ټولنیزه برخه

اند واند(۲): فرانسس فوکویاما او د تاریخ پای نظریه!

زمونږه نړۍ چې په تیرو پیړیو کې څه ولیدل: هغه د اتلسمې او نولسمې پيړۍ استعماري او کالونیستي دورې وې او شلمه پيړۍ بیا په حقیقت کې د نظریو پيړۍ وه- د کمونیزم او د کاپیتالیزم پیړۍ، چې اثرات یې د ژوند په هر ډګر کې، د نړیوال سیاست څخه نیولی تر ادب، موسیقۍ، ژورنالیزم، او… پورې خپاره شول.

کله چې د ختیځ استعمار پر افغانستان یرغل راووړ، برزنسکي، سې آئ ای د ای ایس ای په مرسته په افغانستان کې د خپل ستر رقیب لپاره یو دام واچوه، چې د هغوی لخوا  د خرس د تلک په نوم ونومول شو. همدا جال یا تلک بیا د دې لامل شو چې په نړۍ کې د شوروی او د کمونیزم نظام  نسکور کړي؛ په دې، یو جاپانوی نژاده امریکايي خپله یوه نظریه، د تاریخ پای، وړاندې کړه، چې زمونږ د بحث موضوع هم، همدا نظریه ده.

په کال ۱۹۸۹ کې ښاغلی فرانسس فوکویاما د انترنیشنل انترست نومی ژورنال کې خپله مقاله، د تاریخ پای؟ په نوم ولیکله، او وروسته یې په  ۱۹۹۲ کې کتابي بڼه هم ورکړه. کتاب د تاریخ پای او د وروستی انسان په نوم خپور شو چې په نړۍ کې یې د فوکویاما د نظریې په هکله شور راپورته کړ.

په دې کتاب کې لیکوال په دې اند دی: نړۍ ته چې څه کتل ول، هغه یې ولیدل، د کمونیزم په ماته، یوازینی نظام چې د تل لپاره  به دوام مومي او هغه نظام چې نړیواله بڼه به خپلوي، لیبراله دیموکراسي ده (فوکویاما.  ۱۹۹۲)

دغه نظریه د کمونیزم په ړنګیدو او د لیبرالی دیموکراسۍ (!) په برۍ څرګنده شوه، د فوکویاما په ګمان لیبراله دیموکراسي د انسانانو د حکومتي چارو اخرنی پړاو دی، د فرانسې د  انقلاب (۱۷۸۹) څخه نیولی تر دې دمه حالات د دې ثبوت دی چې لیبراله دیموکراسي د حکومتي چارو یو ښه نظام دی. هغه په دې هم یقین لری چې د تاریخ په پای کې به هم واقعات څرګندیږي خو داسې بڼه به ونلری چې د نړۍ لپاره به څه نوی څیز وي او یا یې وړاندې کړي، دغه واقعات یا بدلونونه به – یوازې- په لیبرالی دیموکراسۍ کې یو څه اصلاحات وي، نور هیڅ هم نه.

د کتاب څرخیز مفکوره په دې جمله کې راټولیدای شي:

یوه ایدیالوژي او نظریه هم داسې نشته، چې د  لویدیز د  جمهوریت په ګدۍ کیښنی؛  نه په ملوکیت کې دومره زور شته، نه په فاشزم، نه به کمونیزم او نه په کومې بلې نظریې کې. یوازې لیبرالې دیموکراسۍ  وار دمخه د نړیوالو څخه ډاډ اخستی.
حتی تر دې چې کومو خلکو په دیموکراسۍ ایمان هم نه درلود  او نه به یې دا نظام د واکمنۍ د نظام په توګه خپلول او یا خوښول غوښته، اوس اړ دی چې د دیموکراسۍ ژبه وکاروی خواه که د انحرافاتو او یا د خپل د استبداد لپاره د جواز په بهانه دې نه وي؛ دوی به اوس د نړیوالو سره هم غږی کیږی.(فوکویاما. ۱۹۹۲)

په لنډو ټکو کې دغه کتاب د کمونیزم په ماتیدو- چې د لویدیزې نړۍ پکې لاس و، او لویدیز بیا د لیبرالې دیموکراسی خاوندان ول – او د لیبرالی دیموکراسۍ د برۍ په هکله سرینده غږول ول.
لیکوال یوه داسې  نظریه وړاندې کړې، چې په دې هکله شپینګلر تقریباً یوه پیړۍ مخکې د لویدیځ د زوال ذکر چیړلی وه!

