الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – درویشتمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

وسله واله مبارزه

له هجرت نه وروسته د مسلمانانو په خلاف د قريشو فتنې او له عبدالله بن ابي سره يې تماسونه مخكې مو ولوستل چې د مكې كفارو پر مسلمانانو څه ډول ظلم او زياتى كاوه، او د هجرت په وخت كې يې څه ډول وحشيانه معامله ورسره كوله، نو د دا ډول ظلمونو او تيريو له امله كفار ددې مستحق وو چې مالونه يې ضبط او د جنګ لاره ورسره ونيوله شي. هغوى په سد نه راتلل، ظلم او وحشت يې نه پريښوده، بلكه د مسلمانانو په خلاف يې غوسه او كينه هغه وخت نوره هم پسې زياته شوه كله چې مسلمانانو د دوى له ظلم نه نجات وموند او په مدينه كې د امن د كور خاوندان شول. همغه وه چې عبدالله بن ابي بن سلول ته يې چې هغه وخت لا مشرك وْ ليك واستاوه. نوموړى له هجرت نه وړاندې د انصارو رئيس وْ كه رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) هجرت نه وى كړى او انصارو ورباندې ايمان نه وى راوړى، نو عبدالله بن ابي به يې خپل پاچا ټاكلى واى. قريشونوموړي او مشركانو ملګروته يې ډير توند ليک وليكه چې پكې راغلي وو:

تاسې زمونږ ملګري ته پناه وركړې، قسم په خداى چې يا به ورسره جنګيږئ او يا به يې له وطن نه شړئ، او كه نه نو مونږ ټول درځو تر څو ستاسو ټول جنګيالي ووژنو، او د ښځو عزت او حرمت موتر پښو لاندې كړو. (1) د ليك له رسيدو سره سم عبدالله بن ابي د خپلو مشركينو وروڼو د امر د تنفيذ او پلي كولو پخاطر مټى راونغښتلې. دده زړه له مخكې نه رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ته ډك وْ ځكه ګومان يې كاوه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) يې پاچايي ورخرابه كړه. عبدالرحمن بن كعب وايي: كله چې عبدالله بن ابي او ورسره مشركو ملګرو ته يې د قريشو دا خبر ورسيد، نو له رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) سره د جګړې لپاره راټول شول، خو كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) له موضوع نه خبر شو، ورغى او ويې فرمايل: (‏لقد بلغ وعيد قريش منكم المبالغ، ما كانت تكيدكم بأكثر ما تريدون أن تكيدوا به أنفسكم، تريدون أن تقاتلوا أبناءكم واخوانكم‏)‏.‏د قريشو اخطار او تهديد پر تاسې ډيره ژوره اغيزه كړيده، خو تاسې پخپله خپل ځانونه دومره زيانمن كوئ چې قريش درته دومره لوى زيان او ضرر نه شي رسولى، آيا تاسې غواړئ له خپلو زامنو او وروڼو سره جګړه وكړئ؟! مشركينو چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) دا خبرې واوريدې، نو بيرته سره خواره شول. (١)

پدې سره عبدالله بن ابي د جنګ اراده پريښوده، ځكه ويې ليدل چې ملګري يې وترييدل او يا دا چې په خبره پوه شول او سد يې سر ته راغى. خو دا ښكاره وه چې نوموړي له قريشو سره سر خوځاوه، او كله به يې چې مناسب فرصت وموند، نو د مسلمانانو او مشركانو تر منځ به يې د شر او فتنې اور بلاوه. له ده سره د يهودو همكاري هم وه، خو رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) به تل د دوى د شر او فتنې په اور د خپل حكمت يخې اوبه اچولې او فساد به يې سر اوچتولو ته نه پريښوده. (٢)

د مسلمانانو په مخ د مسجد حرام د دروازې تړلو اعلان

څه وخت وروسته سعد بن معاذ (رضي الله عنه) د عمرې ادا كولو پخاطر مكې ته لاړ. هلته د اميه بن خلف ميلمه شو او اميه ته يې وويل: داسې مناسب او د فرصت وخت راته ګوره چې طواف وكړم. هغه غرمې ته نژدې وخت كې حرم شريف ته بوته، هلته ابو جهل ورسره مخامخ شو او اميه ته يې وويل: ابو صفوانه ! دا څوك دى ؟ اميه ورته وويل: دا سعد دى. ابو جهل ورته وويل: ته ګوره دلته مكه كې په امن او آرامۍسره طواف كوې، خو هلته مدينه کې مو زمونږ بې دينانو ته پناه وركړيده او دا مو هم پتيلې ده چې د دوى مرسته او مدد به كوئ، قسم په خداى كه ته له ابو صفوان سره نه واى، نو بيرته به ژوندى نه واى رانه تللى! سعد په لوړ آواز ځواب وركړ ورته ويې ويل: قسم په خداى كه ته ما لدينه (طواف) منع كړې، زه به دې له هغه څه نه منع كړم چې تا ته له دينه ډير سخت او دروند دى، يعنى له مدينې نه تيره شوې ستاسې (تجارتي) لار به ستاسې په مخ بنده كړم. (1)

مهاجرينو ته د قريشو ګواښ

بيا قريشو مسلمانانو ته داسې اخطار او تهديد وليږه: ګورئ پدې غره نه شئ چې مدينې ته رانه ولاړئ، مونږ در پسې درځو، او هملته مو تس، نس كوو. (2) دا هسې لفظي تهديد او اخطار نه وْ. رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د قريشو له فتنو او فاسدو ارادو نه ښه خبر وْ، نو ځكه به يې ټوله شپه په رڼو سترګو تيروله او يا به د اصحابو (رضي الله عنهم) تر پيرې لاندې ويده كيده. مسلم له عائشې (رضي الله عنها) نه روايت كوي وايي: رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) مدينې ته له راتګ نه وروسته يوه شپه همداسې ويښ ناست وْ، او ويې فرمايل: (‏ليت رجلاً صالحاً من أصحابي يحرسني الليلة‏)‏، قالت‏:‏ فبينما نحن كذلك سمعنا خشخشة سلاح، فقال‏:‏ (‏من هذا ‏؟‏‏)‏ قال‏:‏ سعد بن أبي وقاص، فقال له رسول الله صلى الله عليه وسلم‏:‏ (‏ما جاء بك‏؟‏‏)‏ فقال‏:‏ وقع في نفسي خوف على رسول الله صلى الله عليه وسلم، فجئت أحرسه، فدعا له رسول الله صلى الله عليه وسلم، ثم نام‏.‏ كاشكي له اصحابو نه مې يوه صالح سړي نن شپه پيره راباندې كړې واى. عائشه وايي: مونږ په همدې حالت كې وو چې د وسلې كړپ كړوپ مو واوريد، رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) وفرمايل: څوك دي؟ هغه وويل: سعد بن ابي وقاص يم، نو رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ورته وويل: ولې راغلى يې؟ ده وويل: هسې په زړه كې مې د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) په هكله ويره را پيدا شوه، نو راغلم چې پيره ورباندې وكړم. بيا رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) دعا ورته وكړه او ويده شو. (3)

دا پيره او بيداري د كومې يوې دوو شپو خبره نه وه، بلكه د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) همدا حال وْ. له عائشې نه روايت دى فرمايي: په رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) باندې به د شپې پيره كيدله تر څو دا آيت را نازل شو: ( (وَاللَّهُ يَعْصِمُكَ مِنْ النَّاسِ)) (المائدة:٦٧) [الله تعالى تا له خلكو نه ساتي.]

نو رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) خپل مبارك سر له قبې نه را ويوست او ويې فرمايل: (‏يا أيها الناس، انصرفوا عني فقد عصمني الله عز وجل‏)‏‏.‏ اې خلكو! ورځىْ لاړ شىْ الله تعالى زما حفاظت كوي. (١)

داسې هم نه وه چې دا خطر يوازې رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ته متوجه وْ، بلكه ټول مسلمانان تر ويرې او خطر لاندې وو. ابي بن كعب روايت كوي وايي: كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) او اصحاب يې مدينې ته راغلل، انصارو پناه وركړه، ټول عرب د دوى په خلاف سره يو موټى شول، نو مسلمانان به د شپې او ورځې له مخې بې وسلې نه ګرزيدل.

مسلمانانو ته د جنګ اجازه

پدې حساسو او خطرناكو حالاتو كې چې د مسلمانانو وجود تر خطر لاندې وْ، او داسې ښكاريده چې قريش په سد نه راځي، او په هيڅ قيمت هم خپل كبر او ظلم نه پريږدي. په همدې وخت كې الله تعالى مسلمانانو ته د جنګ اجازه وركوي، خو دا جنګ ورباندې فرض كوي نه بلكه ورته فرمايي: ( (أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ)) (الحج: 39). [حكم وركړى شويدى (د قتال) هغو كسانو ته چې قتال ورسره كاوه شي (د كفارو له خوا) پدې سبب چې بيشكه په دوى ظلم شويدى، او بيشكه چې الله په مرسته د دوى ښه قادر دى.]

دا آيت له هغو آياتونو سره رانازل شو چې مسلمانان يې پدې پوهول چې ددې اجازى هدف جنګ د جنګ پخاطر نه بلكه ددې اصلي هدف دا دى چې باطل له مينځه يووړل شي او د الله احكام او شعائر په ځاى شي. الله فرمايې: ( (الَّذِينَ إِنْ مَكَّنَّاهُمْ فِي الأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلاةَ وَآتَوْا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنْ الْمُنْكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الأُمُورِ )). (الحج: 41) [دغه مهاجر مظلومان، هغه كسان دي چې كه چيرې قدرت وركړو مونږ دوى ته په ځمكه كې (په دښمن باندې دغلبې په اعتبار) نو قائموي دوى (سم ادا كوي له سره له ټولو حقوقو) لمونځ او وركوي به زكات، او امر (حكم) به كوي (خلكو ته) په معروف (نيك شرعي كار) سره او منع كوي به (خلك) له بد كار څخه او د کارونو پايله له الله سره ده.]

