابدو په اړه پلټنې پيل کړې ، خو ورسره ورسره یې دعربي ژبې ، کلتور زده کړه اوپه دې سیمه کې راتلونکي جاسوسي ماموریت ته امادګي نیول اساسي موخه وه .

لارنس لومړی په فلسطین کې اوسېده ، خو هلته دترکي عسکرو لخوا دجاسوس په توګه وپیژندل شو، نو ځکه له دې سیمې وتښتید او دحجاز او عراق په لرې پرتو سیمو کې یې خپل پټ فعالیت ته ادامه ورکړه ، په دې موده کې انګریز لارنس دعربو ټولې لهجې ، عادات او رواجونه زده کړل ، او دعربي چلتار او عباء په اغوستلو سره یې عربي هیئت او شکل غوره کړ .

په دې مهال هغه ځواک چې اسلامي نړۍ او دعربو جزیره یې له لویدیځ استعمار څخه ساتلې وه ،دترکانو عثماني خلافت وو ، دې خلافت په ټول حجاز ، شام او شاوخوا سیمو باندې کنترول درلود ، دعربو جزیره په کامله توګه دعثماني ترکانو ترکنترول لاندې وه ، ترکانو په حجاز باندې دشریف حسین په نامه عرب واکمن امیر ټاکلی وو .

برتانوی استعمار چې تردې مهاله یې دختیځې او جنوبي اسیا ډیر اسلامي هیوادونه اشغال کړي وو ،دغه راز یې دمصر په شمول ګڼ افریقایي اسلامي هیوادونه هم ترتسلط لاندې راوستي وو په ډیره ناکرارۍ یې داسلامي نړۍ په مرکز ( جزیرة العرب ) باندې سترګې خښې کړې وې چې څنګه به یې داسلامي خلافت له منګولو وباسي او ترخپلې سلطې لاندې به یې راولي ، ایډوارډ لارنس او ګڼ نورجاسوسان دې سیمې ته دهمدې ماموریت داستخبارتي مقدمة الجیش په حیث را لیږل شوي وو.

کله چې دشلمې پيړۍ په لومړیو لسیزو کې دمتحدینو او جرمني ترمابین لومړی نړیوال جنګ ونښت نو ددې جګړې په مهال عثماني خلافت دجرمنی خو اونیوله ، په دې توګه برتانوي استعمار هم له عثمانی خلافت سره په جګړه کېوت ، انګریزانو په دې وخت کې فکر وکړ چې په لویدیځه جبهه کې ترکان یوازې هغه وخت ماتولای شي چې په منځني ختیځ کې ورته سرخوږی پیدا کړي .

په همدې وخت کې لارنس په عربو کې دترکانو په خلاف دنفرت پیدا کولو او عربي ملتپاله احساساتو دراویښولو لپاره خورا مهم رول ادا کړ ، تردې چې دحجاز عربي امیر ( شریف حسین ) یې دې ته اماده کړ چې دترکانو په خلاف له انګریزانو سره ایتلاف وکړي ، په دې توګه دشریف حسین او دهغه د زامنو په مشرۍ دعثماني خلافت په ضد دعربو پاڅون پيل شو ، ددې پاڅون د پلان جوړونې ، مدیریت او رهبرۍ مزی د لارنس په لاس کې وو ، نوموړي په ډیرو سختو شرائطو کې دغه وظیفه پرمخ بوتله ، له خپل جاسوسي مهارت څخه په استفاده یې دعربو او ترکانو ترمابین دژبني تعصب خورا کرکجن اوربل کړ ، ټول عربي قبائل یې دعثماني خلافت په مقابل کې ولمسول ، ده نه یوازې هغوی جګړې ته هڅول ، بلکې هغوی ته یې وسلې او باروت هم اماده کول ، ترڅو په ترکي لښکرو بریدونه وکړي اود ترکانو داورګاډي کرښې چې ترمدینې منورې او دحجاز لراوبر ته غځول شوي وې ، په بمونو ویجاړې کړي .

په دې توګه لارنس هغه ستره فتنه ویښه او رهبري کړه ، چې لویدیځ تاریخونه یې اوس ( دعربو ستر پاڅون ) بولي ،داپاڅون چې یوازې دقومي تعصب په بنیاد دانګریزانو په شیطانت رامنځته شوی وو له امله یې اسلامي امت ته سخت زیانونه واوښتل ، دحجاز ، شام او فلسطین مقدسې خاورې دمتحد عثماني خلافت له لاسه ووتلې ، او دانګریزانو تر سلطه لاندې راغلې ، عثماني خلافت په دې توګه نه یوازې ډیر ځاني او مالي زیانونه وګالل بلکې دهمدې ماتې له امله یې له لویدیځو یرغلګرو سره داروپا به جبهه کې هم مورال کمزوری شو ، او په پای کې لومړنۍ نړیواله جګړه دغربي متحدینو په ګټه پای ته ورسېده ، منځني ختیځ ته دانګریزانو دلاسونو په رااوږدیدلو سره دعربو تدریجي زوال او بدمرغي پيل شوه ، انګریزانو نه یوازې متحد عربي وطن دشریف حسین دزامنو ترمنځ ټوټه ټوټه او وویشه ، بلکې په اوږدمهالې توګه یې په سیمې کې دلبنان او فلسطین دمعضلو غوندې داسې اورونه وکرل چې تراوسه یې لوګي پورته کیږي .

په لاندې کرښو کې غواړم د څوټکو په اړه چې دلارنس په باره کې دلیکل شوی کتاب دمطالعې په وخت کې مې ورته پام شو، له لوستونکو سره خواله وکړم .

استعماري جګړې هم صلیبي وې 

تاریخ پوهان عموما داسلامي نړۍ په خلاف دلویدیځوالو جګړې په دریو برخې ویشي ، صلیبي جګړې ، استعماري جګړې او اوسنۍ دترهګرۍ په خلاف عنوان شوې جګړې چې لا ورته کوم ځانګړی نوم نه دی انتخاب شوی .

ځیني کسان وایي دمسلمانانو په خلاف یوازې دلویدیځوالو پخوانیو صلیبي جګړو دیني او عقیدوي انګیزه درلوده ، دتیرو پیړیو استعماري او یا اوسنۍ نوې جګړې یوازې اقتصادي موخې لري ، او کومه فکري انګیزه ورسره نشته .

خو دلارنس په ژوند لیک کې ګورو چې نوموړی دصلیبي عقیدوي احساس له مخې څوکلن خطرناک ماموریت ته ادامه ورکوي ، نوموړی چې دمنځني ختیځ په لراوبر کې دمسیحیانو ړنګې شوې تاریخي کلاوې ، کلیساګانې او نور اثرات ویني ، نو دمسلمانانو په خلاف دکرکې اور یې په لمبو کیږي ، لارنس چې کله دسینټ پال عیسوي ښار او د سینون کلا ویني چې دمسلمانانو لخوا نړول شوي دي ، نو بې اختیاره یې له سترګو اوښکي ځي، ددې عیسوي اثارو په اړه له تاسف او کرکې څخه ډک اشعار وایي ، دده په وینا دهغو مسیحي جانبازانو یاد راتازه کوي ، چې څو پيړۍ وړاندې دکلیسا په ننګ له اروپا لرې دلته له اسلامي لښکرو سره وجنګېدل ، دده په باور هغوی په دې خاطر جنګ ته نه وو راوتلي ، چې مسلمانانو یې ښارونه ونیول ، بلکې دمسلمانانو لخوا دهمدې تاریخي کلاګانو او کلیساګانو نړولو یې مسیحي غیرت په جذبه راوستی وو ، لارنس چې اوس بیا دغه حالات ویني نو دمسیحیانو په استازۍ ځانته وایي ( اې زموږ استازیه لارنسه ! مسلمانانو ته ووایه چې دانګلیسي ځلمیانو په رګو کې لا تراوسه دصلیبي جنګیالو تودې وینې بهیږي ، په دې نږدې وخت کې به ډیر زر یوځل بیا دخپلې تورې زور دورښیي)

په بیلابیلوپړاوونو کې دلارنس له اظهاراتو ، تاثراتو او احساساتو څخه په څرګنده معلومیږي چې نوموړی دیوې مذهبي جګړې دګټلو او په عقیدوي لحاظ دیوه دښمن قوم داېل کولو لپاره په خپل ماموریت بوخت وو ، نوموړي ځکه دا له مشقتونو ډک ماموریت په پوره متانت ترسره کړ، چې دتاریخي اثارو دڅیړنو په مهال یې په منځني ختیځ کې دمسیحي اثارو لوټ تالان او تخریب په زړه کې دمسلمانانو په خلاف دکرکې اور په لمبو کړی وو ،له دې څخه په څرګنده ښکاري چې په منځني ختیځ او نوره اسلامي نړۍ کې دمسلمانانو په خلاف دلویديځوالو استعماري جګړې هم دتیرو صلیبي جګړه یوه کړۍ وو ، چې داقتصادي موخو ترڅنګ یې دیوه مذهب او مفکورې په لحاظ داسلام راج ختمول او دمسلمانانو تذلیلول هم هدف وو .

همدا اوس په افغانستان ، عراق اونورو اسلامي هیوادونو کې دامریکایانو جګړې او مداخلې هم سره له دې چې اقتصادي موخې لري ، خو په څنګ کې ورسره عقیدوي انګیزه هم لوی لاس لري ، دوی غواړي رښتینی اسلام دیوه تمدن په صفت له منځه یوسي او په ځای یې منحرف مسیحیت د برلاسۍ سټیج ته پورته کړي ، دامریکایانو په اړه ویل کیږي چې دنړۍ په سطحه دغیرمسلمانانو ترمنځ ترټولو په خپل مذهب ټینګ ولاړ او عقیدوي خلک دی ، نوځکه دنورو په نسبت دوی په اوسنیو جګړو کې ډیره علاقمندي ښیي .

دباطل لپاره له قربانۍ څخه عبرت

ماچې دلارنس ژوند لیک لوست نوځینې برخې یې که څه هم مبالغه امیزه وې ، خو په ټوله کې مې دا ترې احساس کړه ، چې دې سړي دخپلې باطلې مفکورې او ارمان لپاره خورا ډیر تکلیفونه ګاللي دي ، دکتاب دمعلوماتو له مخې لارنس چې په لومړي ځل دبرتانیا له اکسفورډ څخه راونیده نو یوازې سل پونډه ورسره وو ، او کله چې دبیروت په ساحل پیاده شوه نویوه روپۍ یې هم په جیب کې نه وه ، نوموړي دلبنان ، سوریې ، فلسطین ، عراق او حجاز ترمابین داوږدو دښتو مزلونه ټول پیاده ووهل ، دوه ځله ترکانو دجاسوس په نامه ونیو ، خو دواړه ځله له اعدام لږ مخکې دلوی خطر په منلو سره په تیښته بریالی شو ،دبرتانیې دجنګ وز ارت لپاره دمنځني ختیځ دنقشې جوړولو لپاره یې دجزیرة العرب او سرې بحیرې په حدودو کې خورا اوږده مزلونه ووهل ، دنوموړي دماموریت داټوله موده دمرګ له ګواښ سره مله وه ، ځکه دده شنو سترګو ، ژیړو ویښتانو او سره پوستکي په لومړي ځل دی عربو ته ورپیژاند چې ددې خاورې نه دی ، له بلې خوا په ده باندې دترکیې حکومت خورا ستر انعام هم ایښی وو ، خو له دې ټولو خطرو سره لارنس دخپلې باطلې عقیدې لپاره په چوپړ بوخت وو ، دعربو په کلیو ، بانډو او دښتو کې یې کلونه کلونه خورا تریخ عمر تیر کړ ، په دې ټولو سختیو سربیره له نوموړي څخه دبرتانیې حکومت یوازې دقربانۍ دپسه کار اخیست او هر خطرناک جاسوسي ماموریت به یې ده ته ور لغاړې کاوه ، په دې لړ کې نوموړی څوځله دترکانو ترواک لاندې دمشق او شام ته لاړ ، او د ترکي قلمرو دننه یې په داسې حال کې جاسوسي کوله ، چې ترکانو ورباندې غټ انعام مقرر کړی وو .

