دیني، سیرت او تاریخ

سل تحفې (۳) – د سنتو د اتباع ګټې

جمع کونکی: صابر(غزنوي)

د سنتو د اتباع ګټې

يو ځل يوه سړي له جليل القدر ولي حضرت جنيد بغدادي رحمه الله سره دوه مياشتې قيام وکړ، يو ځل يې د رخصتۍ اراده وکړه، نو حضرت جنيد رحمه الله د خپل عادت له مخې د هغه اطاق (کمره) ته تشريف ويوړ او د هغه لپاره يې د رخصتۍ سامان تړلو، هغه سړی ډير زيات حيران شو، چې دا څومره عاجزه او منکسر المزاج خلک دي، چې د دې دومره لوی ښار اوسيدونکي دي او له دومره لويې مرتبې سره زما په خدمت کې مصروف دی، د رخصتي په وخت کې حضرت جنيد رحمه الله ترې وپوښتل : د څه لپاره راغلې وې؟ هغه ورته وويل : ما آوريدلي وو چې ته ډير لوی ولي او د کرامت څښتن يې، مګر ما دلته هيڅ بزرګي ونه ليدله، حضرت جنيد رحمه الله ترې وپوښتل : آيا تا کوم له سنتو خلاف کار هم ليدلی دی؟ هغه ورته وويل : نه، نو حضرت جنيد رحمه الله ورته وفرمايل : اصلي بزرګي او اصلي کرامت همدا دی چې زمونږ هيڅ عمل له سنتو خلاف نه دی  (سنت جبيب 3، ص : ۱۱۱).

د حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک ارشاد دی : کله چې غصه راشي نو که ولاړ ياست کينئ او که ناست ياست نو څملی ستاسو غصه به ختمه شي، حضرت ابو ذر غفاري رضي الله عنه باغ ته اوبه ورکولې چې يوه سړي داسې حرکت وکړ چې د ويالې پوله ماته شوه او اوبه د باندې وبهيدلې، حضرت ابو ذر غفاري رضي الله عنه ته غصه راغله، مګر سمدستي د نبي کريم صلی الله علیه وسلم ارشاد مبارک ور په ياد شو، نو هملته په خټو او اوبو کې کيناست، ټولې جامې يې خرابې شوې، مګر د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د ارشاد په پوره کولو کې يې ځنډ برداشت نکړ .
(سنت حبيب 3، ص : ۱۰۹، بحواله : مسند احمد، ۵ / ۱۵۲).

(عن ابی هريرة رضي الله عنه مرفوعا قال : من تمسک بسنتي عند فساد امتي فله اجر مائة شهيد)

ژباړه : حضرت ابو هريرة رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه نقل کوي چې رسول الله مبارک صلی الله علیه وسلم وفرمايل : چا چې زما سنت په مضبوطيا سره ونيول په وخت د فساد د امت زما کې هغه ته به د سلو شهيدانو هومره اجر ورکول کيږي.
(سنت حبيب 3، ص : ۱۰۷، بحواله : مشکوة، ص

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x