د ایچ ټي سي (HTC) د راتلوونکی سمارټ فون ځانګړتیاوې افشاء شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۳مه ۱۳۹۴ل): داسې ښکاري چې د ایچ ټي سي (HTC) کمپنۍ غواړي د ۲۰۱۵ زیږیدیز کال له پای ته رسیدو څخه وړاندې خپل یو بل سمارټ فون هم وړاندې کړي.

له څو ورځو څخه د دغې کمپنۍ نوی سمارټ فون کوم چې ایچ ټي سي ون ایکس ۹ (HTC One X9) نومول په اړه راپورونه وړاندې کیږي او دا ځل د دغې سمارټ فون ځانګړتیاوې افشاء شوي.

د دغې سمارټ فون ځانګړتیاوې په چین هیواد کې د اجازې اخیستلو نه ورسته افشاء شوي او ښيي چې د ایچ ټي سي (HTC) دغه سمارټ فون یو ډیر پیاوړی سمارټ فون دی.

په افشاء شوي ځانګړتیاوو کې ویل شوي چې د ایچ ټي سي کمپنۍ دغه سمارټ فون کې ۲.۲ ګیګاهرتز اته هستې لروونکی پروسېسر کارول شوی.

دغه سمارټ فون به له ۵.۵ انچه ډسپلې لرلو سره له ۱۹۲۰*۱۰۸۰ ای پي ایس (HTC) ډوله ریزولوشن سره کاروونکو ته وړاندې کیږي.

د فایل ثبتونې داخلي وړتیا يي ۱۶ ګیګابایټ دی او کاروونکي کولی شي د اضافي میموري کارډ له لارې د فایل ثبتونې وړتیا یو ټیرابایټ ته ورسوي.

د دغې سمارټ فون له ځانګړو او پیاوړو ځانګړتیاو څخه دا دی چې دغه سمارټ فون به کاروونکو ته له څلور ګیګابایټ رېم سره وړاندې کیږي.

اصلي کامره يي ۱۳ او مخکینی کامره يي ۵ میګاپکسله ده. د دغې سمارټ فون مجموعي وزن ۱۷۴ ګرامه ښودل شوی او ۵.۰.۲ انډرایډ لالیپاپ اپریتنګ سیسټم سره به کاروونکو ته وړاندې شي.