افغانستان

چارواکي: فارياب کې طالبانو ۱۰ اربکيان ژوندي نيولي

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۳مه،۱۳۹۴ل): د فارياب چارواکي وايي چې د دې ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې ۱۰ اربکيان طالبانو ته تسلیم شوي او هغو له ځان سره وړي دي.

د پښتونکوټ ولسوالۍ ولسوال عبدالقدیر قادر وايي چې پېښه د قرق ایګیټ په چهل جوان سیمه کې شوې ده، چې و سله والو طالبانو د اربکيانو یوه پوسته نیولې او ۱۰ اربکيان ورته تسلیم شوي دي.

د ولسوال په وينا دغه اربکيان له څو ورځو راهیسې محاصره وه، دوی مرکزي حکومت ته د دوی د خلاصون ډېرې نارې ووهلي خو چا يې غږ وا نه وريد.

د نوموړي په وينا په یاده سیمه کې د اربکيانو درې نورې پوستې هم محاصره دي، چې که مرسته ور ونه رسېږي سقوط به وکړي.

د فارياب د ولايتي شورا غړی صبغت الله سېلاب هم پورته څرګندونې تاييدو او زياتو چې د قرق ایګيټ او ګلیم باف سیمې بشپړې د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

وسله والو طالبانو په پښتونکوټ کې د قومندان کې ګلمرداد او د هغه د پنځو ملګرو د تسلیمۍ او څلورو نورو اربکيانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

طالبان وايي چې د دې ولسوالۍ په کله شاخ سیمه کې هم عسکر له پوستې تښتېدلي او دم ګړۍ دا سیمه د دوی په واک کې ده.

د فارياب ولايتي ادارې تر اوسه د پښتونکوټ د چارواکو د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې دی چې له دې سره هم مهال په یو بل نا ارام ولایت هلمند کې هم ځايي چارواکي د ملي اردو د ۶۵ عسکرو د تسلیمۍ تاييد کوي.

پوځي شنونکي د ګډ حکومت ناسم سیاست او په پوځي برخه کې نه همغږي د امنيتي ځواکونو د روحيې بایللو لوی عوامل بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x