دلارنس لپاره ترټولو ازمویښتي پړاو له بدوي عربو سره ګوزاره وه ، عربو به په ده باندې ریشخند واهه ، چا به ورته ښکنځلې ، توندې خبرې ، پیغورونه ورکول ، حتی چې عادي عربو به اهانتا په مخ په څپیړو واهه او لاړې یې ورتوکلې ، مګر ده داټول څه په سړه سینه زغمل او یوازې خپل هدف ته متوجه وو ، نن سبا په داسې حال کې چې زموږ ډیری مجاهدین دالله تعالی درضالپاره دبرحقې مبارزې په لاره کې سترې قربانۍ ورکوي ،او له هرډول حالاتو سره مقابله کوي ، مګر ځیني داسې کسان هم پیدا کیږي ، چې دمبارزې په مهال دسختو او ازمیښتي حالاتو سره دمخامخیدو له امله ډیر زر حوصله له لاسه ورکوي ، او دبرحقې مبارزې له میدانه تښتي ، دا ډول کسانو ته که خپل شرعي امیر یوه تونده خبره وکړي هم نودوی یې غچ له جهاده اخلي او ټول جهاد ته شا کوي ، که په یوه مجلس کې لوړ ځای ورنکړل شي هم ګیلمن وي ، که څوک شاباسۍ ورنکړي یا یې یو شکایت وانه ورېدل شي ، بیا هم دستي دمبارزې صف پریږدي .

دا ډول کسان که دجهاد او مبارزې په بنیادي هدف اوارزښت باندې نه پوهیږي ، او دنورو مجاهدینو په قربانۍ ، ایثار او تاریخي مشقت ګاللو یې سترګې ړندې وې ، باید چې لږ د لارنس غوندې دکفارو له کردار څخه غیرت ورولاړ کړي ، هغوی دخپلې باطلې عقیدې لپاره کلونه کلونه هرډول مشقت ، تکلیف ، پیاده مزلونه ، بې خرڅي ، بې التفاتي او دهردوست او دښمن جفا زغمي ، نو ولې یې موږ باید ونه زغمو ، آیا زموږ هدف تردوی کم ارزښته دی چې په داسې قربانیو نه ارزي که څنګه ؟؟ لارنس دیرش کاله دعربو په وچو صحراګانو کې ، تنها وږی تږی او له خپلوانو لرې دخپل باطل هدف لپاره په خدمت نه ستړیږي ، موږ چې په خپل وطن او کور کې ، په مناسب ماحول کې دالله تعالی دهغې رضا چې الله تعالی یې ( ورضوان من الله اکبر ) بولي ، دحاصلولو لپاره لګیا یو ولې ستومانه اومایوسه شو.

لومړی باید داخبره سپینه کړو ، چې موږدالله تعالی درضا لپاره لګیا یو او که دکوم شخص یا دنیوي ګټې اونوم لپاره . که مونیت دنیوي ګټه ، وقار او شهرت وي ، نو بیا په دې باید عقیده ولرو چې زموږ دجهاد او دنیایي کاروبار ترمابین هیڅ فرق نشته ، بلکې دنیایي کاروبار ترې ډیر ښه دی ، ځکه هغه صفا کاروبار دی او دلته یو دیني ارزښت ددنیا لپاره کارول کیږي ، چې دالله تعالی په نزد ډیره لویه مؤاخذه لري .

او که موږ ددین داعلاء او دالله تعالی درضا لپاره لګیا یو ، نو بیا ولې داشخاصو یا سیستم لخوا دمتضرر کیدو په صورت کې غچ له دیني خدمت اوجهاد څخه اخلو ، في سبیل الله مجاهد باید داسې فکر وکړي چې معامله یې له الله تعالی سره ده ، او هر تکلیف او ستونزه باید دالله تعالی ددین په خاطر وزغمي ،په هیچا باندې بې مورده احسان بار نه کړي ، دتوجه ، التفات ، شهرت اومطرح کیدو په سوچ کې نه شي اولکه څرنګه چې دالله تعالی رضا په هرډول قرباني ارزي همداسې له هرډول حالاتو سره ځان عیار او دهرډول تکلیف زغملو ته سینه سمندر کړي .

