ټولنیزه برخه

ټولنيزه تقوا

احمدالله احمدزی-

مولوي صيب خلکو ته د ټولنيزو اخلاقو او عبادتونو په اړه خبرې کولې، چې لمونځ، روژې، نفلونه او نور ورته کارونه په اسلام کې ډېر مهم دي، مګر يوازې دا کافي نه دي، که ته غواړې، چې پوه شې، لمونځ او شخصي عبادتونه دې قبول شوي کنه، نو بايد خپله ټولنه کې له خلکو سره خپل تعامل، کړه وړه، په دقت وڅارې، چې په څرګنده او پټه له خلکو سره څه ډول تعامل کوې او په شه‌شا له خپلو دوستانو، ملګرو او نورو مسلمانانو سره څومره خواخوږي او همدردي لرې.

د مجلس ناست مشران کشران مولوي صيب ته په ځير ځير ګوري، چې دا څه ډول خبرې دي، موږ خو يې پر ځانو شکيان کړو؛ ځکه چې موږ ټول لمونځونه او عبادات کوو، خو د مولوي خبرې راته بل خېل بريښي.

په ناستو کې کسانو يو سپين له مولوي صيب د نور وضاحت غوښتنه وکړه، چې د خپلو خبرو شرحه وکړي.

مولوي صيب په ږيره لاس راتېر کړ، د چای پياله يې کېښوده، وای دا خو ډېره څرګنده خبره ده، که موږ تاسې اول خپل ځانته وګورو، چې کوم کارونه، او خويونه مو پر ځانو لوريږي او څه مو نه لوريږي، نو همدغه فکر بايد د نورو مسلمانانو او انسانانو په اړه هم وکړو.

که موږ تاسې قرانکريم او د پيغمبر عليه السلام حديثونه وکسو، نو پوه به شو، چې په ټولنيزه تقوا يې څومره ټينګار کړی دی.

په قرانکريم کې په نېکو کارونو کې پر لاس او همکارۍ ټينګار شوی، په حديث شريف کې راځي، چې کوم مسلمان د بل مسلمان په ستونزه او مشکل کې مرسته او لاس نيوی وکړي، چې نو الله تعالی به يې د قيامت د ورځې له ستونزو او کړاوونو وساتي.

په بل حديث شريف کې دا هم راځي، چې تاسې تر هغو کامل مومنان نه ياست تر څو چې څه د ځان لپاره خوښوئ، هغه د بل ورور لپاره هم خوښ نه کړئ.

مولوي صيب خپلو خبرو ته دوام ورکوي، د خبرې بل اړخ دا دی، چې خپله سپکه او غيبت مو نه خوښيږي، نو طبعي خبره ده، چې د بل چا هم نه خوښيږي، نو راځئ پرېکړه وکړو، چې د بل مسلمان له هر ډول غيبت او سپکاوي ځانونه وساتو.

ګورئ قرانکريم د يو مسلمان غيبت د خپل مړه ورور د غوښې د خوړو په څېر بولي او هر څوک چې د بل مسلمان غيبت او سپکه کوي، نو داسې مثال لري لکه د خپل مړه ورور غوښې خوري. په حديث شريف کې راځي، چې غيبت له زنا هم سخته ګناه لري.

مولوي صيب په دې اړه د ټولنې يوې بلې ستونزې ته اشاره کوي، چې زموږ خلک تر اوسه هم دا فکر کوي، چې زه خو يې غيبت نه کوم، دا کار په کې شته، خو غيبت همدې ته وايي، چې کومه ګناه په چا کې وي او ته يې وکړې او که ګناه په کې نه وي او ته يې ورپسې وتړې، نو دا خو بيا تهمت او بهتان دی، چې له غيبت هم سخته ګناه لري.

تاسې خبر ياست، چې سود څه د پاسه اويا درجې ګناه لري او تر ټولو کمه يې دا ده، چې يو سړی له خپلې محرمې سره زنا وکړي او زياته ګناه به يې څومره وي؟ خلکو وويل، نه يو خبر.

مولوي صيب وويل، چې د سود اخري درجه ګناه او د يو چا په ناموس کې ناوړه او سپکې خبرې سره برابرې دي، نور خپله فکر وکړئ.

خلکو يو بل ته وکتل، رنګونه يې د مولوي صيب په خبرو زېړ شول، غوږونو ته لاسونه يوړل، چې دا خو موږ غرق يو او خپلو کارونو ته نه يو متوجه.

د دوو مسلمانانو تر منځ شر جوړول، پر يو بل يې بدګومانه کول، تر منځ يې ستونزې پيدا کول د اسلام له نظره ډېره سخته سزا لري.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي، چې د خلکو تر منځ شيطاني کوونکی انسان به هېڅکله جنت ته نه شي داخل. او خلک هم ټولنه کې شيطان سړي ته په ډېره سپکه ګوري.

ګورئ، غيبت، سپکه او تور د ټولنې رنګ، بوی او خوند خرابوي، فکر مرداروي او اسلام هم ځکه د دې لپاره داسې سخته سزا ټاکلې، چې ټولنه له وحشت او خيرن فکره وساتي، کنه زموږ د ښو او بدو کارونو به الله تعالی ته څه ګټه وي.

مولوي صيب د مجلس ګډونوالو ته وويل، د مسلمانانو ټول، کړه وړه او عبادتونه يو بل سره تړلي او يو له بله نه شي جلا کېدای.

موږ بايد فکر وکړو، چې لمونځونه او عبادات مو قبول شوي کنه، نو خپلو ټولنيزو اخلاقو ته دې وګورو، چې د مسلمان، ګاونډي او دوست په اړه څه فکر لري او څه ډول تعامل ورسره کوي، که فکر او عمل يې له شريعت او انساني اقدارو سره برابر وي، نو پوه دې شي، چې ان شاءالله شخصي عبادات او لمونځونه يې هم د الله تعالی په دربار کې قبول دي او بل پلو بايد دا فکر هم وکړي، چې دی په ټولنه کې له خلکو سره کوم تعامل کوي، د شرعي احکامو په عملي کولو کې څومره رښتيني دی.

په نورو ټکو که درته ووايم، سړی بايد دا فکر وکړي، چې د ټولنيزو خدمتونو او اړيکو پر مهال د شريعت احکامو ته څومره ژمن دی.

زموږ ځينې دوستان په ټولنيزو خدماتو کې ډېر جدي او ميړني وي، مګر د دغو خدمتونو له امله ترې بيا لمونځونه او عبادات پاتې وي، نو موږ بايد پوه شو، چې کوم ټولنيز خدمت تا د الله تعالی له فرضي عبادته غورځوي، دا اړيکې، دوستي او خدمت د الله تعالی لپاره نه دی.

اسلامي شريعت ټول احکام د خپلو بنده ګانو د ښېرازۍ او بريا لپاره رالېږلي، چې ټولنه کې انسان يو بل سره په خوښۍ او له هر ډول شره پاک ژوند وکړي.

مولوي صيب د خپلو خبرو په پای کې له ټولو دوستانو ژمنه واخيسته راځئ، چې سر له ننه پرېکړه وکړو، چې شخصي عبادتونه او تقوا له ټولنيزې تقوا سره وتړو او هر ګړۍ د خپل نفس او عمل څارنه وکړو، چې موږ څه فکر کوو، او عمل مو څنګه دی. زموږ کړه وړ بايد د ټولنې د خير او ښېرازۍ لپاره وي او نور خلک هم زموږ له عمل او نېک کرداره اغېزمن شي او ټولنه د خير او فلاح پر لور حرکت وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x