افغانستان

فاریاب: ۱۵۰ سرتیري په یوځايي ډول طالبانو ته تسلیم شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ په ګلم باف سیمه کې د افغان ځواکونو ۱۰ قومندانانو او ۱۵۰ عسکرو خپلې وسلې پر ځمکې ایښي او د طالبانو لیکو ته اوښتي دي.

طالبان وايي چې یادو عسکرو وروسته له هغه تسلیمۍ ته غاړه کېښوده چې پر پوستو یې د دوی له خوا بریدونو زور واخیست او ګڼ عسکر یې په تېښته بریالي شول. تر اوسه دا نه ده څرګنده چې تسلیم شوي عسکر د کوم افغان امنیتي ځواک منسوبین دي؟.

د پېښې په اړه د طالبانو وضاحتي خبرپاڼه د تسلیم شويو قومندانانو نومونه اعلانوي او کاږي چې لس قومندانان «سعید الله، ملا محمد، لقمان، محمد شاه، اسد الله، ملا عبد الرحیم، عطا مراد، خال محمد، عبد المقیم او حاجي محمد» نومیږي.

طالبان وايي چې د دغو عسکرو د تسلیمۍ او نورو هغو د تېښتې وروسته اوس د ولسوالۍ د «ګلم باف» سیمه په ټولیزه توګه د دوی ځواکونو لاس ته ورغلې، چې په وینا یې، په دغې سیمې کې ۲۱ امنیتي پوستې او په ۵۵۰۰ کورونو مشتمل ۱۲ کلي پراته دي.

په یوې جلا پېښه کې تېره ورځ د همدې ولایت په بندر ولسوالۍ کې هم د دوه قومندانانو په ګډون ۱۸ په وسلو سنبال عسکر د طالبانو لیکو ته اوښتي دي.

فاریاب هغه ولایت دی چې په کې د طالبانو پر ضد عملیات د هیواد مرستیال ولسمشر «جنرال دوستم» له خوا په مستقیم ډول رهبري کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو د ډله ییزې تسلیمۍ خبر ورکړل شوی و او د هلمند والي میرزا خان رحیمي منلې وه چې ۶۵ عسکرو یې طالبانو ته وسلې پر ځمکه ایښي.

د پوځي شننونکو په باور د جګړې په ډګر کې افغان ځواکونو ته د ګډ حکومت له خوا د پاملرنې نشتون، د امنیتي ځواکونو ترمینځ نه همغږي او د ګډ حکومت دوه ګوني او کمزوري سیاستونه د دې لامل ګرځیدلي چې پوځي جنګیالي په خپلو مشرانو بې باوره شوي، ځکه خو ډلې-ډلې له جنګه لاس اخلي او د طالبانو لیکو ته وراوړي.

د نظامي چارو پوهانو په اند د افغان ځواکونو له لیکو ډله ییزې تېښې د عسکرو د کمزورې روحیې ښکارندویي کوي او د پاتې عسکرو په روحیه منفي اثر پریږدي.

په تېره جنوري میاشت کې د افغانستان د بیارغونې د څار امریکايي بنسټ «سیګار» په راپور کې راغلي و چې د ۲۰۱۳ له جنورۍ د ۲۰۱۴ تر جنورۍ پورې د افغان ځواکونو له لیکو څخه څلویښت زره «۴۰،۰۰۰» سرتیري تښتېدلي دي، چې ډېری يې طالبانو ته ورغلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سمندرخان

ترټولو دمخه ټولو قدرمنو مسلمانانو او افغانانو ورونو، اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته! د دې دوه سرې حکومت دپاره قرباني ورکوول لکه د ځان وژنې په مانا ده، زه په خپله پرټولو مسلمانانو چې د دنیا پرهرګود کې وي او وژل کیږي خفه کېږم او په ځانګړې توګه په خپلو مظلومو، بې کناه او کړېدلي ولس چې د هر ظالم لخوا کړول کیږي او په شهادت رسیږي هغه هم څوک د ملي اردو، پولیس امنیت په نامه او څوک هم د طالب په نامه، دا ټوله یوه پروژه ده چې موخه یی یواځې د مظلومو افغانانو وژل دي. خو که… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x