افغانستان

د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون وايي پر ټاکنو د خلکو باور له منځه تلونکی دی

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون مسوولین وايي چې تېرو ټاکنو ته په کتو نور پر ټاکنو د افغان ولس باور له منځه تلونکی دی.

شاه سلطان عاکفي چې له شکريې بارکزۍ او جانداد سپین غر وروسته د دې پنځلس کسیز کمیسیون مشر ټاکل شوی نن په کابل کې خبريالانو ته وویل چې په تېره ټاکنیزه پروسه کې پرېمان درغلیو خلک بې باورۍ ته نږدې کړي دي.

هغه وویل د تېرو ټاکنو د پایلو په اړه « د خلكو باور نه غواړم ووايم له منځه تللى خو وايم چې خورا كم شوى دى.»

د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون مشر؛ شاه سلطان عاکفي
د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون مشر؛ شاه سلطان عاکفي

عاکفي وړاندې وویل چې په ټاکنو کې درغلي کېدای شي خو د درغلۍ اندازه هم توپیر لري، د ده په قول زموږ په هېواد کې د تخلف، تقلب او تخطي کچه خورا لوړه وه.

د نوموړي په وينا د دوی د کمیسیون په اهدافو کې دا شامل و، چې د خلکو باور بېرته لاسته راوړل شي او د هغو شکایتونه واورېدل شي.

که څه هم د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون د ټاکنو په اړه د خلکو د باور د کمښت اندېښنه ښيي خو ځينې بنسټونه او مدني ټولنې بیا دغه کمیسیون پخپله د درغلۍ ښکار بولي.

د دوی په وينا د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون د اجرايوي رییس د فرمایشونو له مخې جوړ شوی چې پکې تناسب او اهلیت په پام کې نه دی نیول شوی.

دوی کمیسیون تورنوي چې پخپلو اصلاحاتو کې يې داسې وړاندیزونه کړي چې په لوی لاس یو قوم له ټاکنو محروموي، لکه د رایه ورکوونکو تصویرونه اخیستل، برېښنايي تذکرې لرل، چې په جنګي ساحو کې يې امکان نشته.

ياده دې وي پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې باید د روان کال په غبرګولي کې ترسره شوې وای، خو د ځینو ستونزو له کبله راتلونکي کال ته پاتې شوې، چې لا يې هم د اقتصادي او امنيتي ستونزو له امله په راتلونکي کال کې ترسره کېدل باوري نه بلل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x