سيي خبره دا ده چې د جنګ دا اجازه له هجرت نه وروسته په مدينه كې نازله شويده، خو دا مو و نه شواى كړى چې د نزول معين او دقيق تاريخ يې وټاكو.

د جنګ اجازه خو وشوه، خو پداسې حالاتو كې چې د قريشو زور او زياتۍ ښه په جوش كې وْ د حكمت تقاضا دا وه چې مسلمانان د مكې او شام تر مينځ د قريشو تجارتي لارې تر خپلې ولكې لاندې راولي. رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ددې هدف د تحقق لپاره دوې لارې غوره كړې:

1- د مكې او شام تر مينځ د لارې په سر او يا ددې لارې او مدينې تر مينځ پرتو قبيلو سره د همكارۍ او يا يو پر بل د عدم تجاوز او نه تيري تړونونه ترسره كول. مخكې مو له يهودو سره د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) له معاهدې نه يادونه وكړه. له وسلې والې مبارزې نه مخكې همدې ته ورته يو تړون له جهينه قبيلې سره هم شوى وْ. ددې قبيلې مېنى له مدينې نه د دريو مزلونو يا تقريبا 40- 50 ميله په مسافه كې پرتې وي. همدا راز رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) له نورو قبايلو سره هم د خپلو عسكري عملياتو په وخت كې تړونونه لاسليك كړيدي چې په راتلونكې كې به ورنه يادونه وكړو.

2- دى لارې نه د ګزمې او ګشتي ګروپونو استول. ددې تفصيل به په راتلونکو پاڼو کې راشي:

له بدر نه مخكې سريې او غزاګانې (1)

د جنګ د اجازې له نزول نه وروسته مسلمانانو د پورته يادو شوو دواړو پلانونو د تطبيق پخاطر عملاً په عسكري تحركاتو لاس پورې كړ.
شا و خوا ته به يې د كشف او ګزمې ګروپونه استول تر څو له يوې خوا د مدينې تر څنګ له پرتو برخو نه مكې ته غزيدلې لارې ځانته معلومې كړي، او له بلې خوا دلته له پرتو قبايلو سره د همكارۍ تړونونه لاسليك كړي او د مدينې مشركينو، يهودانو او نورو اعرابو (كوچيانو) ته دا وښيي، چې نور مسلمانان د پخوا په شان كمزوري ندي بلكه اوس د قوي ځواك او زيات قدرت خاوندان ګرزيدلي.

ددې عسكري تحركاتو بل هدف دا هم وْ چې قريش وويروي، سد يې سر ته راولي ترڅو د كبر او غرور له نيلي نه راكوز شي، او د خپل اقتصاد او مهمو ژوندينو لارو په هكله د خطر احساس وكړي او د سولې لاره غوره كړي، له مسلمانانو سره د جنګ اراده پريږدي، د الله په لاره كې نور خنډونه را پيدا نكړي، په مكه كې د مسلمانانو له تعذيب او ځورولو نه لاس واخلي او مسلمانان پريږدي په پوره آزادۍ سره په عربي جزيره كې د الله پيغام خپور كړي.

راځئ اوس په لنډه توګه لدې سراياوو نه يادونه وكړو:

1- د سيف البحر سريه: د هجرت د لومړي كال د رمضان په مياشت کې چې د  (623م) كال د مارچ له مياشتې سره سمون خوري، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د مهاجرينو يو ديرش كسيز ګروپ چې مشري يې د حمزه (رضي الله عنه) په غاړه وه، پدې وګوماره چې د قريشو د هغې درى سوه كسيزې قافلې مخه ونيسي كومه چې ابو جهل هم پكې وْ او له شام نه را روانه وه. مسلمانان چې كله د عيص(1) له خوا د سيف البحر منطقې ته ورسيدل او هملته له مشركينو سره مخامخ شول. دواړو طرفونو د جنګ تياري ونيوله، خو مجدي بن عمرو الجهني چې له دواړو لوريو يعنې مسلمانانو او مشرکينو سره يې تړون درلود راغى، منحګړيتوب يې وکړ او هغوى يې له جنګ نه واړول.
د حمزه (رضي الله عنه) بيرغ لومړنى بيرغ وْ چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پورته كړ يا يې وتاړه، رنګ يې سپين او وړونكى يې ابو مرثد كناز بن حصين الغنوي (رضي الله عنه) وْ.

2- د رابغ سريه: د هجرت د لومړي كال د شوال په مياشت كې چې د 623م كال د اپريل له مياشتې سره سمون خوري، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د عبيده بن الحارث بن المطلب (رضي الله عنه) په مشرۍ د مهاجرينو يو شپيته كسيزه ګروپ تيار كړ او ويې ليږه. دا ګروپ د ابو سفيان په مشرۍ د قريشو له دوه سوه كسيز كاروان سره د رابغ په سيمه كې مخامخ شو، په يو بل يې غشي و ورول، خو لاس په لاس جګړه ونه شوه. پدې سريه كې د مشركينو له لښكر نه دوه كسه مقداد بن عمرو البهراني او عتبه بن غزوان المازني له مسلمانانو سره يو ځاى شول. دوى دواړه له مخكې نه په اسلام مشرف شوي وو او له مشركينو سره پدې خاطر راوتلي وو، تر څو ځانونه مسلمانانو ته ور رسولى شي. د عبيده بيرغ سپين او وړونكى يې مسطح بن اثاثه بن المطلب بن عبد مناف وْ.

