نظــر

د مطبوعاتو (رسنيو) په اړوند د رسول الله وړاندوينه

دا چې په اوسنې وخت کې رسنۍ (ميډيا/مطبوعات) رامنځ ته شوي، خلکو چغې سورې جوړې کړي وي، عامه  ذهنونه يې د اخبار، راديو، تلويزون، انټرنټ او نورو وسائلو په مټ  په خپل لاس کې نيولي وي، تر دې چې د مطبوعاتو په ډنډورو او چغو باندي خلک را پارول کيږي او د حکومتونو تختې نسکوريږي. په ځانګړې توګه غربي دولتونه هڅه کوې، چې مطبوعات په خپل واک کې راولي، د خپلي خوښي سره سم تبليغات وکړي، اقتصادي، سياسي، نظامي، تجارتي او نورې ګټي تر لاسه کړي، د دې کار لپاره يې ګڼ مطبوعاتي وسائل  (راديوګاني، تلويزونونه، د انټرنټ پاڼي، اخبارونه، مجلې او نور) په کار اچولي دي، د ميلونونو ډالرو لګښت پرې کوي.

مطبوعات په اوسني دور کې ډېر زيات مؤثر او اغيزمن شوي، د خلکو ذهنونه يې تر ډيره حده خپلي اغيزې لاندي راوستي دي، تر دې چې زياتره ساده خلک د حل او حرمت، د جواز او عدم جواز حکم هم له مطبوعاتو څخه تر لاسه کوي، که غربيان په نړيواله کچه خپل لاسپوڅى عالم ته وخت ورکړي، نو په ګړندي ډول د مسلمانانو ذهنونه ور اړوي، ګڼ مسلمانان د خپل شناخته، متقي، پرهيزګار عالم په ځاى همداسي مطبوعاتي عالم ته ترجيح ورکوي، چې نه يې اصل معلوم وي نه نسب، نه يې تقوى او نه يې پرهيزګاري، تر دې چې ډېر ځلي به شک پرې کيږي، چې هسي نه د مستشرقينو له جملې څخه  وي؟.  دا کسان اکثر له پیژندول شويو اسلامي مدارسو څخه نه وي فارغ، شيوخ او استادان يې نه وي معلوم، علم يې د مطالعې په مټ تر لاسه کړى وي، ظاهر يې له شريعت سره نه وي برابر، په ناليدونکې توګه هڅه کيږي، چې اسلامي عالم نړۍ ته په داسي بڼه ور وپیژني، لکه چې يو عيسايې راهب يا پادري وي، وړه جالى خولۍ به يې د جان پاپ په سر وي، صليب ډوله نيکتايې به يې په غاړه وي، پتلون به يې اغوستى وي، د خبرو په اوږدو کې د خولې په ځاى په حرکاتو سره خپل مقصد تعبيروي او او او ژيره به يې هم خريلي وي.

په وروستي وخت کې د مطبوعاتو په دوه جدا جدا پیښو کې د چرګانو او غوايانو بيماري ته په پراخه کچه هوا ورکړه، چې په چرګانو او غوايانو کې داسي بيماري پيدا شوي ده، که څوک يې غوښه وخوري نو هغه به هم په دې رنځ باندي اخته شي.

په پايله کې په ټوله نړۍ کې په ځانګړي ډول په هغه ځايونو کې چې د مطبوعاتو تر بريد لاندي راغلي وو، د غوايانو او چرګانو قيمتونه خورا زيات کم شوو او قيمت يې ډيرې ټيټي کچې ته را وغورځيدو، تر دې چې مخکې به يو چرګ په دوه سوه روپۍ خرڅيدو، هغه ديرش روپو ته را ورسيدو.

د رسنيو دا پروپاګند په دومره غټه کچه باندي مؤثر او اغيز من وو، چې ډير هوښيار خلک يې هم تر اغيزي لاندي راغلو. او د چرګانو او غوايانو صادرونکې هيوادونو ته يې  نه جبيره کيدونکى تاوان ورواړول او په اقتصادي ډګر کې يې په ګونډو کړل، ولې له څه وخت څخه وروسته چې مطبوعاتو دا خبره پرېښوده، نو هيڅ هم ونشول، نه د همداسي رنځونو څه علاج وشو، نه نور څه دفاعي ترتيبات ونيول شوو او حالات بیرته په خپله عادي شول.

کله چې غربيانو په افغانستان او بيا په عراق نظامي يرغل وکړو، نو ډېر زيات تبليغات يې وکړل، د مسلمانانو د کمزوري او شکست تبليغات، د خپل ځواک او فتح تبليغات، مرګ ژوبله او ګڼ نور.

دا تبليغات تر دې حده پوري اغيزمن وو، کله چې د امريکا صدر بش صليبي جګړه پیل کړه، نو ډيرى مسلمان ملايان، پيران، حضرتان، روحانيون، پروفيسران، داکتران او نور عام مسلمانان په داسې حال کې له دې صليبي غربي لښکر سره ملګري شول، چې په زياتو قرآني آيتونو او د رسول الله  په ګڼو احاديثو يې سترګې پټې کړې، غربې تبليغاتو او په دوهم قدم کې ډالرو ته يې لبيک وويل او ورسره ملګري شول.
زموږ خوږ نبي ته د دې حالت درک هم معلوم شوى، هغه راته د مطبوعاتو د اهميت او نېمګړتيا په اړوند داسي فرمايلي دي:

بغوي په معجم الصحابة کې او ابن عساکر په خپل تاريخ کې روايت کړى دى. ]ان من اشراط الساعة اخراب العامر اوعمار الخراب[ نور اوږد حديث دى، بيا فرمايې: ]فکون الغزو نداء وصياحا[ ژباړه: د قيامت له علائمو څخه دى، چې آباديانې به په کنډوالو- کنډوالې او خرابيانې به په آباديانو بدلي شي ، او غزا به چغه او آواز وګرځي. نو يقينا په اوس مهال کې غزا چغه يعنې رسنۍ او مطبوعات ګرځيدلي ده.

طبراني بيا په معجم الکبير کې داسې روايت را نقل کړى دى. ]قَالَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:  ثَلاثٌ إِذَا رَأَيْتَهُنَّ فَعِنْدَكَ ذَلِکَ تَقُوْمُ السَاعَةُ: إِخْرَابُ الْعَامِرِ، وَإِعْمَارُ الْخَرَابِ، وَأَنْ يَكُونَ الْغَزْوُ رِفْدًا، [الحديث ژباړه: کله چې تاسې درې څيزونه ووينئ، نو قيامت به قائميږي: آباديانې به خرابې او خرابې به آبادياني وګرځي ، او غزا به د مال غنيمت ترلاسه کولو لپاره وي.

نو يقيناً د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ارشاد سره سم په اوس مهال کې غزا چغه او آواز ګرځيدلې ده، چې اوس وخت کې د مظاهرو، جلوسونو په شکل کې او د مطبوعاتو په مټ تر سره کيږي او په ګڼ وختونو کې د فرنګيانو او نورو کفارو لخوا حمايه او رهبري کيږي، او له ټولو څخه قوي اشاره په ذکر شوي حديث کې اوسنۍ ميډيا او رسنيو ته شوي، چې نن سبا پوره حساب پرې کيږي او د ميډيا يا رسنيو اساس او بنياد يې راته په ګوته ګړى چې هغه چغې وهل او تبليغات کول دي.

د يادونې وړ او اهمه خبره داده، چې له دې حديث شريف څخه دوه خبري معلوميږي

(١) د مطبوعاتو اهميت، په کار دى مسلمان په پوره توګه له مطبوعاتو څخه او له ټولو مطبوعاتي امکاناتو څخه کار واخلي، په ځانګړي ډول يو اسلامي او شرعي حکومت چارواکو ته لارښوونه شوي ده، چې د عملي غزا د کاميابولو لپاره مروجه مطبوعاتي جګړه ډيره ضروري ده.

(٢) دا چې د مسلمانانو د غزا مذمت بيان شوى دى، چې د عملې جهاد په ځاى به يواځي په نعرو باندي اکتفاء کوي، د مرده باد او زنده بادي نعرې به خپله وي، که د دوى په هيواد کې يا کوم بل غربې هيواد کې، د اسلام، قرآن او پيغمبر صلی الله علیه وسلم توهين وشي، نو دوى به يواځي او يواځي يوه مظاهره او جلوس را وباسي او ځان به په دې واړه کار له هغه ستر مسئوليت څخه خلاص کړي. نو غزا به يې يواځې چغې وهل وي او بس.

که صليبيان د پنځوس هيوادونو په ملتيا په يو اسلامي هيواد افغانستان باندي يرغل کوي، يا په ناجائزه توګه اسلامي هيواد عراق  تر خپلي ولکې لاندي راولي، په زرهاوو انسانان له خاورو سره خاوري کوي، کورونه يې ورته ورانوي او هيڅ قسم ظلم څخه مخ نه اړوړي، نو مسلمان او د اسلامي هيوادونو رهبران او مشران د هغوى په خلاف د عملي اقدام په ځاى يواځي يوه مظاهر ترتيبوي، يا يې د اخبار او راديو په ذريعه مذمت او غندنه کوي، او ځان له ستر مسئوليت څخه خلاص ګڼې.

    دا حديث څو ځايه راغلى، يو حديث کې رفداً، بل حديث کې فداء او بل کې نداء ټکې راغلې او تقريبا درې واڼو الفاظو په پوره توګه خپله معنې ورکړي ده، د نداء او صياحا تشريح موږ مخکې ولوسته. ولې رفداً بيا د غنيمت په معنې ده، يعنې خلک به غزا او جهاد د الله د رضاء لپاره نه، بلکې د مال غنيمت د ترلاسه کولو لپاره کوي، نو داهم رښتيا خبره ده، چې ډېر خلک په دې خاطر جهاد او غزا ته مخه کړي، چې منسب، شهرت يا مال غنيمت تر لاسه کړي. او د فداء معنى بيا دا ده، که چيرته يې نسبت مفعول ته وشي، چې د فديې د حصول لپاره به غزا تر سره کيږي، که يې نسبت فاعل ته وشي بيا کيداى شي اوسني استشهادي او فدايې برېدونو ته پکښې اشاره وي. يعنې غزا به فديه يا فدايې وګرځي.

حافظ محمد احمد الخراسانی
  

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x