ورزش

رونالډو: راتلوونکو پنځو کلونو کې استعفاء کوم

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۳مه ۱۳۹۴ل): کریسټیانو رونالډو د پرتګال کاراس نومې ځانګړې مجلې سره مرکې کې ویلي چې راتلوونکي پنځو کلونو کې استعفاء کوي.

کریسټیانو رونالډو دغې مجلې سره خپلې مرکې کې ویلي چې کیدی شي له پنځو کلونو څخه وړاندې له فوټبال لوبې څخه استعفاء وکړي. رونالډو د فوټبال د نړۍ یو له پیژندل شوو ستورو څخه دی چې په نړیواله کچه په میلیونونه خوښوونکي لري.

دا په داسې حال کې دی چې د کریسټیانو رونالډ وکیل له دې څخه وړاندې رسنیو ته ویلی و چې رونالډو غواړي تر څلویښت کلنۍ پورې د فوټبال لوبې ته ادامه ورکړي.

رونالډو اوسمهال ۳۰ کلن دی او د ۲۰۱۶ زیږیدیز کال د فبروري په میاشت کې ۳۱ کلن کیږي. نوموړی توانیدلی په دې ۳۱ کلونو کې د فوټبال ډیرو پیاوړو لوبغاړو ته د شهرت په ډګر کې ماتې ورکړي.

کریسټیانو رونالډو کاراس مجلې ته وویل:
« زه څلور یا له زیات نه زیات پنځه کاله نور هم فوټبال لوبې ته ادامه ورکوم او له هغې وروسته استعفاء کوم. له استعفاء وروسته له خپلې کورنۍ او دوستانو سره شاهانه ژوند کوم او بس.»

نوموړی زیاته کړه:
« ما هیڅکله نه دی ویلی چې زه یو متواضع انسان یم. زما شخصیت همدا دی چې تاسې يي وینئ او هیڅکله د هغه څه ښودلو چې نه یم هڅه نه کوم. په لوبغالیو او نورو ځایونو کې د مخالفینو له ښکنځلو سره عادت شوی یم.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x