د شپینګلر نومیالی کتاب، د لویدیځ زوال، چې په دوو جلدونو کې په کال ۱۹۱۸ کې خپور شو، د لویدیځ په هکله څه داسې څرګندونه کوي:
په حقیقت کې لویدیځ د خپل د زوال د پېر څخه تیریږي او مونږ پخپل اخرنی پړاو کې سترګې غړوو. (شپینګلر. ۱۹۱۸)

د شپینګلر د اخري پړاو په پوهیدلو ،پکار دی چې د هغه د تمدنونو په ماډل ځان پوه کړو. د شپینګلر د تمدنونو ماډل د کال د څلورو څپرکیو په شان دی، لکه: پسرلی، دوبی، منی، او ژمی.

د هغه په اند پسرلی د تمدنونو لومړی پړاو وي، چې د مذهب له پلوه هغوی سخت دریځه، او ټولنه د خدای یو نوی تصور لري. فن د مذهب د اثر لاندې وي، او د سیاست له لحاظه تمدن د فیوډالیزم په پړاو کې وي.

د تمدنونو دویم پړاو دوبی وي، چې د مذهب خلاف د مدرنیستانو پروتست پیلیدل او له همدغه ځای څخه فلسفي خوځښتونه او د عقلیت پيل هم کیږي. فن د مذهب څخه لږ اثرات قبلوي، او مخه یې د نیچر او د کلتور پر خوا کیږي. په سیاسي لحاظ د واکمنۍ انداز بادشاهت په پلو درومي.

د شپینګلر د تمدن دریم پړاو منی دی. په دې پړاو کې ښاریتوب پراخیږي، د علم او منطق آواز هره پلو اوریدل کیږي، د فن په سطحه تمدن د آزادۍ په ډګر روانیږي، او تمدن په سیاسي بڼه د واکدارۍ او د شتمنو ترمنځ مقابله وي.

اوس راګرځو د شپینګلر د تمدن اخري پړاو ته، چې پورته یې د لویدیځ په هکله ذکر راغلی، چې څه دغه ډول دی: په مذهبي لحاظ تمدن د ماده پرستۍ پلو ته مائیل کیږي، شکیتوب منځ ته راځي. فن د سامبولیکتوب څخه آزادیږي او د فیشن جامه خپلوي! په سیاسي لحاظ تمدن په دې پړاو کې د دیموکراسۍ پلو ته قدم وهي، چې واګي یې اکثره د شتمنو او بډایو کورنیو په لاسونو کې وي.

دا خو وه شپینګلر، چې پخپل اند یې د فوکویاما نظریه د هغه د پيدایښت څخه هم مخکې رد کړې وه!

د مسلمان مفکر شیخ سلمان العوده په اند د فوکویاما نظریه د یو ښکلي خوب څخه زیاته څه نده! که مونږ وګورو نو د تمدن زوال، یوه طبیعي عمل دی، نړۍ داسې ډیر تمدنونه لیدلي چې د بعضو څه ماتی کنډوالی پاتي، او د چا چې بیا ماتې کنډوالی په نصیب ندی هغوی د تاریخ د ګردونو څخه په ډکو پاڼو کې شتون لري، او داسې تمدنونه هم شته چې د تاریخ په پاڼو کې یې د یادیدو نصیب هم ندی شوې! نو د لیبرالی دیموکراسۍ برۍ چې پرې به د تاریخ پای کیږي، یوه بی بنیاده او بی بنسټه خبره او نظریه ده. (العوده. ۲۰۰۳)

