نړۍ

اسرائیلي څارګره اداره: «محمود المبحوح» مونږ وژلی

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۳مه،۱۳۹۴ل): پنځه کاله وروسته د اسرائیلو حکومت رسما ومنله چي د فلسطین دحماس ډلې د نظامي ستراتیژۍ جوړونکی تکړه قومندان د دوی د استخباراتو له لوري وژل شوی.

محمود المبحوح چې له نن څخه پنځه کاله مخکې د دبۍ ښار په البستان هوټل کې په خپلې خونې کې وژل شوی وو.

د نوموړي له وژلو څخه وروسته د دبۍ حکومت یوه ويډیو چې د هوټل امنیتي کیمرو په واسطه اخیستل شوې وه خپره کړه. په دغې ویډیو کې څو تنه معلومیږي چې د ښاغلي محمود المبحوح خونې ته ننوزي.

د اماراتو حکومت هغه وخت هم داسرائیلو په خلاف احتجاج کړی وو او د دغه هیواد څارګره اداره یې د محمود المبحوح په وژنه تورنه کړې وه، خو هغه وخت اسرائیلي حکومت په پیښه کې د لاس درلودل رد کړي وو.

اوس پنځه کال وروسته د اسرائیلو حکومت منلې چي د محمود المبحوح په وژنه کې د دوی استخباراتو لاس درلود، اسرائیلي حکومت یوه مختصره ویډیو خپره کړې چې په کې د محمود المبحوح د وژلو د عملیاتو صحنه ښودل شوې. اسرائیلي استخباراتو ویلي، هغو استخباراتي کسانو چې د محمود المبحوح په وژلو کې یی لاس درلود د ۲۲ دیقیقو په جریان کې ټول عملیات ترسره کړل، نوموړي ته یې زهرجنه ستن ور ولګوله تنفس یې ور ودراوو او ټول بدن یې ځاي پرځای ور فلج کړ.

د اسرائیلو په وینا، له وژنې وروسته یی نوموړی د ویده انسان په څير پر خپل چپرکټ باندې ځای پر ځای کړ او دوی یې له خونې څخه ووتل.

اسرائیلي حکومت ویلي چي محمود المبحوح د حماس ډلې ډیر مهم کس وو او دوی له ډیره وخته د نوموړي په ترور پسې وو.

اسرائیلي حکومت زیاتوي چې محمود المبحوح فلسطین ته له ایران او نورو هیوادونو څخه د ځمکې او سمندر له لارې په وسلو رسولو کې مهم رول درلود.

اسرائیلي حکومت وایی چې محمود المبحوح دبۍ ته هم ددې لپاره تللی و ترڅو له ایران څخه وسلې تر لاسه کړي او فلسطین ته یې ورسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
rahmatullah

شهیده وروره الله دي ټول ګناهونه معاف او جنت فردوس نصیب کړه،
اسرايیلي شیاطین دي الله تباه کړي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x