افغانستان

طالبانو د داخله وزارت ادعاوې په کلکه رد کړې

طالب ویاند

طالبانو د کورنیو چارو د وزارت هغه ادعا په کلکه رد کړه چې ګنې بهرنیو ځواکونو او د هغوی افغان ملاتړو څو سرښندونکي بریدکوونکي ژوندي نیولي دي. دغه وزارت ویلي وه چې دا سرښندونکي بریدکوونکي وړمه ورځ په پکتیکا کې نیول شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ادعا کړې وه چې د سرښندونکو بریدګرو سره ئې وسلې هم نیولي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا ادعاوې په کلکه ردوي او زیاتوي چې په دې اړه دوی په سیمه کې پراخه پلټنه ترسره کړې او په دې ولایت کې هیڅ یو مجاهد نه دی نیول شوی.

ښاغلی مجاهد د کورنیو چارو د وزارت دا ادعاوې د خپلو سرتیرو د ځلولو هڅه بولي او زیاتوي چې د داسې اوازو په خپرولو سره  دوی غواړي خپل عسکر فعال وښيي او خلک وغولوي.

لکه څنګه چې د کورنیو چارو د وزارت په خبرپانه کې ویل شوي وه چې سرښندونکي بریدګر په وسلو سنبال وه، ښاغلی مجاهد ئې همدا خپله خبره د دوی دروغو لپاره ثبوت نیسي او وايي:

“لومړې خو په سيمه کې هيڅ مجاهد نيول شوي نه ده او بل داچې هغه مجاهدين چې دفدايي بريدونو اراده ولري او بيا مسلح هم وي دکابل اداره څه چې دهغو بهرني باداران او ټول ملاتړي هم دا توان نه لري چې هغوي بې له مقاومت اومقابلې نه په آرام سره ژوندي ونيسي ، په داسي مواردو کې دښمن تل درواغ وايي او له واقعيته لري غلط خبرونه خپروي”.

په یوه جلا خبرپاڼه کې د طالبانو ویاند د داخله وزارت هغه ادعاوې هم دروغ بللي چې ګنې بهرنیو ځواکونو د افغان سرتیرو په ملاتړ د هیواد په مختلفو سیمو کې ۹ تنه مجاهدین شهیدان، ۸ تنه ټپیان، او ۶ تنه ژوندي نیولي، او ډیرې وسلې او مهمات ئې هم ترلاسه کړي.

ښاغلی مجاهد هغه ادعا هم رد کړې د نیول شوو کسانو سره مخدره مواد هم نیول شوي.

“جالبه لاداچې دښمن له نيول شوو او وژل شوو سره د مخدره توکو دنيولو خبره هم کوي ، دا په داسې حال کې ده چې دمخدره توکو دقاچاق وړونکو او دمجاهدینو ترمنځ هيڅ تړاو نشته ، خو ناکام دښمن غواړې هغه بې وسلې کسان چې د نشه يي توکو کروندګر يا سوداګر به وي په مجاهدينو پورې وتړي او په دې توګه دمجاهدينو دتلفات شميره لوړه وښي”.

“موږ دوارخطا دښمن  پورته پوچه او له حقيقته  لرې  ادعا چې هره ورځ يې تکراروي  ردوو ، او وايو چې په يادو سيمو کې مجاهدينو ته  هيڅ  زیان نه ده اوښتی”.

په داسې حال کې چې د خارجي عسکرو د واک ټغر په غونډیدو دی او ځای ئې افغان امنیتي قواوې نیسي، د خلکو په مینځ کې د افغان سرتیرو د ځواک په اړه ډیرې پوښتنې پرتې دي، چې ایا د خارجي عسکرو تر وتلو وروسته به دوی د طالبانو مقاومت ته ټینګ شي او که نه؛ د کتونکو په اند ښایي د کورنیو چارو د وزارت ددغو پرلپسې خبرپاڼو موخه او مقصد هم د خلکو په مینځ کې ددې تشویشونو تضعیفول او له مینځه وړل وي.

د یادونې وړ ده په دې خبرپاڼو کې کله د طالبانو د تلفاتو ارقام دومره اوچت وي چې د خارجي حضور په تیره یوولس کلنه موده کې ئې ساری نه لیدل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x