افغانستانویډیو

د داعش له منګولو ازاد شوي مسافر: مونږ طالبانو ژغورلي يو – ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): د زابل په ولايت کې د تېر کال د کب په مياشت کې يرغمل شوي هزاره ګان چې تېره اوونۍ راخوشې شول وايي چې دوی د دولت نه مګر د طالبانو په هڅو د يرغمل کوونکو له منګولو را ازاد شوي دي.

دغه مسافر نن ورځ په کابل کې له خپلو کورنيو سره يو ځای شول او رسنيو سره يې په خبرو کې وويل چې وروسته له هغې چې د داعش وسله والو څو کسان د طالبانو له لوري ونيول شول، طالبانو ته زمونږ د اوسېدو ځای هم په لاس ورغی چې مونږ يې له بند څخه ازاد کړو.

دغه مسافر تېر کال د کب په ۳ مه نېټه په داسې حال کې وتښتول شول چې له زابل ولايت څخه دهېواد پلازمینې کابل ته په لاره وو او د خاک افغان په ولسوالۍ کې د داعش وسله والو لاسونو ته ورغلل.

دغو راخوشې شويو بنديانو ويلي چې دوی ټول ۳۱ تنه يرغمل شوي وو چې د هغوی له جملې څخه يې ۳ تنه د نيول کېدو په سبا خوشې شول او د داعش ليکو ته لاړل.

دوی ويلي چې ددوی له جملې څخه يې ځينې خوشې شول او ځينې هم د داعش وسله والو ووژل خو دوی وروستي کسان وو چې تر اخره د داعش په بند کې وو او د طالبانو په هڅو راخوشې شول.

ددغو له ډلې څخه د محمد يوسف په نامه يوه کس وويل «مونږ ته د بند پر وخت سخت وهل راکول کېدل او هره ورځ به يې راته د مرګ ګواښونه کول او تهديدولو به يې، او ويل به يې که مو دولت له مونږ سره ستاسو په سر تبادله ونه کړي مونږ به مو سرونه پرې کړو».

له هغې وروسته چې ازاد شوي هزاره ګان راخلاص شول ولسمشر محمد اشرف غني هم وويل چې مونږ وعده کړې وه چې دغه کسان به مونږ راخلاصوو چې دادی نن مو دغه وعده رښتيا کړه او يرغمل شوي کسان مو راخوشې کړل.

خو محمد يوسف د دولت هغه ادعا رد کړه چې ويلي و د دغو يرغمل شويو د خلاصون له پاره يې عمليات کړي دي او دوی يې د داعش له منګولو را ازاد کړي دي.

محمد يوسف وايي چې دولت زمونږ د خلاصون له پاره هيڅ نه دي کړي خو کله چې په زابل ولايت کې د طالبانو او د اعش ډلې تر منځ تاوتريخوالی زيات شو نو طالبان د جګړو په ترڅ کې د داعش هغې ودانۍ ته ورسېدل چې مونږ په کې بنديان وو، چې د طالبانو له راتګ سره مونږ راخوشې کړل شو.

دخدا بخش په نامه يو بل تن وايي «مونږ چې را ازاد کړو، طالبانو را ازاد کړو، پنځه نيمي بجې وي چې طالبان راغلل کيلي يې راکړه او راته يې وويل چې لاسونه او پښې خلاصې کړه».

د يادونې وړ ده چې د تېرې اوونۍ په پای کې د اوو تنو هزاره يرغمل شويو کسانو له وژل کېدو وروسته که څه هم د هغوی قاتلين د طالبانو له لور ي په دار وځړول شول خو په افغانستان کې د هزاره توکم غړو په کابل کې پراخ لاريون وکړ او د هغو وژل شويو مړي جسدونه يې کابل ته راوړل او د دولت خلاف يې شعارونه ورکول او دولت يې د امنيت په ساتلو کې پاتې وباله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

جاته چه د خاوری ، خلکو او خپلواکی ( ناموس ) پلورل ورته بی ارزښته او بیباکه وی ، دروغ ورته د مادلام خسی هم نه ښکاری ، کمونست ، سکولرییست ، عیسوی او ماسونیست غنی دروغ ، غلام او درغلی وکړی په ډموکراسی کی تر ټولو لویه تقوی ده . دا چه وخت ناوخت د اولس او بادارانو سره ژمنی کوی چه زه به دا او دا وکړم ولی یوه یی هم ترسره نه شوه کړی نو له دروغو غیره نور ورته پاتی دی ، وایی څه لرم چه د خدای په نامه یی ورکړم ، دا هم لوی… نور لوستل »

mohammed

ولن ترضى عنك اليهود ولا النصارى حتى تتبع ملتهم قل إن هدى الله هو الهدى ولئن اتبعت أهواءهم بعد الذي جاءك من العلم ما لك من الله من ولي ولا نصير 120

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x