پڅه حربه

په عربوکې دلارنس دماموریت په مهال دکفري ښکیلاک ګڼ شیطاني چلونو سړي ته ترنظر ورځي ، د ( بېل یې کړه اېل یې کړه ) فارموله ، دقومي تعصب پارول ، دبیلابیلو عربي قومونه ترمنځ قبیلویت لمسول ، هرچاته خپله درنه دبل سپکه ، دغلطو دروغجنو او تشویش اچوونکو اوازو او تبلیغاتو خپرول ټولې هغه حربې دي ، چې لارنس دعربو داېل کولو او دترکانو په خلاف دکارولو په چاره کې ترې استفاده کړې ، خو په دې لړ کې یوه بله مؤثره حربه چې لارنس یې ( پڅه حربه ) بولي هم دعربي قبائلو په رام کولو او غولولو کې ستر رول ادا کړی .

لارنس وایي چې کله به دعربي سردارانو سره په اړیکو کې ستونزه او جنجال پیدا شو او یا به ترمابین دعدم اعتماد ستونزه وه ، نوبیا به انګریز له پڅې حربې ( احسان ) څخه استفاده کوله ، انګریزانو به په یوه چل دجنجال کوونکو او نه رام کیدونکو عربي مشرانو په خوله کې څه پیسې ، وسلې او یانور مادیات ورواچول ، چې بیا به هغوی له انګریز سره دمخامخ کیدو لپاره هیڅ سترګې نه درلودې ، او ټول اوامر به یې په پټه خوله منل .

لکه چې وایي ( الانسان عبدالاحسان ) انسان په هرصورت کې ( شعوري یا غیرشعوري ) داحسان ترتاثیر لاندې راځي ، له همدې امله خو پښتانه وایي ( چې نس لري له هغې بلا مه ډاریږه ) که موږ تاریخ وګورو دمسلمانانو هغه مبارزې هیڅکله هم دبري پړاو ته نه دي رسیدلې ، چې په خپلو امکاناتو داتکاء په ځای دپردیو احسانونو پوروړې وې .

په حقیقت کې استعمارګرو له ډیره وخته دخپلو مخالفینو دا دضعف نقطه درک کړې ده ، نوځکه مستقیما یا غیرمستقیما خپل مخالفین په یوه نوع تراحسان لاندې ساتي ، ترڅو یې له مخالفت څخه لاس په سرکړي ، دسړې جګړې په مهال امریکایانو د ( مارشل پلان ) له مخې له ډیرو هیوادونو سره وړیا مرستې کولې ، دغه مرستې چې هغه مهال دامریکا او روسیې ترمنځ په مناسباتو کې دې هیوادونو ته دحق السکوت په نامه ورکول کیدلې وروسته یې هغه ټول هیوادونه دامریکایي استعمار په ځنځیر وتړل ،چې تراوسه بیا دامریکا دهرډول نخرو په مقابل کې سترګې نه شي پورته کولی .

لکه څنګه چې په حکومتي سطحه مادي احسان منل د دریځ دکمزورۍ سبب ګرځي ، په فردي شکل هم ډیر کسان یوازې دمادیاتو په توسط دغولیدلو او داحسان تر تاثیر لاندې واقع کیدلو له امله له خپل مسیر څخه منحرف کیږي .

اوس چې اسلامي امت یوځل بیا دامریکایي کفري ښکیلاک له استعماري چالونه سره مخامخ ده نو که کوم فرد ، اولس ، ډله یا سیستم غواړي ، په بریالیتوب سره خپل مشخص کړی مسیر طی کول غواړي ، نو دمبارزې په لاره کې باید همیشه یوازې په دې خبره باور ولري چې

مرګ له تندې په مذهب زما بهتر دی
له ژوندون دبې همتو په اوبو

قاري حبیب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x