ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۲۴) – لمونځ … لمونځ

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن (مارزک)

لمونځ … لمونځ

( یَاأَیُّهَا الَّذِینَ امَنُواْ اسْتَعِینُواْ بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ .)
” ای مومنانو! په صبر او لمانځه سره له الله تعالی نه مرسته وغواړئ. ”

کله چې له ناڅاپه وېرې او ترهې سره مخ شوې ، غمونو او ستونزو درنه غېږه چاپېره کړه، او ناکرارۍ له ګرېوانه ونیولې، نو سملاسی لمانځه ته مخه کړه، ایله روح او بدن به دې کرار ومومی، لمونځ د وجود خفګان، ستړیا او ناهیلی له منځه وړی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله له کومې ستونزې سره مخ شو، نو بلال رضی الله عنه ته به یې غږ کړل: (( ای بلاله! د لمانځه لپاره اذان وکړه، چې ارام ومومو )) .

لمونځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خوښۍ سرچینه او د سترګو یخوالی وو ، ما په تاریخ کې د سلفو د ژوند کیسې لوستی دی، کله به چې هغوی ته کومه ستونزه راولاړه شوه، او یا به له کومې پېښې سره مخ شول، نو سملاسی به پر لمانځه ودرېدل، په دې ډول به یې ځان غښتلی کړ، او همت او ارادې به یې را تازه شوې.

د وېرې د لمانځه فلسفه همدا ده ، چې کله د انسان هوش او حواس له وېرې کار پرېږدی، او ساه یې تر چړې لاندې وی، نو په دغه وخت کې د ډاډ او ثبات یوازينۍ لاره د خوف (وېرې) لمونځ کول دی، او په خشوع سره لمونځ کول د ډیرو ستونزو حل هم دی.

نننی نسل چې د روانی ناروغیو له طوفان سره مخ دی، باید ځان له جومات سره اشنا کړی، تر ټولو مخکې دې خپل تندی پر ځمکه کېږدی، چې پروردګار یې ترې راضی او خوښ شی، او دی دې هم د اندېښنو او غمونو له روانی طوفان څخه په امن شی، که نه؛ نو اوښکې به مو سترګې له ځان سره وبهوی، ناکراری او اندېښنې به مو اعصاب وخوری، ځکه هېڅ داسې کومه بله انرژي یا قوت نشته، چې د لمانځه په څیر انسان ته ډاډ او سوکالی ور بښی.

که لږ فکر وکړو، نو وبه پوهیږو چې پینځه وخته لمونځ د ګناهونو کفاره ده، او د الله تعالی پر وړاندې زموږ د درجو د لوړیدو ستر لامل هم دی، د دردونو غوره درملنه او د ایمانی ناروغیو لپاره ګټور درمل دی، ضمیر ته مو یقین رابښی، او زړه ته مو د ” رضا پر قضا ” فلسفه ور زده کوی؛ خو کوم کسان چې له جومات لرې ګرځی او لمونځ یی ترک کړی، نو دوی له یوی بلا په بلی بلا اوړی، له یو غم څخه لا خلاص نه وی، چې بل یې هر کلی کوی، یوه بدبختی به یې ختمه نه وی، چې بله تری غېږه چاپیره کړی.

( فَتَعْساً لَّهُمْ وَ أَصَلَّ أَعْمَالَهُمْ )
” نو د هغو لپاره هلاکت دی، او الله تعالی د هغو عملونه له یوی مخې برباد کړل. ”

ددې لړۍ نوري برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/ma-khapa-keza

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x