نظــر

د ملایانو سکوت

قاري حبیب

آبله ورځ په هرات او غور کې یو لښکر پتلون کښ زلمیان چې ځانونه مدني فعالان بولي په مظاهره راوتلي وواو د حکومت او علماوو یا ملا امامانو په خلاف یي شعارونه ورکول، دوی ویل چې ملایان ولې د ښځو سره د خشونت په مقابل کې سکوت اختیار کړی او غږ نه کوي.

د مدني فعالانو دې اعتراض راته  هاغه د شیخ حمدالله جان داجوي صاحب کیسه رایاده کړه،د پښتونخوا د صوابۍ اوسیدونکی شیخ الحدیث حمدالله جان ستر عالم دی مګر ظاهري صورت یي یو عام سپین ږیري ته پاته کیږي، پخوا چې صحت یي ښه و زیاتره وخت به یي په خپله کرونده کې خواري کوله نو به په خاورو او دوړو سپیره و او د یوه عالم شک نه پرې کېده.

نوموړي کیسه کوله وایي یو وخت مو مسجد ته تبلیغیان راغلي وو، ماښام چې لمونځ وشو یو بې علمه تبلیغي وعظ ته پاڅېد، زه له ځایه پورته شوم او غوښتل مې کورته لاړ شم خو تبلیغي راباندې په زور غږ کړ چې : کېنه بوډا  لږ د ایمان او د یقین خبرې واوره . شیخ صاحب وایي زه هم بې ځنډه کیناستم، تبلیغي  د موسی علیه السلام کیسه شروع کړه، کله چې د ساحرانو د ایمان راوړلو او سجدې ځای ته ورسېد نو یي وویل چې : یکدم ټولو ساحرانو موسی علیه السلام ته سجده وکړه . شیخ صاحب وایي ما پرې ورغږ کړل چې موسی علیه السلام ته یي سجده نه وکړه الله تعالی ته یي سجده وکړه . . په دې سره د تبلیغي صاحب نفس ډیر خراب شو او په دې خبره چې تا ته څه پته ده چې بې علمه په کې لویدلی یې، غوښتل یي خپله غلطي پټه کړي، شیخ صاحب وایي ما ورته کړل چې : یاره تاسو خو زه په جنجال اړولی یم، چې له وعظ نه مو پاڅیږم نو وایئ چې کینه بوډا او که کینو او بیا لویه غلطي درنه وشي که یي نه درښیو الله تعالی مو نیسي او که یي درښیو نو بیا مو هم نفس خرابیږي.

نن سبا په افغانستان کې د بي دینه مدنیت فعالانو هم په خپل دوه مخي چلند سره د مساجدو ملایان په همداسې جنجال اړولي، چې هم یي له خبرو په تنګ دي او هم له خاموشۍ.

له یوې خوا په مظاهرو کې له ملایانو غواړي چې د ژبې سکوت مات کړي او د جنایاتو په مقابل کې دې خوله خلاصه کړي مګر ملایان که خوله خلاصه کړي، حق ته حق ته ووایي ، باطل باطل وبولي، دموکراسي د فحشاء، بي دیني، لغړتوب او نورو  وحشیانه آزادیو  مور وبولي ، نو بیا هم مدني شغالان اونګیږي او وایي چې ملایان ددوی په معتقد بها دموکراسۍ پسې بد رد وایي.

د مدني شغالانو دغه موقف چې نیم دین مني او نیم نه مني، ددوی له فکري اباګنۍ یعني یهودو سره ددوی مشابهت راڅرګندوي، دوی د بشر د حق ،له ښځو سره د خشونت او مخدراتو سره د مبارزې په برخه کې د ملایانو  خبرې او عظونه غواړي، مګر د اختلاط، ډمتوب، بې سترۍ ، شراب نوشۍ او نورو نارواوو د دفعې په اړوند د ملایانو وعظونه اضافه روي  او د نظام په چارو کې مداخله بولي.

نه پوهیږم  آخر دوی څوک دي چې ددین علماء کرامو ته لارې او مسیرونه  ټاکي؟  دوی که واقعا اسلام ته معتقد وي نو بیا دې ملایانو ته  غوږ شي چې ټول اسلام ورته بیان کړي او که د یرغلیز زور، تزویر  او زر په واسطه  هڅه کوي چې د ملایانو په خولو د سکوت مهرونه ووهي نو بیا دې د خپل ضرروت په وخت کې له ملایانو د سکوت ماتولو غوښتنه هم نه کوي.

د مدنيت د کوڅه ډبو دعوه ګیرو لخوا دغسې بربنډ دوه اړخیز چلند ثابتوي چې دوی یوازې د قرآن هغه ټکي مني چې د غرب بي دینه فلسفه یي هم تاییدوي، دوی دین هم د بي دینانو لپاره مني  او ددین کومه برخه چې له بي دینۍ سره په تضاد کې واقع وي د هغه منلو ته هیڅکله حاضر نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

بارک الله يا قاری حبيب !

حنظله عزیزی

اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته! یو مطلب درته استوم هیله ده چی نشر یۍ کی! الله ج مو کامیابه لره د هارون الرّشید د لیک جواب! په پخوانیو وختو کی ټولي اروپا ته روم ویل کیده او د اروپا ډیره حصه د یوه پاچا تر حکم لاندی وه چی هغه پاچا ته به قیصر ویل کېده، د هارون الرشید په وختو کی د روم پاچا یوه ښځه وه چی ( زیني ) ورته ویل کـېده، خو په 187 هجری سنه کی رومیانو دغه ښځه د خپلی پاچاهۍ څخه ایسته کړه او د دې په عوض کی یې ( تقفور )… نور لوستل »

خلیل

ماشا الله قاری صاحب !

سپین ماښام

محترمو! تاسو همیش کوښښ کوی چی طالب پلوه لکینی پورته کړی او د اسلام لار تعقیب کړی او د مدنی ارمونو او نورو باطلو لاره پریږدی او تر وسه وسه یی هر اړخیزه مقابله کوی، نو تبلیغ وپیژنی اول تبلیغ د چاکار وو او اوس یی څوک پر سر ټکوی په يوه جمله مو د تبلیغیانو رنګ وربد کړی او تبلیغ ددین یوه ستره شعبه ده چی یو لک او څلرویښت زره زیات او کم انبیاوو ع لمړنی او ستره الهی ورسپارل سوی وظیفه وه تاسو یی اوس په ټوکو کی استعمالوی. سخته ګڼاه ده که چیری داسی لیکنی نشر… نور لوستل »

محمود

نه باید دا د اسلامی امت داعیان په ټوکو که استعمال شی ددی نه داسی معلومیژی چه دوی د شعبی ته په سپک نظر ګوری.

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx