افغانستان

طالبانو په زابل کې د تازه جګړو راپورونه بې بنسټه وبلل

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): وسله والو طالبانو په تازه څرګندونو کې د ځینو رسنیو هغه راپورونه بې بنسټه بللې، چې په زابل کې يې د جګړې د دوام خبرونه ورکړي دي.

طالب وياند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویل چې د طالبانو او داعش ډلګۍ تر منځ نښته شپږ ورځې وړاندې څلورویشت ساعته کې پای ته ورسيده او وروسته نښته نه ده شوې.

احمدي د ځينو نړیوالو رسنیو هغه راپورونه دروغ وبلل چې لا هم په زابل کې د جګړې د دوام خبر ورکوي، پر ځينو بهرنیو رسنیو سربېره افغان رسنیو هم په زابل کې د جګړې د دوام خبرونه خپاره کړل.

طالب وياند قاري يوسف احمدي ليکي: «د دې جګړې په اړه نن سهار غربي رسنيو راپورونه ورکړل چې جګړه لا هم دوام لري او په اړوند يې دا دروغ هم خپاره کړل چې دا جګړه د مجاهدينو د دوو ډلو تر منځ پېښه شوې او لا روانه ده.

دا جګړه چي شپږ ورځې وړاندې شوې اوپه ۲۴ ساعته کې پای ته رسېدلې ده، د جګړې له سيمي موثق معلومات دا دي چې هلته دا څوورځي هيڅ نښته نشته.»

وړاندې زیاتوي چې سیمه طالبانو پخپل واک کې اخیستي او د جګړې هیڅ عامل نه ترسترګو کېږي.

ياده دې وي تېره اوونۍ وسله والو طالبانو د زابل په خاک افغان کې داعش وسله والو سره نښته وکړه چې ځينې یرغمل ولسي وګړي يې د هغوی له منګولو خلاص او سیمه يې ترې پاکه کړه.

تر دې وړاندې هم د کندوز په جګړه کې طالبانو پر رسنیو غږ وکړ چې د حقایقو په خپرولو کې دې بې پرې واوسي، دوی خبريالانو ته څو ځلې د دوی تر لاس لاندې سیمو ته د ورتګ بلنه ورکړې ده او ترې غوښتي يې دي چې پېښې له نږدې وڅاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

مه یی ګرموی ، دوی د نجیب دوری د وخت سره ورته وخت کی د ځنکدن حالت کی د مرګ په انتظار شپی ورځی صبا کوی د نجیب دوره کی چه مور او پلار ( روسانو ) تری په تيشته کی شو ل او وتښتیدل او نجیب یی مجاهدینو ته کشنده پریښود ، چه بالاخره د مظلوم اولس له خوا ورته د هغه د حال مناسبه سزا واوروله شوه . همدا حالت د اوسنی اداری دی چه مور او پلار ( امریکایانو) هم د تیښتی د پاره اوښانو کی بړی اچولی زیات شمیر یی تللی او کم شمیر یی پاتی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x