3- د خرار سريه (١): د لومړي هجري كال د ذي القعدې په مياشت كې چې د 623م كال د مې له مياشتې سره سمون خوري رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د سعد بن ابي وقاص تر مشرۍ لاندې د سپرو يوه شل كسيز ګروپ ته امر وكړ چې د قريشو د كاروان مخې ته ورشي، خو دا يې ورته وويل چې د خرار له سيمې نه به اخوا نه تيريږي. دوى پياده حركت وكړ، د شپې يې مزل كاوه او د ورځې به چيرته غلي كيدل تر څو د پنځمې ورځ په سهار خرار ته ورسيدل. او هلته خبر شول چې كاروان پرون لدې سيمې نه تير شويدى.د سعد (رضي الله عنه) بيرغ سپين او علمبردار يې مقداد بن عمرو وْ.

4- د ابواء يا ودان غزا:(٢) د دويم هجري كال د صفر په مياشت كې چې د623م كال د اګست له مياشتې سره سمون خوري، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پخپله له او يا كسو مهاجرينو سره ووت. سعد بن عباده يې په مدينه كې خليفه وټاكه. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) غوښتل د قريشو د كاروان مخه ونيسي، مخكې تر ودان پورې ورسيد، خو له كوم خطر سره مخامخ نه شو. پدې غزا كې يې د بني ضمره له رئيس عمرو بن مخشي الضمري سره د تعاون تړون وكړ ددې تړون متن دا دى: ‏‏(‏هذا كتاب من محمد رسول الله لبني ضمره، فږنهم آمنون على ډموالهم وډنفسهم، وږن لهم النصر على من رامهم ږلا ډن يحاربوا دين الله ن ما بل بحر صوفۍ وډن النبي ږذا دعاهم لنصره ډجابوه‏)‏‏.‏

[دا بني ضمره ته د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ليك دى، د دوى سرونه او مالونه په امن دي كه چا ورباندې حمله وكړه، نو مرسته به يې كيږي، خو كه هغوى د الله د دين په خلاف جګړه وكړي نو بيا ورسره كومك او مرسته نشته.] (دا معاهده) تر هغه وخته د اعتبار وړ ده تر څو د سمندر اوبه وجود لري. يعنى د هميشه لپاره معتبره ګنگلى شي. او هر كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له دوى نه مرسته وغواړي، نو دوى به يې مرستې ته ور دانګي١. دا د رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) لومړنۍ غزا وه، ده مبارك (15) ورځې له مدينې نه د باندې تيرې كړې، بيرغ يې سپين او وړونكى يې حمزه بن عبدالمطلب (رضي الله عنه) وْ.

5- د بواط غزا: د دويم هجري كال د ربيع الاول په مياشت كې چې د 623م كال د سپتمبر له مياشتې سره سمون خوري رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له دوه سوه اصحابو (رضي الله عنهم) سره د قريشو د كاروان مخې ته ورغى. پدې كاروان كې اميه بن خلف الجمحي، او د قريشو سل نور كسان او دوه زره پنځه سوه اوښان وْو. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مخكې لاړ تر څو د رضوى له طرفه بواط ته ورسيد، خو له څه واقعې سره مخامخ نه شو. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په دې غزا كې سعد بن معاذ (رضي الله عنه) په مدينه كې خپل خليفه ټاكلى وْ. ددې غزا بيرغ سپين او وړونکى يې سعد بن ابي وقاص (رضي الله عنه) وْ. (بواط او رضوى د جهينه د غرونو د لړۍ دوه فرعي غرونه دي چې له مكې نه د شام د لارې پر غاړه پراته دي او له مدينې نه 48 ميله مسافه لري.)

6- د سفوان غزا: د دويم هجري كال د ربيع الاول په مياشت كې چې د 623م كال له سپتمبر سره سمون خوري، د جابر الفهري زوى كرز له يو شمير مشركانو سره د مدينې په څړ ځايونو يا ورشو حمله وكړه او څه شمير څاروي يې بوتلل. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له اويا كسه اصحابو (رضي الله عنه) سره ورپسې ووت او د بدر له طرفه د سفوان سيمې ته ورسيد. خو كرز يې له لاسه وتلى وْ او بيرته بې جګړې راستون شو. دا غزا د بدر د لومړنۍ غزا په نامه ياديږي.دا ځل يې زيد بن حارثه (رضي الله عنه) په مدينه كې خليفه وټاكه، بيرغ يې سپين او وړونكى يې علي بن ابي طالب (رضي الله عنه) وْ.

