نړۍ

«اسلامي دولت» ډلي د پاریس برید د باران لومړی څاڅکي وبلل

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): په عراق او شام کې د اسلامي دولت ډلي د هغه خونړي بریدونو پړه پر غاړه واخیسته چې تیره شپه ناوخته د فرانس په پلازمینه پاریس کې په مختلفو ځایونو کې تر سره شول، او ویل کیږي چې تر اوسه لږ تر لږه ۱۵۰ تنه وژل شوي او زیات شمېر نور ټپيان دي چې د ځینو روغتیايي حالت یې د انديښنې وړ ده، ګمان کیږي چې د مړو شمېر به تر دې هم زیات سي.

د اسلامي دولت ډولي په خپل یوه تازه بیان کې چې نن ورځ یې رسنیو ته لیږلی، ویلي چې ددوی اته تنه وسلوالو بریدګرو د پاریس په مختلفو سیمو کې پر «صلیبي کفارو» خونړي بریدونه وکړه، چې په بریالیتوب سره پای ته ورسیدل او تر ۲۰۰ زیات فرنسویان په کښي ووژل شول.

دوی ویلي چې لومړی برید د فرانسې پر ملي لوبغالي وسو، چیري چې د فرانسې او المانیا تر منځ د فوټبال دوستانه لوبه روانه وه او یو بل برید په یوه تیاتر کې د کنسرټ پر مهال چې په زرګونو خلک په کي را ټول وه، تر سره شو. او زیاتوي چې د فرانسې پر ملي لوبغالي د برید پر مهال ددغه هیواد ولسمشر هم حاضر وو، چې ددوی د برید څخه روغ ووتی.

دوی ادعا کړې چې د بریدګرو شمېر اته تنه وو، چې د خپلو وسلو د استخدام وروسته یې د خلکو په منځ کې ځانونه چولي او د مرګ ژوبلي شمېره یې لا هم زیاته کړې.

د اسلامي دولت ډلي په خپل بیان کې ویلي چې فرانسه په اوروپا کې د صلیبي هیوادونو مشرتوب په غاړه لری او ددوی دا برید د ورته نورو بریدونو یو پیل دی.

دوی ویلي چې فرنسا او هر هغه څوک چې ددوی پر لاره روان دي، ځان دې په دې خبره ښه پوه کړي چې دوی به د تل لپاره د اسلامي دولت ډلي د بریدونو هدف وي، تر څو چې دوی داسلام ضد کړني بس کړي نه وي، تر څو چې د اسلام مقدساتو او رسول الله صلی الله علیه وسلم په توهین باندي فخر څخه لاس اخیستی نه وي، تر هغو به پر دوی زمونږ مرګوني بریدونه ادامه لري.

په بیان کې د فرنسې له خوا په سوریه کې داسلامي دولت ډلي په ضد هوايي بریدونه هم غندل شوي او ویل شوي چې فرنسا دي له دغه بریدونو لاس واخلي کنه د پاریس کوڅې به ددوی په وینو لړلي وی، او زیاته کړې چي دا یو باران لومړي څاڅکې دي، باید عبرت ځیني واخیستل شي، کنه دوی به تر دې هم سخت بریدونه تر سره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x