نړۍ

فرانسه: د ریل ګاډي دښویدو په پیښه کي ۴۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د پاریس څخه دسټرابرګ ښار ته پرلار یوه ریل ګاډۍ له ریل لیکي څخه اوښتې چې له کبله یې ۱۰ تنه مړه شوی ۳۲ نور ژوبل شوي دي، په ژوبلو کسانو د ۱۲ کسانو حالت د انديښنې وړ ښودل شوی.

ریل ګاډي د فرانسې د ملي شرکت لومړی ګړندی ریل ګاډۍ وه چي د ازمویني لپاره د پاریس له ښار څخه سټرابرګ ښارته پر لاره وه چي له پیښې سره مخ شوه، ویل کیږي دپیښي په وخت کي په ریل ګاډي کي ټول ټال اته څلویښت کسان سپاره وو او ټول سپاره کسان د فرانسي د ریل ګاډۍ دملي شرکت کارکونکي وو.

عیني شاهدان وایی ریل ګاډۍ ډیره زیاته تیزه روانه وه او پیښه هم د ریل ګاډۍ د زیات سرعت له امله رامنځ ته شوې ده.

درویټرز خبري اژانس د خبر له مخي د پيښي سمدستي وروسته سیمي ته بیړنۍ مرستې کوونکي کسان ورسیدل، د مړو او ټپيانو په راټولولو بوخت شول.

پاته دي نه وي چي وړمه شپه ناوخته د فرانسي په پلازمینه پاریس کي د نامالومو وسلوالو د مخامخ ډزو او چاودنو له امله ۱۲۸ کسان وژل شوي او له ۳۰۰ دري سوه څخه زیات ژوبل شوي وو چې د هغو څخه هم د زیات شمېر روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x