7- دذي العشيرۍ غزا: د هجرت د دويم كال د جمادي الاولى او جمادي الاخر په مياشت كې چې د 623م كال له نومبر او ديسمبر سره سمون خوري، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له (150) يا (200) كسو مهاجرينو سره ووت. هيڅوك يېله ځان سره په زور نه وْ بوولي، ټول په خپله رضا او خوښه روان شول. له دوى سره يوازې ديرش اوښان وْ چې په نوبت به ورباندې سپريدل. هدف يې د هغې كاروان نيول وْ چې له مكې نه شام ته روان و.ْ داسې خبر راغلى وْ د قريشو په خاص او قيمتي مالونو بار كاروان له مكې نه روان شويدى، نو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مخكې لاړ تر څو د ذي العشيرې سيمې ته ورسيد، هلته خبر شو چې كاروان څو ورځې مخكې تير شويدى. او دا همغه كاروان دى چې له شام نه د بيرته ستنيدو په وخت كې يې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) بيا مخې ته ورغلى وْ كاروان نجات وموند خو د بدر لويه غزا پيښه شوه.

د ابن اسحاق په خوله دا ځل رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د جمادي الاولى په وروستيو كې وتلى او د جمادي الاخر په لومړيو ورځو كې بيرته راستون شوى وْ.كيداې شي همدا د مورخينو تر مينځ د دې غزا د نيټى په هكله د اختلاف سبب وي.پدې غزا كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له بني مدلج او د دوى له حليفانو سره د عدم تجاوز تړون هم لاس ليك كړ.ابو سلمه بن عبدالاسد المخزومي يې په مدينه كې خپل خليفه پرې ايښى وْ، بيرغ سپين او وړونكى يې حمزه بن عبدالمطلب (رضي الله عنه) وْ.

8- د نخله سريه: د دوهم هجري كال د رجب په مياشت كې چې د 624م كال د جنوري له مياشتې سره سمون خوري رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د عبدالله بن جحش اسدي تر مشرۍ لاندې د مهاجرينو يو دوولس كسيز ګروپ د نخلې سيمې ته واستاوه. له دوى سره شپږ اوښان وو چې په نوبت به ورباندې سپريدل.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د ګروپ قوماندان ته يو خط ليكلى وْ او امر يې ورته كړى وْ چې ليك به له دوو ورځو مزل نه وروسته ګوري. عبدالله دوه ورځې مزل وكړ بيايې ليك ولوست چې داسې پكې ليكل شوي وْ: ‏‏(اذا نظرت في كتابي هذا فامض حتى تنزل نخلة بين مكة والطائف، فترصد بها عير قريش وتعلم لنا من اخبارهم‏)‏‏. [كله دې چې زما دا ليك ولوست، نو مخكې لاړ شه د مكې او طائف تر مينځ پرتې نخلې سيمې كې واړوه، هلته د كاروان لاره څاره او مونږ ته خبر راكوه]. خط يې چې ولوست ويې ويل: امر په سترګو قبول دى، خپل ملګري يې خبر كړل، خو دا يې ورته وويل: چې زه تاسې نه مجبوروم، څوك كه شهادت غواړي نو راسره ځي دي او كه د چا مرګ نه وي خوښ، نو بيرته دى وګرځي، زه به ځم. ملګري يې ورسره موافق شول، ټول وخوځيدل، د لارې په اوږدو كې سعد بن ابي وقاص او ملګري يې عتبه بن غزوان خپل اوښ ورك كړ چې په لټه كې يې له ګروپ نه پاتې شول.

عبدالله بن جحش مخكې لاړ او نخلي ته ورسيد، چې ګوري د قريشو يو كاروان چې مميز، څرمنې او نور تجارتي سامان يې نقلاوه لدې ځاى نه تيريږي. له كاروان سره عمرو بن الحضرمي، د عبدالله بن المغيره دوه زامن، عثمان او نوفل او د بني مغيره مولى (غلام) حكم بن كيسان يې ملګري وو. مسلمانانو په خپل مينځ كې سلا او مشوره وكړه چې څه بايد وكړو نن د رجب وروستۍ شپه ده، كه اوس ورسره جنګيږو، نو د شهر حرام بې حرمتي كيږي او كه يې نن پريږدو، نو بيا د حرم حدودو ته داخليږي! بالاخره فيصله پدې وشوه چې همدا نن مقابله ورسره وكړي او له دوى نه كوم يوه عمرو بن الحضرمي وويشت او مړ يې كړ، عثمان او حكم يې اسيران كړل، نوفل ورنه وتښتيد. بيايې كاروان له اسيرانو سره يو ځاى مدينې ته راوست، لدې مال نه يې خمس بيل كړ دا په اسلام كې لومړنى خمس او لومړنى مړى او لومړني اسيران وو.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د دوى دا كار وغانده، او ورته ويې فرمايل: (‏ما أمرتكم بقتال في الشهر الحرام‏)‏ [ما خو په شهر حرام كې د قتال امر او اجازه نه وه دركړې.] د كاروان او اسيرانو په هكله يې خپله فيصله محفوظه وساتله، او فعلاً يې هر ډول تصرف پكې متوقف كړ.

