افغانستان

فارياب کې د يوه مهم قومندان په ګډون ۱۱ تنه اربکيان طالبانو ته تسليم شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): په فارياب ولايت کې د اربکيانو يو مهم قومندان ګل مراد له خپلو لس تنو ملګرو سره طالبانو ته تسليم شوی دی.

د فارياب ولایت امينه قومندان سيد اقا اندرابي ويلي چې ګل مراد له څو ورځو راهیسې ورک شوی و چې فکر کېده د طالبانو له لوري به نيول شوی وي.

خو نوموړي نن ومنله چې ګل مراد د پښتونکوټ په ولسوالۍ کې طالبانو ته له خپلو لس تنو ملګرو او يو شمېر وسلو سره تسليم شوی دی.

بل لور ته د هلمند ولايت چارواکو هم منلی چې ددوی ۶۵ تنه سرتيري د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې طالبانو ته تسليم شوي دي.

طالبانو پرون د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د ۵ قومندانانو په ګډون د ۶۵ تنو سرتېرو د نيول کېدو او لسګونو میله سپکو او درنو وسلو او ۵ عراده موټرو د نيولو خبر وکړ.

که څه هم تېره ورځ دولت د سرتيرو د تسلېمېدو په اړه څه نه و ويلی خو نن د هلمند والي تورن جنرال میرزا خان رحيمي وويل چې تېره شپه په سنګين کې ۶۵ تنه سرتيري له طالبانو سره يوځای شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې وخت په وخت امنيتي سرتيري طالبانو ته تسليميږي چې طالبان به يې هم ډېر ځله په دې شرط پريږدي چې بېرته به ددوی خلاف د جنګ ليکو ته نه ورځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x