افغانستان

ګلخاني او سپېدار ماڼيو د پاريس بريد «دردوونکی جنايت» وباله

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): په ارګ کې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه اجرايوي رییس هم مهاله د غبرګو اعلاميو په خپرولو سره د فرانسې په پاریس کې بريد وغانده او دا يې « دردوونکی جنایت » وباله.

په دواړو خپرو شویو اعلاميو کې د پاریس بريد یو تروریستي عمل بلل شوی او فرانسوي ولس ته ډاډ ورکړل شوی چې افغان ولس يې په «غم شریک »او تر څنګ ولاړ دی.

د ګلخانې ماڼۍ په اعلامیه کې دا هم ويل شوي چې محمد اشرف غني فرانسوي ولسمشر ته لیک لېږلی او پکې يې ورسره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د اعلامیې له مخې د لیک په یوه برخه کې راځي: «د افغانستان خلک له زیاتو کلونو راهیسې له بل هر هېواد څخه زیات د ترهګري قربانیان دي او د فرانسې د خلکو درد احساسوي او د قربانیانو کورنیو سره په دغه غم او ویر کې ځان شریک بولي.»

دغه بريد چې تېره شپه ناوخته د فرانسې په مرکز پاریس ښار کې ترسره شو پکې تر ۱۵۰ ډېر وګړي وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر نور ټپيان شوي دي.

اجرايوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم دا بريد د ديني ارزښتونو خلاف عمل بللی او ويلي يې دي چې دا د «بشريت ضد» جنايت دی.

«د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه ریاست دا ترهګریز او انساني ضد بریدونه، چې د ټولو بشري او دیني ارزښتونو خلاف عمل دی، په کلکه غندي او هغه د بشریت او انسانیت ضد جنایت بولي.»

وړاندې تر دې هم ارګ په فرانسه کې د چارلي ابدو پر دفتر برید هم په کلکو ټکو وغانده او ځان يې د وژل شویو په غم کې شریک وګاڼه.

چارلي ابدو هغه مجله ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شان کې د ګستاخۍ مکررې هڅې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
rahmatullah

د الله لعنت دي وي پر دواړو باندي

عبدالله

دوی د اول خپل غم وخوری بیا د بل ته تسلا ورکوی… ښه کار شویدی چی دمظلومو مسلمانانو له حاله خبر شی

الحاج استا ذ بیانزی

که مونږ خدای ناخواسته د هغو په ځای وی ، مونږ به هم دغه کار کولو ، د دوی هماغه اوله د غلامی منل د شرم او بیننګی خبره وه ، له هغه وروسته هر بیننګ کار کول د دوی د غلامی تقوی دی څومره چه ډیره بی غیرتی او بنننګی کوی هغومره یی معاشونه او مقامونه لوږوالی کوی ، نو ولی به دغه کارونه نه کوی ، وایی اوبه چه په سر واوړی څه یی یوه او څه یی سل نیزی مننه

احساس

زمونږ اجراییه رییس او بی واکه او بیچاره ولسمشر خو د چارلی ابدو په دفتر باندی برید هم غندلی وه. لعنت دی د الله او د رسول (ص) وي په تاسو باندی.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x