پدې پيښې سره مشركينو ته فرصت په لاس ورغى چې د مسلمانانو په خلاف خپل زهرجن تبليغات لا پسې زيات كړي. هغوى دا پروپاګند شروع كړ چې مسلمانان د شهر حرام احترام نه ساتي، او د الله تعالى له خوا حرام شوي شيان حلال ګرزوي. پدې هكله يې ډير څه ويل، تر څو د قرآن كريم آيتونه نازل شول او دا مسئله يې حل كړه، په ډاګه يې كړه چې د مسلمانانو ددې كار په انډول د مشركينو جرم او ګناه ډيره لويه ده…

((يَسْأَلُونَكَ عَنْ الشَّهْرِ الْحَرَامِ قِتَالٍ فِيهِ قُلْ قِتَالٌ فِيهِ كَبِيرٌ وَصَدٌّ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَكُفْرٌ بِهِ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَإِخْرَاجُ أَهْلِهِ مِنْهُ أَكْبَرُ عِنْدَ اللَّهِ وَالْفِتْنَةُ أَكْبَرُ مِنْ الْقَتْلِ…)) (البقرة: 217). [پوښتنه كوي خلك له تا نه (اې محمده) له مياشتې حرامې څخه له جنګ كولو پدې كې (چې روا دى كه ناروا؟) ووايه (اې محمده) دغه (سائلينو ته) چې جنګ كول پدې (اشهر الحرام) كې (عمدا) لويه ګناه ده، او منع كول له لارې (دين) د الله څخه او كافر كيدل په الله او (منع كول له) مسجد حرام او ايستل د اهل د مسجد حرام له ده څخه (ګناه) ډيره لويه ده په نزد د الله (له قتاله په اشهر الحرام كې) او فتنه (له دين څخه د خلكو ايستل) ډير لويه (ګناه) ده له جنګ څخه.]

قرآنكريم پدې سره دا په ډاګه كړه چې د مسلمانو جنګياليو د سيرت او اخلاقو په هكله چې مشركينو دا نارې سورې په كار اچولې دي ټولې بې ځايه او بې بنياده دي، ځكه قريشو له اسلام سره په دښمنۍ او پر مسلمانانو باندې په ظلم زياتي سره ټول حرمتونه تر پښو لاندې كړيدي. آيا قريشو له هجرت نه وروسته د مسلمانانو د مالونو د ضبط او غصب، او د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د قتل او وژلو فيصله په همدې حرم (مكه) كې نه وه كړې؟ اوس څه وشول چې د دوى له خوا تر پښو لاندې شوى حرمت بيرته را پيدا شو او څه وشول چې اوس ددې شيانو د حرمت ماتول د شرم او عيب خبره وګرزيده؟ بې شكه د مشركانو له خوا د ناروا او بې بنياده پرو پاګند د د دوى د بې شرمۍ او بې حيايۍ يوه نمونه ده. لدينه وروسته رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دواړه اسيران خوشي كړل، او د وژل شوي كس خپلوانو ته يې د هغه ديت وركړ.(1)

دا وې له بدر نه مخكې پيښې شوې غزا ګانې او سريې، پدې ټولو كې تر هغې د مالونو لوټ او د خلكو وژلو ته خبره نه وه رسيدلې، تر څو پورې چې مشركينو د كرز بن جابر فهري تر مشرۍ لاندې د مسلمانانو څاروي نه وو لوټ كړي. بناءً ددې شروع هم د مشركينو له خوا شوې ده، دا خو پريږده چې لدينه مخكې يې څه كړي وْ. د عبدالله بن جحش له سريې نه وروسته د مشركينو په زړه كې ريښتينې ويرې ځاى ونيو، لوى خطر يې سترګو ته ودريد، او د څه ويره يې چې درلوده همغه وشول. او پدې باوري شول چې د مدينې قيادت ويښ، او با حكمته قيادت دى، د دوى ټول تجارتي حركات يې تر كلكې څارنې لاندې نيولي. اوس مسلمانان ددې توان لري چې ان درى سوه ميله مخكې لاړ شي، او بيا هلته مشركان ووژني يا يې اسيران كړي او مالونه يې له ځان سره يوسي او پخپله روغ رمټ مدينې ته ستانه شي. مشركين پدې پوه شول چې نور شام ته د دوى تجارت تر دايمي خطر لاندې دى، خو لدې ټولو سره سره هغوۍ خپله د كبر او حماقت لاره نه پريښوده، او په ځاې ددې چې د بني ضمره او جهينه په شان د سولې او اخلاص لاره ونيسي، كينه او دښمني يې نوره هم په ځوښ راغله. مشران يې د خپلو تهديدونو او اخطارونو د پلي كولو لپاره ميدان ته راوړاندې شول، او اراده يې وكړه چې د مسلمانانو پر وطن حمله وكړي او هملته خپل وطن كې يې تصفيه كړي. د مسلمانانو وينو ته د دوى همدا تنده وه چې هغوى يې د بدر تر ميدانه را ورسول.