په امریکا کې په هره دویمه دقیقه کې یو نه یو کس ریپ (زنا بالجبر) کیږي، او تقریباً هر کال ۲۰۷۷۵۴ کسان یې ښکار جوړیږي. د حکومتي راپور په اند په کال ۲۰۰۹ کې د ریپ ښکار ۸۱۲۸۰ کسان ول. (http://www.census.gov/prod/2011pubs/12statab/law.pdf)
۸۰ سلنه کسانو عمر د ۳۰ څخه ټیټ او د ۴۴ سلنه کسانو عمر بیا د ۱۸ څخه کم وي.

د امریکا د اخلاقي حالت تاسو د هغوی د فوځیانو او د جنرالانو د کړو وړو څخه په آسانۍ کوای شئ، مونږ دلته د متحده ایالاتو مثال ځکه راووړ چې همدا د لیبرالې دیموکراسۍ قدوه او رپنده پورته کوونکی دی، د نورو هیوادونو حالت له دې څخه ښه نه، بلکه ډیر خراب دی. فوکویاما چې د لویدیځ کومه لیبراله دیموکراسي ښايي، هغه د ایدمند برګ په تاریخي کتاب – چې درې پیړۍ مخکې یې د رومي امپراطورۍ په هکله لیکلی وه، او د تمدنونو د عروج او زوال عمومي نظریه پکې بیان شوې- هم ردیږي! د ایدمند برګ نظریه د ابن خلدون د تمدنونو د زوال نظریې ته ډیره ورته وه؛ دواړه اخلاقي حالت د تمدنونو زوال ګڼي!

د لویدیځ زوال د ۱۱/۹ څخه پیل شو او په کال ۲۰۰۸ کې یې د نړیوال د ځواک رتبه هم هله تر پوښتنې ودریده چې کله د شوروی د کا جی بی پخوانی مشر ښاغلی پیوټن امریکا د جیورجیا په معامله کې د ناچارۍ سره مخ کړه. له همدې ځایه د نړۍ د نړیوالو اړیکو ډیرو مفکرینو او پوهاند په دې اند شول چې د نړۍ د ځواک انډول بیا د ډیرکیو ځواکونو په لور ولاړ.

د بریک (BRIC) هیوادونو اوچت الوت، هر یو : برازیل، روسیه، هندوستان، او چین د امریکا او د لویدیځ مشري تر نیوکی نیولی! د بریک سازمان چې پرته د چین هیڅ ده او په کال ۲۰۲۷ کې به د امریکا څخه لومړی مقام ونیسي، په هر ځای کې لویدیځ ته سردرد جوړ کړی، خواه که په افریقاء کې مقابله وي، او که په منځنی ختیځ کې….

او اوس، وال سټریټ اشغال کړئ، به ډیر ژر  د دغه لیبرالی دیموکراسۍ سحر مات کړي. تاریخ به د تل په شان د چا لحاظ  ونه ساتي او جوته به کړي چې تاریخ به په کومه نظریه نه پایږي! په ځواب کې به تاریخ یوه ځانګړی نظریه هم څرګنده کړي چې د تاریخ پای نه، بلکه د لویدیځ پای راروان دی! ان شاء الله.

Lewany.leekwal@hotmail.com

اخذلیکونه:

احمد، خورشید پروفیسور. (۲۰۰۴). د تمدنونو ټکر؛ حقیقت او که خیال.

العوده، سلمان شیخ. (۲۰۰۳). د تاریخ پای.

برګ، ایدمند (؟) د رومي امپراطورۍ عروج او زوال.

شپینګلر (۱۹۱۸) د لویدیځ زوال.

فوکویاما، فرانسس. (۱۹۹۲). د تاریخ پای او اخرني انسان.

کینیډی، پال (۱۹۸۸) د لویو طاقتونو عروج او زوال. نیویارک: وینټیج بوک

http://www.census.gov/prod/2011pubs/12statab/law.pdf

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x