د عبدالله بن جحش له سريې وروسته يعنې د دويم هجري كال د شعبان په مياشت كې په مسلمانانو باندې جنګ او قتال فرض شو، او پدې هكله دا څرګند آيتونه را نازل شول: ((وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلا تَعْتَدُوا إِنَّ اللَّهَ لا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ (190) وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُمْ مِنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ وَالْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنْ الْقَتْلِ وَلا تُقَاتِلُوهُمْ عِنْدَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ حَتَّى يُقَاتِلُوكُمْ فِيهِ فَإِنْ قَاتَلُوكُمْ فَاقْتُلُوهُمْ كَذَلِكَ جَزَاءُ الْكَافِرِينَ (191) فَإِنْ انتَهَوْا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ (192) وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلَّهِ فَإِنْ انتَهَوْا فَلا عُدْوَانَ إِلاَّ عَلَى الظَّالِمِينَ)). (البقرة: ١٩٠ – ١٩٣)

ترجمه: [او جنګ كوىْ (اې موْمنانو) په لاره دالله كې له هغو كسانو سره چې جنګ كوي له تاسې سره، او مه كوىْ زيادت (پر هيچا باندې) بيشكه چې الله نه خوښوي تيريدونكي له حده. او وژنئ دوى په هر ځاې كې چې مومىْ دوى او وباسىْ دوى له هغه ځايه چې ايستلي وئ دوى تاسې او فتنه (شرك او له دين ځنې اړول) ډير سخت دي له وژلو څخه. او جنګ مه كوىْ له دوى سره په نزد د مسجد الحرام كې تر هغه پورې چې وجنګيږي دوى له تاسې سره په دغه (حرم) كې پس كه جنګ وكړي دوى له تاسې سره نو وژنىْ دوى هم داسې. (لكه تيرې شوې جزا) جزا ده د كافرانو. پس كه منع راوړي (له شركه نو الله به يې وبښي) نو بيشكه الله ډير بښونكى پوره رحم لرونكى دى. او جنګ كوىْ تاسې له دوى سره تر هغه پورې چې پاتې نشي فتنه (شرك او فساد) او شي دين (حكم) خاص الله لره، پس كه چيرې وګرځيدل (دوى له شركه نو تاسې تجاوز مه كوىْ پر دوى باندې) نو نشته هيڅ تيرې مګر (خو شته جزا د ظلم) پر ظالمانو باندې.]

پدې پسې لږ وخت وروسته الله تعالى بل ډول آيتونه نازل كړل چې په هغې كې يې د جنګ طريقه ښوولې او مسلمانان يې د جنګ لور ته هڅول او پدې هكله يې څه احكام ورته بيانول هغه مبارك آيتونه دا دي: ((فَإِذا لَقِيتُمْ الَّذِينَ كَفَرُوا فَضَرْبَ الرِّقَابِ حَتَّى إِذَا أَثْخَنتُمُوهُمْ فَشُدُّوا الْوَثَاقَ فَإِمَّا مَنّاً بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاءً حَتَّى تَضَعَ الْحَرْبُ أَوْزَارَهَا ذَلِكَ وَلَوْ يَشَاءُ اللَّهُ لانتَصَرَ مِنْهُمْ وَلَكِنْ لِيَبْلُوَ بَعْضَكُمْ بِبَعْضٍ وَالَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَلَنْ يُضِلَّ أَعْمَالَهُمْ * سَيَهْدِيهِمْ وَيُصْلِحُ بَالَهُمْ * وَيُدْخِلُهُمْ الْجَنَّةَ عَرَّفَهَا لَهُمْ * يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ)).(1) (محمد: 4 – 7)

ترجمه: [نو كله چې مخامخ شوئ (په جنګ كې) له (هغو كسانو) سره چې كافران شويدي نو ووهىْ وهل د ورميږونو (د هغو) تر هغه پورې چې ښه ډير مو ووژل دوى او پرې غالب شوئ نو (وتړىْ دوى) بيا سخت محكم كړى تړل (د دوى چې ورڅخه خلاص نشي) پس بيا احسان ورسره وكړىْ احسان كول وروسته (له بندي كولو او تړلو نه يې) او يا تاسې فديه كړئ دوى فديه كول (په عوض كې يې مال واخلي يا مسلمانان بنديان را خلاص كړىْ) (جنګ) ورسره كوىْ) تر هغه پورې چې كيږدي (جنګياليان د) جنګ وسلې خپلې دغه (حكم الله په دوى كې) دى او كه اراده فرمايلى وى الله (د بدل اخيستلو) نوخوا مخواه به بدل اخيستى وْ الله له دوى څخه (بى له جنګه) او ليكن (امر يې درته وكړ په جهاد له دوى سره) لپاره ددې چې ازموينه وكړي الله د ځينو ستاسو په ځينو نورو (په جنګ كې) او هغه كسان چې وژلى شويدي په ليار د الله كې پس له سره به ضايع نكړي (الله) عملونه د دوى ژر به سمه لياره وښيي دوى ته (الله په دنيا او آخرت كې) او ښه به كړي حال د دوى (په دارينو كې) او داخل به كړي (الله) دوى په جنت كې چې معلوم كړيدى (الله) دغه (جنت) دوى ته. اې هغو كسانو چې ايمان يې راوړى دى (يعنى اې موْمنانو) كه مددګاري وكړىْ تاسى (له دين (الله او رسول) د الله سره نو مدد به وكړي (الله) تاسې سره (په غلبه پر (دښمن) او ثابت به كړي قدمونه ستاسې (په ځاى د جنګ كې).]

پدې پسې الله تعالى د هغې خلكو مذمت وكړ او ويې غندل كوم چې د جنګ د حكم په اوريدو سره ويرې اخيستي وو، او له ډير خوف نه يې زړونه رپيدل. الله تعالى فرمايې: ((وَيَقُولُ الَّذِينَ آمَنُوا لَوْلا نُزِّلَتْ سُورَةٌ فَإِذَا أُنزِلَتْ سُورَةٌ مُحْكَمَةٌ وَذُكِرَ فِيهَا الْقِتَالُ رَأَيْتَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ يَنظُرُونَ إِلَيْكَ نَظَرَ الْمَغْشِيِّ عَلَيْهِ مِنْ الْمَوْتِ فَأَوْلَى لَهُمْ)).(محمد: ٢٠) [نو پس كله چې نازل كړ شي يو سورت محكم او ياد كړى شي په هغه كې جنګ نو وينې به ته هغه كسان چې وي په زړونو د دوى كې ناروغي (د نفاق) ګوري تا ته لكه كتنه د هغه چا چې بيخودي راغلې وي پر هغه باندې له ويرې د مرګ نه، هلاكت دې وي دوى لره.]

حقيقت دادې چې د جنګ فرضيت، او جنګ ته د تيارۍ امر او دې لور ته هڅونه د هغه وخت د حالاتو او شرايطو له غوښتنې سره بالكل مطابقه او برابره خبره وه. كه له حالاتو خبر او زيرك كوم قوماندان هم واى، نو هغه به هم خپل لښكر ته ددې فوق العاده او عاجلو حوادثو او حالاتو د مقابلې لپاره خپل پوځ ته د نمبر اول احضاراتو او آماده باش حكم صادراوه، نو په هر څه عالم او له هر څه لوړ خداى به ولې له حالاتو سره برابر حكم نه كاوه. دا واقعيت دى چې حالاتو د حق او باطل تر مينځ د يوې سرنوشت ټاكونكې او فيصله كونكې جګړې غوښتنه كوله. خصوصاً د عبدالله بن جحش له سريې وروسته كومه چې د مشركينو په غيرت او حميت لوى او ملاماتونكى ګذار وْ او كومه چې ټول مشركان يې په سرو سكروټو كينولي وو.

د جنګ د آيتونو له سياق او سباق نه دا څرګنديده چې نور د داسې خونړيو جګړو وخت را لنډ شويدى چې برى او برلاسي به پكې د موْمنانو وي.

ګوره الله تعالى مسلمانانو ته څه ډول حكم كوي چې مشركان له هغه ځايه وباسئ له كوم نه يې چې تاسې ايستلې يې، بيا هغوى ته د فاتح لښكر په حيث څه ډول د اسيرانو د تړلو، نيولو او د دښمنانو تر مكملې خاتمې پورې د جګړې كولو ښوونه كوي. دا ټول دې لوري ته اشاره وه چې وروستى برى د مسلمانانو دى. خو دا خبره يې همداسې د اشارو تر پردو لاندې پټه وساتله، تر څو هر مسلمان د الله په لار كې د خپلى جذبې عملي ښكارونه هم وكړى شي.

په همدې ورځو يعنې د دوهم هجري كال د شعبان په مياشت كې چې د 624م ميلادي كال د فبروري له مياشتې سره سمون خوري الله تعالى د بيت المقدس په ځاى كعبه شريفه د مسلمانانو قبله اعلان كړه. ددې فايده دا شوه چې هغه كمزوري او منافق يهودان چې يوازې د شر او فتنې را ولاړولو پخاطر مسلمان شوي وو، بيرته خپل حالت ته وګرزيدل، له مسلمانانو نه بيل شول او پدې سره د مسلمانانو ليكې له ډيرو غدارانو او فساد كارانونه پاكې شوې.

د قبلې بدلولو ديته هم اشاره كوله چې اوس يوه نوې داسې مرحله شروع كيدونكى ده چې پر قبله باندې د مسلمانانو تر تسلط او حاكميت نه مخكې پاې نه مومي. ځكه دا د ډير حيرت او تعجب خبره ده چې د كوم قوم قبله دې د هغوى د دښمنانو ترولكې لاندې وي، او كه فرضاً د هغوى تر قبضې لاندې وي، نو بايد حتماً د هغوى له سلطې نه آزاده كړى شي.

لدې اوامرو او اشاراتو وروسته د مسلمانانو حركت او نشاط زيات شو، د خداى په لار كې يې د جهاد جذبى په مستۍ راغلې او له دښمن سره د پريكندې جګړې لپاره ليوال شول.

——————–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د